صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > خیاط په دار وځړول شو

خیاط په دار وځړول شو

Hask
دوشنبه 22 اكتبر 2012

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

ویل
کیږي چي په پخوا زمانو کي په کوم ځای کي کومه قبیله اوسیده.

 د دي قبیلي د شهرت وجه
د هغوی د قانون مراعاتول، عدالت او د قانون بي دریغه تنفیذ وو.

 په قانون باندي عمل
کول پکی دومره زیات عام وو چي حتی د قبیلي مشران هم تري مستثنی نه وو
.

وایی چي یوه ورځ د دي قبیلي پښ یو کس قتل کړ. نو جرګه دایره
سوه. 

تفتیشي کمیته جوړه سوه او په پښ باندي د قصاص فیصله صادره سوه او

 همداراز د
قصاص نیټه هم وټاکل سوه
. 

تصادفا په کومه ورځ چي پښ قصاص کیده په همهغه ورځ خبر راغي چي

 دښمن راغلي او غواړي چي په قبیلي باندي حمله وکړي. او لګیا دي د یرغل تیاري نیسي. 

او همدا راز معلومه سوه چي کوم پښ چي نن قصاصیږي د قبیلي
یوازیني پښ دی
. 

نو یو ځل بیا د قبیلي
مشران، ملایان، قاضیان، عسکر او نور ټول ډیر پریشانه سول چي اوس به څه کوو. یوي
خوا ته د قانون غوښتني وي، بلی خوا ته د قبیلي هغه شرف چي دوي په قانون مندی ډیر
مشهور وه. او بلي خواته د دښمن خطر. بلي خوا ته د پښ اړتیا چي خلکو ته يي د جګړي
لپاره توري، نیزي، چړي، زغري او نور جوړول

خو
بلي خوا ته لکه ټولو ته چي معلومه ده په قبیله کي د هوښیارانو کمي هم نه وو. بیا
مشران سره راټول سول چي د پښ په برخلیک یو ځل بیا وګڼیږي. ټولو سرونه ټیټ نیولي
وه. د ډیرو خبرو، نظرونو او فکرونو نه وروسته ټول دي نتیجي ته ورسیدل چي چون دغه
پښ د قبیلي یوازیني ژوندی پاته پښ دی نو دی دي نه قصاصیږی او د ده پرځای دي د
قبیلي د څلورو خیاطانو څخه یو په دار وځړول سي
.
)
د
ټولو هغو لوستونکو څخه په بخښني سره چي خیاطان دي. یوه خبره غواړم چي ووایم هغه دا
چي د مسلک د لحاظه زه هم خیاط یم نو هیله لرم چی دا ټوکه به ټوکه ګڼی په نفس به يي
نه نیسي. ؛ محمد رحیم

 


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-315.aspx

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس