صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > اصلا کوچنى په هرڅه پوهيږي

اصلا کوچنى په هرڅه پوهيږي

Hask
شنبه 9 مارچ 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی




يوه بډاى سړي غوښتل چي خپل زوى ته
وښيي چي په نړۍ کي ډير فقير او بې وزلي خلک سته، نو يې زوى د ښاره څه ليري يو کلي
ته بوتلى،

تر څو د هغه سيمي غربت او مسکيني په
وويني، روان سول.

 په کلي د يو غريب سړي په کور کي ميلمانه سول، د څو
شپو وروسته کله چي د ښار پر خوا روان سول سړي د خپل زوى څه وپوښتل زويه زموږ دسفر
په اړه څه فکر کوې؟

زوى يې ورته وويل پلار جانه ډيره ښه
سفر وو!

زويه څه شي دي پدې سفر کي زده  او وليدل ؟

زوى تر څه فکر کولو وروسته وويل :

بلي بابا ما وليدل چي موږ په کور کي
يو سپى لرو هغوى څلور سپي درلودل، موږ په کور کي يوه داوبو فواره لرو هغوى ډک د
اوبو سيند درلود، موپه کور کي څو څراغونه او قنديلان لرو خو هغوى د ستورو ډک ځلېدونکئ
اسمان درلود، زموږ کور ډير کوچنى او په څو ديوالونو محدود دئ، خو د هغوى باغ بيخي
لوى او پراخ وو.

پلار يې د زوى له خبرو سخت متاثره او
حيران سو.

 زوى پلار ته دمنني په ډول وويل:

 مننه باباجانه چي ماته دي دا را وښودل چي موږ
څومره فقيران او هغوى څومره خانان دي


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-473.aspx

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس