شعر: خبر

lawang
يكشنبه 29 دسامبر 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

ویناوال: صدیق الله بدر

خبر

لورکۍ مې ډېره وي خوشاله د جمعې ورځې ته

ټوله اوونۍ ورځې شمېري جمعې ته

خو دا جمعه زه نه يم

ان له شنبې راهيسې نه يم کور کې

دوه درې اوونۍ به يمه لرې

خپله لورکۍ نه وينم

نن يې په فون کې راته وويلې

سبا جمعه ده خو ته کور کې نه يې

تا وې همدا چې دې خبر جوړ کړ

په منډه بېرته راځې

وايه شو څنګه خبر

څومره شو اوږد خبر

پلاره پرېږده يې راشه

جمعه کې کار نه کړي څوک

وايي کندېږي ذهن

لور ته ځواب نه لرم

خو زه خبر پسې يم

خبر جوړېږي خبر ختمېږي نه هيڅ

په هر خبر پسې خبر وي يو بل

زما لورکۍ وېرېږم

هسې نه نور هيڅکله

په بلې ورځې باندې

چېرې هم ونه تړي

خپله ماشومه هيله

جمعې ته هم کله خوشاله نه وي

۱۳۹۲.۱۰.۷


آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/546

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس