صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > کتابپېژندنه: منشور

کتابپېژندنه: منشور

چهار شنبه 11 جولای 2012

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

کتابپېژندنه/ صدیق الله بدر

منشور

منشور د ځوان او نوښتګر ليکوال او شاعر غلام مطفى سالک د ادبي کره کتنې
په برخه کې يو با ارزښته څېړنيز اثر دى، چې د ١٣٧٩ لمريز کال په سلواغه کې د
٥٠٠ ټوکو په شمېر، په ١٥٠ مخونو کې د دانش خپرندويې ټولنې له خوا چاپ شوى
دى.

په دغه اثر کې ليکوال د ٤٤ بېلابېلو عنوانونو په ترڅ کې د کره کتنې
تعريف، اهميت، شرطونه او اصول بيان کړي دي. که څه هم د دې کتاب تر خپرېدو
مخکې د کره کتنې په اړه ځينې خورې ورې ليکنې او د کره کتنې د پېژندنې په
اړه يو دوه رسالې هم خپرې شوې دي، خو د دغه اثر ارزښت او اهميت په دې کې دى
چې ليکوال هڅه کړې په هر اړخيز ډول کره کتنه راوپېژني او په ادب او نورو
پوهنيزو علومو کې د هغه ارزښت او اهميت په ګوته کړي او دا ووايي چې: (( کره
کتنه د ټولو ليکنو، پوهنيزو او هنري اثارو د لا ښه والي او لوړتيا په لاره
کې مرسته کوي او د لا ښې ودې او پرمختګ لار يې پرانيزي.))

مصطفی سالک د سيداجان سالک زوی، د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د
کنډي باغ د قاضيانو په کلي کې دنيا ته سترګې غړولې دي. پخپله د ده په وينا د
زوکړې دقيقه نېټه يې نه ده معلومه، خو په تذکره کې په ۱۳۵۷ کې اووه کلن
بلل شوی او دا هغه کال و چې دی ښوونځي ته تللی. کال دوه يې زده کړې نه وې
کړې چې په وطن کې ناورين پیل شو او دی له زده کړو پاتې شو، خو کله چې په
۱۳۶۱ لمريز کې له خپلې کورنۍ سره پېښور ته مهاجر شو. هلته يې په شپږم ټولګي
کې داخله واخسته او ورسره يې د عربي او انګلېسي کورسونه هم تعقيب کړل.


آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post-450.aspx

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس