صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > کتابپېژندنه: نندارتون

کتابپېژندنه: نندارتون

يكشنبه 24 جون 2012

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

کتابپېژندنه/ صدیق الله بدر


نندارتون


نندارتون د استاد حبیب الله رفیع يو ډېر په زړه پورې او معلوماتي کتاب
دی. دغه کتاب په ۱۳۸۹ لمریز کال د زرو ټوکو په شمېر په ۵۳۵ مخونو کې د
شېرولي وردګ په مالي لګښت د رفيع کلتوري او مدني ټولنې له خوا، دانش
خپرندويې ټولنې د غازي محمدجان خان وردګ د ژوند او مبارزې د علمي کنفرانس
په ویاړ چاپ کړی دی.

لیکوال دغه اثر ځوان افغان نسل ته په دې ټکو کې ډالۍ کړی دی: ډالۍ، ځوان
افغان نسل ته چې د خپل نن د خپل پرون په هينداره کې وګوري او د خپل روڼ
سبا په لور د خپلې ملي پېژندګلوۍ په رڼا کې ګامونه اوچت کړي.

نندارتون؛ د افغانستان په تاریخ کې مدني او پرمختيايي ګامونه پلټي.
استاد د دې اثر په سريزه کې يو ځای لیکي چې کابل ته د ازادۍ راډيو د خپرونو
له غځېدو سره د راډيو استازو ورته بلنه ورکړه چې په بوختوونکو او فرهنګي
پروګرامونو کې ورسره مرسته وکړي او يوه ځانګړې خپرونه مخته وچلوي او ده هم
دا کار پیل کړ، استاد ليکي: ما وپتېيله چې د افغانستان په اوږده او د
زرګونو کلونو تاریخ کې مدني ګامونه وپلټم، د هراړخيزو پرمختګونو نښې ومومم،
د تحولاتو او بدلونونو څرک راوباسم او درنو هېوادوالو ته په زړه پورې او
جالب تاريخي روایات راغونډ کړم.


آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post-449.aspx

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس