صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > لنډه کیسه: بې رنګه ګوته

لنډه کیسه: بې رنګه ګوته

lawang
سه شنبه 29 آپریل 2014

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

لیکوال: صدیق الله بدر

بې رنګه ګوته

غمی ډېر په غوسه و:(( ولې رايې کمې ښيي, دا ظلم دی, هر څوک چې پوښتې, خو يې هغه ته رايه ورکړې.))


ملګری يې چوپ و, لکه چې نه يې غوښتل څه ووايي. غمي لاسونه ومروړل: (( دا
له ما سره, له تا سره او له ټولو سره ظلم دی, دا به تر څو داسې کېږي, غږ
بايد اوچت کړو.))

غمي چې دا وويل, د خپلو لاسونو لس واړه ګوتې يې د
خپل ملګري سترګو ته مخامخ ونيوې: (( د دې ټولو يو يو پوره په شمار حساب
بايد واخلو.))

دا ځل هم ملګری يې چوپه خوله و, خو د هغه ګوتو ته يې په
ځير ځير کتل. غمی لکه چې تازه د هغه د ځير کتلو په معنی پوه شوی وي, ژر يې
خپل لاسونه جېب ته کړل. د خپلې بې رنګه ګوتې شرم يې غوسه ووژله.

۱۳۹۳.۲.۷


آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/...

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس