صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > پسرلى پاچا سو !

پسرلى پاچا سو !

Hask
دوشنبه 18 فبروری 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

local/cache-vignettes/L648xH648/D987D8B3DAA9-D98-2b77fd0f-0a7ca.jpg?1711784272

دکال څلور واړه موسمه لکه
څلورسياسي سيالان په توده سيالۍ دکايناتو ډګر ته په دې غرض راووتل ، چي د انسانانو
پر ذهنونو او ذوقونو خپل ځانونه ومني او د زړونو په هيواد کي دپادشاهۍ مقام تر
لاسه کړي، چي دهمدغه پلان دپلي کېدو لپاره دوبى (اوړى) دمچانو، غوماشو او غومبسو
الوتکي؛ د مېږتنو، لړمانو او غونډلانو، شوبلې؛ د سمسارو او مارانو اوږده اوږده ټېلري
او دزوروري ګرمۍ ګوريلايي لښکر له ځان سره راوست اوپه شنه زور يې خپل ځان پر خلکو
وروتپه،چي زړونه اوذوقونه يې دنه منلوپه غرض لا تر اوسه بېړنۍ مظاهرې او لاريونونه
کوي٠


مني(خزان
)له راتللوسره سم دښکلاګانو او رنګينيو په وژلو لاس پوري کړ اولکه وحشي چنګېز  دښکلو ښکلو ګلانو اوښايسته ښايسته شنو پاڼو جنازې
يې رواني کړې؛ ونو او بوټو ته يې دخړو خاورو رنګ ورکړ اود مساوات غوښتونکي په توګه
يې ټوله نړۍ يوډول خړه پړه کړه خو زړونواوذوقونو ته يې لاره ونه مونده٠

 ژمى  له بادونو،بارانونو،واورو،ژليو او له سختي يخنۍ
سره راغى.

که څه هم خلکو د ټينګار په توګه تاوده کالي،څادرونه،کمبلي اوبړستني
واغوستې، خوخپلي غېږي يې ورته خلاصي نه کړې٠

پسرلي(بهار)
په خپل راتګ سره دښتو ته رنګيني لوپټې ډالۍکړې؛پرغرو او رغو يې ګلونه وشيندل،وني
اوبوټي يې ګلغونچې کړې اوانسانانوته يې دمينې، محبت، رنګونو، خوندونو، جوش اوجذبو پيغامونه له ځان سره راوړل.


خلکو،چي
دپسرلي په زړه پوري اوګټورکارونه وليدل،نو دښکلا انځورګرانو (شاعرانو اوليکوالانو)
په خپلو ليکنو ولمانځه؛سيندونه ورته له خوشحالۍ په نڅاسول، طوطيانو او بلبلانو
ورته دهرکلي په سندرو پيل وکړ،زړونو اوذوقونو د منښت رايې ورکړې، پسرلى پاچاسو اوپه
خپلو سيالانويې ومنله،

چي ((انسان داحسان تابع دى)) او ((په زور کلي نه کېـږي)).


شهزاده”شيرين
زوى

 


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-416.aspx

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس