صفحه نخست > دیدگاه > ویس ناصری مسلمان دي او یا مجوسۍ ؟

ویس ناصری مسلمان دي او یا مجوسۍ ؟

شبیر « کاکر»
يكشنبه 27 مارچ 2011

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

تیره ورځ د ویس ناصری په شخصی سایت کی یومبارکی پیغام د نوروز په هکله کی می ولوست. که څه هم چه پدې باره کی مخ کی د کابل پرس? د سخنگاه به څانګه کی ما ډیروخلکو سره خصوصا محترم صالح محمد برفکوچ سره تندی بحثونه کړي د ي لیکن په قناعت سره ، ونه رسیدلو. د رټل شوی ناصری د زهرو ډک موسکا عکس دې ته وهڅولم چه یو ځل بیا دغه موضوع ، ګرانو لوستونکو سره شریکه کړم چه آیا زه پر حق یم اوکه زما مخالفین؟ د ښاغلی ناصری زهرجن موسکا عکس هر لیدونکی ته د ده په اصطلاح اسلامی جمعیت یو پخوانی ائتلافی ملګری، قاتل جنرال مالک را په یادوی چه څو کاله مخکی په زرهاو طالبانان په مزار شریف کی شهیدان کړل او خپله ناصری صیب غوندی عکس واخیست اوپه میدیا کی خپاره کرل. خواصلی موخه زما د دغی لیکنی نه دا نده بلکه اصلی پوښتنه دا ده چه آیا دا سړی ( ناصری صیب یی نوم دی )او د مسلمانی اوجهاد دعوا کوی په ریښتیا مسلمان دی اوکه مجوسۍ ؟ نو که مسلمان وي باید دغه مضمون په غور سره ولولي اوکه مجوسۍ وي نو خپله پوسه او کاریی. خو ترهر سه نه مخکی د ده هغه کرغیړن او د منافقت نه دک پیغام ته باید ځیر شو چه دی پکی چه شی لیکلی :

عرض تبریک و تهنَیت بمناسبت حلول سال نو 1390 خورشیدی

ویس ناصری

آغاز سال نو خورشیدی 1390 خورشیدی ( هجری شمسی ) را به کافه امت عزیز اسلام بخصوص هموطنان دردمند و مصیبت دیده مان در کشور عزیز ما افغانستان مظلوم که در حدود این سی سال اخیر بجز جنگ ، کشتار ، خونریزی ، زندان ، حبس ، تعقیب ، مهاجرت و بدبختی های بزرگ و فراموش ناشدنی ناشی از ان ، چیزی دیگری را ندیده اند ، تبریک و تهنَیت عرض مینمایم .

از بارگاه ایزد حق سبحانه و تعالی عاجزانه و منکسرانه با اشک چشم و بدست دعا استدعا میدارم تا آن خدای بزرگ و قادر توانا سال جدید هجری شمسی 1390 خورشیدی را برای همه جهان بخصوص امت مظلوم و دربدر اسلام و بصورت اخص ملت مظلوم ، مسلمان و بیچاره ما در افغانستان عزیز ، سال خجسته و میمون ، سال آزادی از اشغال و تجاوز آشکار و پنهان بیگانگان آزمند و قدرتمند ، سال پایان جنگ و خونریزی ، کشتار و بمباران های کور بی هدف بیگناهان و بیدفاعان هموطن ما و خلاصه سال پیروزی و ظفر ملت و مردم حریت پسند و آزادیخواه افغانستان دوست داشتنی ما و سال استقرار صلح ، امنیت ، ثبات ، حاکمیت واقعی ملی ، تمامیت حقیقی ارضی ، تحقق واقعی ارادهء ملی ، تشکیل نظام دلخواه و ملی در کشور عزیز ما افغانستان ، بگرداند .

حلول سال نو خورشیدی را به همه همکاران ، نویسندگان ، خوانندگان و علاقمندان عزیز و گرامی سایت آزمون ملی از صمیم قلب مجددا" تبریک و مبارکباد عرض نموده ، آرزومند و در انتظار همکاری های بیشتر همه خواهران و برادران عزیز هموطن با این سایت جوان ، ملی ، اسلامی ، آزادیخواه و مبارز میباشم .

با عرض احترام ، محبت و ارادت هموطنانه

برادر شما ویس ناصری ـ مدیرمسوول

سایت آزمون ملی

خو اصلی خبره دا ده چه اسلام دغسی پیغاموته او پیغام استونکی ته لعنت وائی. د نوروز مبارکي او د نوروز په مناسبت خوراکونه ، هفت ميوه ، لباسونه، ډالۍګانې ، رخصتى کول خپل ورځني کارونه ځنډول او ميلو ته تلل قطاَ حرام دي.
ځکه دا د مجوسيانو سره مشابهت دى او نوروز د مجوسانو اختر دى په دې تفصيلي بحث ابن تيمية(رح) په افتضاء الصراط المستقيم اول جلد او ٢٢٧-٢٢٦- ٢٤٩ ٢٦٩) صفحو کې ليکلي دي د قران او سنت د علماؤ داقوالو له مخې د نوروز لمانځلو حرام والي دلايل :

١:- الله (ج) فرمايلي :ولاتکونو کاالذين نسوا الله فانسهم انفسهم اولنک هم الفاسقون سورة حشر(١٩) اية ترجمه:او تاسو مه کيږى په شان دهغو کسانو چې الله (ج)يي هير کړى دى نو الله(ج) د دوى څخه ځانونه هير کړي دي او داکسان پوره نافرمانه دي . (يهودو و نصارو او مجوسنانو الله (ج) هير کړيدي).

٢:- الله(ج) فرمائي : والذين لا يشهدون الذور زسورة الفرقان ٧٢ اية .تفسير ابن کثير ٣ جلد ٤٥٢،تفسېر قرطبى ١٣جز٦٢ص،مجموع الفتاوي٢٥جز١٤٧ صفحه کې دابن عباس ، مجاهد ربيع بن انس،ضحاک(رض) مفسرينو څخه نقل کړي دي چې معنى ددې ايت داده مومنان دې د مشرکانو اخترونو او ميلوته نه حاضريږي او په هغې کې دې برخه نه اخلي .

٣:- قال رسول الله (ص)من تشبه بقوم فهومنهم.ابو داؤد کتاپ الباس ٤٠٣١ نمبر حديث ترجمه: چا چې مشابهت وکړ ديوقوسره نو هغه دهغوئ څخه دى ابن تيمية(رح) افتضاء الصراط المستقيم ١-٢٣١ ص او فتاوي الجنة ادائمة ٣-٤٢٩ کې ليکلې چ مشابهت په عباداتو ، عاداتو او اخترونو کې هم راځي نو ځکه دنوروز جشن لمانځل د مجوسيانو سره شباهت دى .
٤:- ابو داؤد حديث نمبر ١١٣٤ نسائي ١٥٥٦ ، مشکاة امصابيح باب العيدين کې حديث ذکر کړى دى چې د جاهليت د زمانې څخه خلکو د نوروز او مهرجان په ورځ لوبې کولې نو رسول الله(ص) ورته وفرمائيل چې الله(ج) ددې دوو ورځو په مقابل کې تاسوته د کوچني او لوى اختر ورځې درکړي دي مرقات شرح المشکوة ٣ ج ٤٩٠ ص کې همداسې ليکلي او وايي چې انبياو ددغه جاهلانو حکماؤ دغه لمانځنه با طله کړيده.

٥:- بيهقي په سنن الکبري ١٤ج ١١٣ص ١٩٣٧٤ نمبر کې ليکلي دي چې عمر فاروق(رض)وايي د مشرکانو عبادت خانو ته د اخترونو په ورځ مه ورځئ ځکه په دوى د الله(ج)غضب نازليږى دا د ورتلو حال دى دلمانځونکى حال به څه وي؟

٦:- بيهقي په سنن الکبري ١٤ج ١١٣ او ٣٧٥ص ١٩٣٧٥ نمبر روايت کړيدى چې عمر فاروق(رض) ووئيل د الله(ج) د دښمنانو څخه ځان وساتئ ددوى په اخترونو او ميلو کې ګډون مه کوئ .

٧:- په سنن الکبري کې ١٤ج ١١٣ص او ٧٦-١٩٣٧٧ نمبر روايت کړي دي چې هر هغه شخص چې ژونديي غوره کړ ى و د مشرکانو په وطن کې او ددوى نوروز او مهرجان لمانځي او ددوى سره مشابهت کوي اوپه همدغه ژوندکې مړ شو نو د قيامت په ورځ به د مشرکانوسره پورته شي .

٨:- بيهقي په سنن الکبري ١٤جلد ١١٤ص او ١٩٣٧٨نمبر کي علي(رض) څخه روايت کړي دي چې هغه ته د نوروز په ورځ ډالى وړاندې شوه نو هغه منعه کړه او داسې يې وويل: خپل کارونه: او اسلامي عادات جاري ساتئ هره ورځ نوروز دى ددې حديث راوي ابو اسامه فرمايي على(رض)دنوروز نوم هم بد وګڼلو چې دا نوم نوى ايجاد شويدى بيهقي وايې چې د د کراهت وجه يې داده چې دا ورځ شريعت نه ده خاص کړې او دوى يې د ځان څخه خاصوي .

٩:- شيخ الاسلام ابن تيمية (رض)په مجموع الفتاوي٢٥جز ١٤٧ص کي د عمر(رض) او عبدالله بن عمرو(رض) د رواياتو د ذکر کولو څخه وروسته ليکلي دي چې څوک نوروزي اعمال ترسره کوي نو د الله(ج) عذاب په ځان وړاندې کوي او بيايې و مجموع الفتاوي ٢٥جز١٤٩ص کې ليکلي دي چې ددغې ورځې په مناسبت چې کومې ذبحې او حلالي کيږي ناجايز او حرامې دي او په ما اهل به لغير الله او ماذبح علي النصب حرمه) کې داخلي دي نو پدې ورځ غسل،ميلې،د ماشومانو د لوبو اسباب جوړول او د هغه شيانو خرڅول او اخيستل د نوروز په ميلو کې استعماليږي ناروا دي بلکې بعضې علماء يې کفر ګڼي ځکه په دې کې د کفر د شعايرو تعظيم او احترام دى .

١٠:- ملاعلي قاري په مرقات شرح مشکوة ١٤ج ٤٩١ص کي وايي چې ابو حفص الکبير الحنفى وايې که چا د نوروز په ورځ يوه هگۍ هم مشرک ته ډالۍ کړه نودا شخص په الله(ج) په نزد باندې کافر شو او ټول اعمال يې برباد شول او حسن بن منصور وايي که چا ددې ورځې تعظيم په خاطر څه واخيستل نو کافر دي او که مقصد يې د رزق پراخې وي نو بيا هم مکروه او حرام دي ځکه د کافر و سره مشابهت دى شيعه گان نوروز ددې لپاره هم لمانځي چې په دې ورځ عثمان(رض) شهيد شوي دى او على(رض) ته خلافت په لاس ورغلى دى.

په مرقات شرح مشکوة کې ليکلي دي چې د نوروز په بعضې لمانځونکو باندې د هغوئ ښځې زورورې شي او ورته وايي چې ما ته به هم نن دغسې ميلې جوړوي لکه دا نور خلک او کافران يې چې جوړوي نو دا د هغې خبره ومني . علماء کرامو ته عرض دى چې عوام خلک د لاس يا بيان په واسطه د دغه منکراتو څخه منع کړي

د نوروز لمانځل

د نوروز تعريف :

نوروز فارسي كلمة ده د نوى ورځي په معنى ده د مؤرخينو له آنده نوموړې كلمه د نوبهار څخه را اوښتي ده يعني په لومړيو كي نوبهار وو د وخت په تېريدو سره په نوروز سره بدل سو .

نوبهار : دغه لفظ په لومړيو كي د هغه آتشكدې نوم وو چي د زردشت او ذوالقرنين تر مړينى وروسته (۵۸۳) كاله ترميلاد وړاندي په بلخ كي جوړه سوه او په نوبهار باندي ونومول سوه بيا د مجوسيانو لخوا د هغه ورځي لپار نوم كښيښودل سو چي دوى به د دغه آتشكدې د پيل د ورځي د درنښت په موخه لمانځل ، داور عبادت به يې پكښي كاوه اواختر به يې ورته وايه ياپه بل عبارت دوى و دغه ورځي ته پدې موخه ارزښت وركاوه اولمانځل يې چي د اور د عبادت لومړۍ ورځ وه ، د دوى دغه لمانځني او خوشالۍ به نهه ورځي وې او دوى به په دغه ورځو ټول هغه حرام شيان ځان ته حلال بلل چي د زردشت او ذوالقرنين په دين كي پردوى باندي حرام سوي وو .

د نوروز تاريخ :

د نوروز د تاريخ په اړه اسلامي مؤرخين وايي : چي نوروز د اور عبادت كونكو او مجوسيانو (۴۸۳) كاله ترميلاد وړاندي پيل كړى چي هركال به په آذربايجان ، ايران او بلخ كي داور د عبادت كونكو لخوا لمانځل كيدى .

يادونه : داور دعبادت لومړى بنسټ ايښودونكي سيسان نوميدﺉ چي په ايران كي د نيشاپور د حواق دسيمى وو . البته مؤرخين پدې خبره كي سره په يوه خوله نه دي چي اور پرستانو به دغه ورځ له څه وجي لمانځل. ځيني پدې آند دي چي اور پرستو دغه كار پدې موخه كاوه چي دغه ورځ د زردشت د زيږدو ورځ ده او دوى به هم د ده د زيږدو ورځ لمانځله لكه نصرانيان چي هركال دعيسی (ع) دزيږد ورځ د ډسمبر د مياشتى پر پنځويشتمه نېټه د كرسمس په نامه لمانځي . ځيني بيا پدې آند دي چي د اورعبادت كونكو په دغه ورځ د اور عبادت پيل كړی دى په دې موخه دوى دغه ورځ لمانځي . ځيني بيا پدې آند دي چي پدغه ورځ داور عبادت كونكو د لومړى ځل لپاره د نوبهار په آتشكده كي اور بل كړى اوسجدې كول يې ورته پيل كړه نو داچي د دوى د لويي آتشكدې د عبادت د پيل ورځ ده نو ځكه دوى په دغه اختر جوړول پيل كړ .

لنډه دا چي د نوروز ورځ زيات تاريخي قدامت لري ځكه نوبهار د (۴۸۳) قبل المسيح څخه تر (۲۶۰) قبل المسيح پوري د مجوسيانو عبادت ځاى وو. خو د وخت په تېرېدو سره (۲۶۰) كاله تر ميلاد وړاندي د هندوستان يو بودايي پاچا امپراتور اشوك پرافغانستان باندي يرغل وكړ اوترخپل ګورت لاندي يې راوستى د نوبهار آتشكده يې بنده كړه اومتوليان يې ووژل . بيا نوموړى پاچا په لسګونو لوى او كوچنى بتان په دغه آتشكده كي ودرول چي تر (۶۵۲ ـ م) پوري چي د (۳۲هـ)سره سمون لری، همداسي د بودايانو عبادت ځاى وو .

كه څه هم اشوك پاچا دغه آتشكده په بت خانه بدله كړه خو بيا هم مجوسيانو د پاچا په پټه دغه ورځ په خپلو كوچنيو اوپټو آتشكدو كي لمانځله او د اختر خوشالي به يې كوله .

كله چي په (۳۲ هـ ) كال كي په بلخ كي د اسلام سپېڅلى دين وځليدﺉ يعنى د حضرت عثمان (رض) په خلافت كي داحنف بن قيس تميمى (رض) په لاس باندي بلخ فتحه سو او د اسلام پياوړى مركز يې ترې جوړ كړ، نوموړې بت خانه يې خپله په هغه مسلمان سوو بودايانو ماته كړه چي نوي د اسلام د مبين دين په خوند پوه سوى وو د اسلام په دغه ځلا سره په حق پوه سوې افغاني ملت وټولو دينونو ته په ريښتياني ډول شا وګرځول او د اسلام سره يې خپله مينه ښكاره كړه د نوروز ټولى لمانځنى يې ترشاكړې بلكى كومي ورځي چي اسلام سپېڅلى ورته ښودلي وي هماغه يې لمانځلې آن تردې چي د (۳۲ هـ ) څخه تر (۴۴۷ هـ ) پوري په ټول افغانستان كي د نوروز ورځ نه چاپيژندل او نه يې لمانځل.

كله چي په (۴۴۷ هـ ) كي د اهل تشيعو نوموتى متعصب معزالدولة ديلمي واك ته ورسيدى يو خو يې د حسن حسين د مياشتى لسمه يعنى د حسنينو د شهادت په ورځ د تورو كالو اغوستل ، د بازار بنديدل او د مارش په ډول دغه ورځ په توره ورځ لمانځل دود كړل . تاريخ الخلفآء په (۲۷۴) صفحه كي ليكى چي ديلمى وخطيبانو ته امر وكړى چي پر معاوية (رض) ، ابوبكر (رض)، عمر (رض) اوعثمان (رض) باندي په خطبة كي لعنت ووايي (العياذبالله) اوبل يې دا كار وكړ چي يوه ودانۍ يې دعراق په نجف ښار كي د حضرت علي (رض) د مزار په نامه او يوه ودانۍ يې هم په بلخ كي د ده مبارك زيارت په نامه جوړه كړه او د نوبهارورځ يې په نوروز بدله كړه او د دغه ورځي لمانځل يې بيا راژوندي كړل ، په زيارت كي يې دجنډۍ پورته كيدل دود كړل او داخبره يې مشهوره كړه چي كوم ړوند سړى په دغه مراسمو كي ګډون وكړي بینا به سي. بالاخره دغه ورځ لمانځل عامه سوه په ټولو حكومتونو كي پرخپل ځاى پاته سوه آن تردې چي د افغانستان د ملى ورځو څخه وګرځول سوه .

په اسلام كي د نوروز منعه :

د كال لومړۍ ورځ چي په معاصر وخت كښي په ميلو او جشنونو لمانځل كيږي دا په حقيقت كښي لكه چي ومو ويل ذردشتيانو او مجوسيانو د اسلام د سپينو پلوشو د ځليدوڅخه وړاندي راپيل كړي ده كوم وخت چي د اسلام سپېڅلی دين وځليدﺉ نورسول الله (ص) داسي دوې ورځي وليدى چي يوه د نوروز په نامه وه اوبله د مهرنجان په نامه. نو رسول الله (ص) د دغه ورځو د لمانځلو څخه خلګ منعه كړل او دوى ته يې وفرمايل چي الله (ج) د دغه ورځو په بدل كي تر دغه غوره ورځي دركړي چي يوه د لوى اختر ورځ ده او بله د كوچنى اختر ورځ ده ځکه په يوه حديث کي راځي :

عن انس (رض) قال : قدم رسول الله (ص) المدينة ولهم يومان يلعبون فيهما فقال : ماهذان اليومان قالوا کنا نلعب فيهما في الجاهلية فقال رسول الله (ص) قد ابدلکم الله بهما خيرا منهما يوم الاضحى‌ و يوم الفطر .

ژباړه : انس (رض) فرمايي : رسول الله (ص) چي مدينې ته تشريف راوړى د مدينې خلګو په دوو ورځو کي خوشالۍ کولى رسول الله (ص) ورته وفرمايل : دا کومي ورځي دي ؟ دوى ورته وويل : موږ د جاهليه (کفر) په وخت کي په دغه ورځو کي خوشالۍ کولې. رسول الله (ص) ورته وفرمايل : الله (ج) دغه ورځي په دوو داسي ورځو سره در بدلي کړي چي تر دغه ورځو غوره دي يوه د لوى اختر ورځ ده او بله د کوچني اختر ورځ ده .

د پورتنى حديث په تشريح کي اشعة اللمعات ليکي چي دغه ورځي چي د مدينې خلګو لمانځلې يوه د نوروز ورځ وه او بله د مهرجان ورځ وه .

همدا ډول ملا علي قاري (رحمة الله عليه) د دغه دوو ورځو په تعين کي فرمايي :

وهما يوم النيروز والمهرجان .

ژباړه : هغه دوې ورځي (چي رسول الله ص منعه کړي دي) يوه د نوروز ورځ ده او بله د مهرجان ورځ ده .

رسول الله (ص) فرمايلي دي چي په دغه ورځو کي يعني دوو اخترو کي الله (ج) خلګو ته مغفرت کوي . رسول الله (ص) د داسي کارو څخه خپل امت منعه کړى دى چي د کفارو سره ورته والى پکښي وي لکه نوروز لمانځل ځکه رسول الله (ص) فرمايي :

من تشبه بقوم فهومنهم .

ژباړه: څوك چي د نامسلمانوخلګو سره مشابهت كوي هغه د هغي ډلي څخه دى .

نوروز لمانځل نه يوازي دا چي په ښکاره احاديثو سره يې منعه ثابته ده بلکي د ټولو علماؤ پرې اتفاق دى چي دغه ورځ لمانځل د کفارو دود وو او د کفارو دود راژوندى كول جائز نه دی ځکه فقهآء ليکي:

من خرج الي السدة اي مجتمع اهل الكفرفي يوم النيروزكفرلان فيه اعلان الكفركانهم اعانهم عليهم.

ژباړه . كه څوك د نوروز په ورځ د كافرانو ټولۍ ته ووتى كافردى ځكه دا اعلان د كفر دى ګويا دى د دوي سره پر نوروز باندي كومك كوي.

د كفرد حكم څخه موخه ډيرټينګار دى په دې باندي چي مسلمانان بايد د كفري كارو څخه لیري پاته سي . كه څوك د دوى دغه رواجونه په خپله ټولنه كښي دود كړي او دا كفري رواج ځانته رواج كړي دا به ترهغه ډيره بده وي ځكه چي محضي ورتګ يې دومره سخت منعه دی نو د دوى تقليد به څومره منعه وي او كه څوك د دغي ورځي دود ته په ښه دود ووايي د كفر ويره ده ځكه علي قاري ( رحمة الله عليه) فرمايي :

اذا اجتمع المجوس يوم النيروزفقال مسلم سيرة حسنة وضعوها كفر .

ژباړه : كوم وخت چي مجوسيان راجمع سي د نوروز په ورځ او يو مسلمان ووايي چي ښه خوى يې وضع كړى دى كافردى.

په بل ځاى کي راځي :

والاعطآء يوم النيروز والمهرجان لايجوز اي الهدايا باسم هذين اليومين حرام وان قصد تعظيمه کما يعظمه المشرکون يکفر قال ابوالحفص الکبير لو ان رجلا عبد الله خمسين سنة ثم اهدى لمشرک يوم النيروز بيضة يريد تعظيم يومه فقد کفر وحبط عمله .

ژباړه : د نوروز او مهرجان په ورځو كي ورکړه جائز نه ده يعني په دغه دوو ورځو کي ورکړه حرامه ده او که د چا موخه د دغه ورځو درنښت وو لکه مجوسيان چي یې کوي کفردى . ابوحفص کبير فرمايي : که چا پدغه ورځ کي د دې ورځي د درنښت په موخه يوه کافر ته يوه هګۍ ورکړه که څه هم پنځوس کاله يې د الله (ج) عبادت کړى وي هغه عبادت يې له منځه ځي او کافر کيږي .

چي د نوروز په نيت يې نه لمانځي:

الحمدلله افغان ولس مسلمان ملت دى د تاريخ په اوږدو کي يې د اسلام لپاره ويني توى کړى دي په هغه څه عمل کوي چي خپل سپېڅلى دين ورته لارښوونه کوي. پورتنيو لارښوونو ته که ځير سو يو داسي حقيقت راته ښيي چي د نوروز د روا والي لپاره هيڅ لاره نه پکښي پيدا کيږي. حاصل دا چي په دغه ورځ کي د دې ورځي په نيت هيڅ عمل نه دى روا . که څوک دا وايي چي موږ په دغه ورځ ميلې کوو پدې نيت يې نه کوو چي نوروز دى ، عمومي د خوشالۍ څرګندتيا کوو ، نو د داسي چا په اړه بايد وويل سي چي لومړى خو رسول الله (ص) عمومي منعه کړى ده په نيت پوري يې نه ده تړلې او زموږ د مذهب مخورو علماؤ هم مطلق د منعي پريکړه کړيده دهيڅ نيت لاره يې نه ده پکښي پري ايښي. نو موږ که په نيت ځان خلاصوو دا به يوازي ځان ته حيله جوړول وي او په حيله جوړولو سره سړى د ګناه څخه نه خلاصيږي . دوهمه خبره دا ده چي که فرضأ منعه رانسي او خلګ دغه ورځ لمانځي نو په څه شي يې لمانځي؟ عبادت کوي ؟ او که عبث کارونه کوي ؟ که عبادت کوي نو ولي يې په داسي ورځ نه کوي چي الله (ج) په هغه ورځ څو چنده ثواب ورکړى لکه دعرفات ورځ ، د عاشورآء ورځ او داسي نوري ورځي .

او که عبث کارونه کوي لکه سروزونه ( موسیقی ) اوريدل ، ورقي کول او داسي نور. د داسي چا لپاره بيا د جواز پيدا کولو اړتيا نسته ځکه دغه په خپل ځان کي حرام دي .

اللهم اعصمنا من جميع المعصيات

پاملرنه ! :بله خبره دا ده چي دا يو څرګند حقيقت دى چي نصارا تر دوه سوه كلنى جګړې وروسته پدې پوه سول چي مسلمانانو ته په نظامي جګړه سره ماته وركول شونې نه ده موږ ته پكاره ده چي يوه بله جګړه په كار واچو او د هغه جګړې په پايله كي دوى ته ماته وركړو. بالاخره دوى د ډيرو څيړنو وروسته فكرې جګړه تثبيت كړه او وې پتيل چي د همدې جګړې له لاري به مسلمانانو ته ماته وركوى او دوى له دې لاري تر ډيره بريده بريالي هم سول . دوى په دغه جګړه كي د سلاح څخه كار نه اخلي بلكي د شيطانت ، خپل منځني اختلاف اچولو او د مسلمانانو د خطاايستلو څخه كار اخلي. دوى په پيل كي په خپل شيطانت سره د مسلمانانو خلافت لمنځه يو وړ ورپسي .............. لنډه دا چي يو كار يې دا دى چي دوى په مسلمانانو كي داشى عام كړى دى چي تاسو به خپل دودونه را ژوندي كوﺉ ځكه دا ستاسو تاريخ دى ، دا ستاسو كلچر دى او دا ستاسو ادب دى. داخو ښه خبره ده چي موږ خپل ادب ژوندى وساتو خو پوښتنه دا ده چي كوم ادب وساتو ؟ اسلامي ادب وساتو ؟ که تراسلام وړاندى ادب وساتو ؟ اوكه د دواړو حالاتو ادب وساتو ؟ كه اسلامي ادب هدف وي نو نوروز لمانځل خو اسلامي ادب نه دى بلكي د اسلام په راتګ سره منعه سو لكه په تاريخ كي چي مو وښودل. كه تراسلام وړاندي ادب هدف وي نو تراسلام وړاندي خو موږ بتانو ته سجدې كولى بايد اوس يې هم وكړو ، تراسلام وړاندي خو موږ د اسلام دين نه مانه بايد اوس يې هم نه ومنو او تراسلام وړاندي خو موږ د مسلمانانو سره جنګيدو بايد اوس هم ورسره وجنګيږو .

كه د دواړو حالاتو ادب هدف وي نو موږ ولى د كفري حالت ادب ژوندي كولو ته دومره ليواله يو او د اسلامي ادب پر ژوندي كولو باندي ټوله بنده خوله پاته يو؟ د بيلګي په ډول زموږ مشرانو لكه ميرويس خان نيكه او احمد شاه ابدالي لنګوټې تړلي او ږيري يې لرلى، ولي داسى څوك نه سو پيدا چي داخبره وكړى چي لنګوټه او ږيره زموږ عنعنه اوكلچر دى بايد عملي يې كړو اووې لمانځو؟ پرته لدې چي اسلامي ارزښت يې په نظر كي ونيسو؟ ځكه دا خو زموږ كلچر هم دى . نومعلومه سوه چي دا كفري فكري جګړه ده ، غواړي چي لدې لاري يې د اسلام څخه ليري كړي او بيرته يې هغه كفري حالت ته ورټيل وهي او بيا يې ترخپل ګورت لاندي راولي .

په فکري جګړې باندي د پوره پوهاي لپاره د مؤلف د فکري جګړي په نامه باندي و پښتو ته ژباړل سوى کتاب مطالعه کړى
اوس به راشو دغه موضوع ته چه ١ نوروز څه شې دى او دچا اختر دى؟ او دوى ولى دغه اخترونه لمانځي؟

٢ د مسلمانانو اخترونه کوم دي؟

٣ د نوروز لمانځل شرعاً څه حکم لري؟

٤ نوروز د مجوسيانو )د اور عبادت کوونکو( اختر دى او که نه؟

٥ شيعه ګان دغه ورځ ولى لمانځي؟

٦ د مجوسيان کارونه هم په مسلمانانو کې رواج شوى دي او که نه؟

٧ مزارشريف ته تګ څنګه دى؟

٨ على رض قبر چيرته دى؟

٩ دغه کارونه شرعاً څه حکم لري؟

١٠ غوښتنه.

١. د اسلام نه وړاندى د کفارو دوه ورځې د اختر او خوشحالى وى يو ئي نوروز او بله ئي مهرجان وه.

نوروز فارسي ټکې دى يعنى نوى ورځ او د هجرى لمريز کال د حمل د مياشتې اولنئ ورځ ده او په دغه ورځ کال نوى کيږي او دغه ورځ د هغه کفارو اختر دى چې د اور عبادت کوي (مجوسو اختر دى) او مهرجان د ميزان د مياشتې اولنئ ورځې ته وائي په دغه دواړو ورځې ( نوروز او مهرجان) کې هوا معتدله وي نه يخني وي او نه ګرمي شپه او ورځ پکې برابره وي.

نو مخکني حکماوو دغه دوه ورځې د اخترونو او خوشحالى لپاره انتخاب او غوره کړى وى او د دغه وخت خلک حکماوو پسې روان شو نو پيغمبرانو دغه ورځې باطلى ګړيدي. (مرقات صــ ٥٤٣ جـــ ٣)

٢. د مسلمانانو اخترونه کوم کوم دي؟

دمسلمانانو اخترونه دوه دي ١. عيد الفطر (کوچنې اختر) ٢. عيدالاضحى (لوى اختر) دا دواړه ورځې مسلمانانو ته د نوروز او مهرجان په بدله کې ورکړل شويدي لکه په خديث کې راځي.

د انس (رض) نه روايت دى چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم مدينې منورى ته راغې د مدينې خلکو دوه ورځې د ميلى، لوبو او خوشحالې وى ( نوروز او مهرجان) نو نبى عليه السلام وفرمائيل چې دا دوه کومې ورځې دي؟ انصارو ووئيل چې په دغه ورځو مونږه په جاهيليت کې ميلې او لوبې کولې نو نبى عليه السلام وفرمائيل چې ددغې ورځو په بدل کې الله جل جلاله د خوشحالې دوه نورې ورځې درکړيدي چې يوه د کوچني اختر ورځ ده او بله ئي د لوى اختر ورځ ده. (ابوداود، مشکوة، ترمذي، نسائى او مرقات صـــ ٥٤٣ جـــ ٣)

٣. نوروز لمانځل شرعاً څه حکم لري؟

حرام دى ١. چې په حديث کې ښکاره مؤمنان ددغه ورځو د لمانځلو نه منع شويدي. ٢. دغه ورځ لمانځل د مجوسو ( داور د عبادت کوونکو) سره مشابهت دى او پيغمبر عليه السلام فرمائي چې ( من تشبه بقومٍ فهو منهم) چاچې د کوم قوم او مذهب سره مشابهت وکړو هغه هم د دوي د ډلې څخه دى. (ابوداود)

او مشابهت مختلفې طريقى او صورتونه دي يو د هغو نه مشابهت په عبادت عادت او اخترونو کې دي نو دا ګناه او حرام دي.

٣. قرانکريم کې الله جل جلاله فرمائي چې(واذا مرو باالغوا مرو کراما) کله چې په بيهوده او ناروا ځايونو تيريږي نو ځان ترې ساتې.

٤. بل ځاى کې الله جل جلاله فرمائي چې (والذين لايشهدون الزور) (سورة فرقان ايت ٧٢) ژباړه: مؤمنان هغه کسان دي چې دروغو ته نه حاضريږي.

استدلال:ددى ايت نه لاندې ابن کثير صـ٤٥٢ جـ٢، قرطبى صـ٦٢ جـ ١٣ ليکې چې مراد د زور نه د کافرانو اخترونه دي لکه نوروز، مهرجان، کريسمس وغيره.

٥. عبدالله بن عمرو (رض) فرمائي چې څوک د مشرکانو په وطن کې اوسيږي او دهغوي سره د نوروز اومهرجان ورځې لمانځي او په دغه حالت کې مړ شو نو د قيامت په ورځ به همدوي سره راپاڅيږي. (بيهقي صـ ١١٣ جـ ١٤)

د حديث څخه دوه خبرې معلوميږي.

١ مسلمانان بايد د کافرانو په وطن کې استوګنه غوره نه کړي.

٢ البته که دضرورت په وجه وي نو بيا بايد اخترونو او مذهبي ورځو لکه نوروز، کريسمس کې برخه وانخلي که چا دغه کار وکړ نو د قيامت په ورځ به د کفارو په صف کې راپاڅيږي.

٦. اميرالمؤمين عمرفاروق (رض) فرمائي چې د کافرانو د عبادت ځايونو ته د هغوى د اخترونوپه ورځو کې مه ورځې ځکه په هغوې قهر او غذب نازليږي او يو بله ويناء د عمر (رض) چې د الله تعالى دښمنانو نه ځان وساتې او په اخترونو کې برخه مه اخلې. (سنن کبرى للبهقى صـ١١٣ جـ ١٤)

٧. دليل: على (رض) ته د نوروز په ورځ څه شريني خواږه شيان وړاندى شو يا څه ډالى ورکړل شوه نو على (رض) پوښتنه وکړه چې دا د څه شي ډالۍ ده نو خلکو ورته وويل چې د نوروز ډالۍ ده نو على (رض) رد کړه چې زمونږه هره ورځ نوروز ده. ( بيهقى صـ١١٤ جـ ١٤)

٤. دغه ورځ د مجوسيانو اختر دى او دغه اعمال کوي.

١ اختر ٢ ميلې ٣ نوى جامې اغوستل ٤ دکور نه بهر لرى ځايونو ته تلل ٥ خپلوانو کورنو ته تلل ٦ ښه خوراکونه کول ٧ دوستان يو بل ته تخفې ډالۍ کول ٨ رخصتي کول ٩ زيارتونو ته تلل ١٠ ښځې د کورونو څخه وتل ١١ سندرې اوريدل ١٢ بازارونو ته تلل ١٣ ددى ورځې عزت او قدر کول او داسې نور. (البدايه والنهايه صـ٢٣٣ جـ١١، تاريخ الحالفاء صـ٢٧٤)

٥. شيغه ګان او اريانيان دغه ورځ ولې لمانځي؟

ځکه چې ددوى په فکر په دغه ورځ د حضرت عثمان (رض) په شهيد شويدى او خلافت على (رض) ته په لاس ورغلې دې نو د عثمان (رض) په شهادت خوشحالي ښکاره کوي. (مرقات صـ٥٤٤ جـ ٣)

او بل اريانيان اصلاً او نسباً فارسيان دي ١٤٠٠ کاله د مخه دوى د اور عبادت کولو هغه اثر اوس هم په دوي کې شته او پورتني ټول بدعات، ګمراهي، ناروا اعمال دوي کوي او دعلى (رض) مزارونو ته ورځي او هلته ميلې کوي.

٦. د مجوسو او شيغه ګانو کارونه په ساده مسلمانانو کې هم رواج شويدي.

بعضې ساده مسلمانان لا څه چې هم دغه کارونه کوي يا خو خقيقي پوهه نلري او دخپل دين څخه خبر نلري او يا د هغوي سره څنګ کې اوسيدنه او د هغوي کلتور او عنعنې پرى اثر کړيدې.

بعضې ورونه وائي چې مونږه ئي د کال اولنې ورځ په نيت کوو نه د اختر په نيت.

ځواب: ١. اصلاً اسلام ، قران او سنت کې شمسي يا لمريز کال نشته لکه هجري قمري کال دى مسلمانان او اسلامي حکومتونه بايد خپل تاريخ اسلامي کال (هجري قمري) مقرر کړيدى لکه د قران او سنت او د دين د کتابونو دا خبره جوته او ښکاره ده.

٢ او بل مشابهت منع دى که تاسو په هر نيت کوى لکه پورته بيان وشو.

٧. په نوروز کې افغانان مزارشريف ته ځي او جنډه پورته کوي ميلې کوي دا کار ثواب ګڼي دا کار منع دى ګناه ده.

د على رضى الله عنه مزار چيرته دى؟

على (رض) مزار په کوفه کې د حسن (رض) او حسين (رض) د خوارجو د ويرى نه په خپل کور کې دفن کړ.

دعلى(رض) فرضې مزارونه:

د شيعه ګانو او ساده مسلمانانو دا فکر دى چې د على (رض) قبر به بلح ولايت کې دى چې په مزار شريف مشهور دى دا خقيقت نلري هسې افواه افسانه ده على (رض) مزار په کوفه کې په عزى نوم ځاې په مقبره کې دى (تاريخ للندوى صـ ٥٢٢ جـ ١ او البديه)

البته کيداى شي چې د الله ج کوم ولى او بزرګ وى خو على (رض)ندى د بعضو پښتنو دا فکر دى چې په يوه پښتونخوا خيبر ايجنسې ته على (رض) راغلى دى هلته يو جومات دى د على مسجد په نوم او هغه علاقه هم په دغه نوم مشهوره ده او هلته على (رض) ناسته کړيده او جهادونه ئي کړي او خيبرى سره مقابله کړي او هلته يو لوى ګټ دى وغيره دا ټول دروغ دي او دا خيبر هغه خيبر ندى کوم چې على (رض) فتحه کړى بلکه فتحه شوى خيبر عربستان سعودي کې دى. مزار شريف کې جنډه پورته کول دا يو بدترين بدعت دى ګمراهي ده که چا هغه حالات ليدلي چې هلته د جنډى په وخت کې يا د نوروز په ورځو کې بلح مزار کې کيږي نو پوه به شې چې دا يو ګناه نه بلکه په ډيرو ګناهونو مشتمله ده لکه بى حيائي هلته هوټلونو کې زناءګانې، لواطت، رقص او سرود، ښځې لوڅې ګرځيدل او داسې نور.

دغسې کارونه کول اخترونه لمانځل و ميلو ته ورتلل څه حکم لري؟

دقران او سنت په رڼا کې دا خبره جوته شوه چې د کافرانو اخترونه لمانځل، برخه پکې اخيستل، پرى خوشحاليدل پورته ذکر شوى رسمونه بدعات کول او دغه شان ميلو ته تلل حرام دي ګناه ده د الله (ج) د قهر او غضب باعث او سبب ګرځي.

علماء څه فرمائي؟

١ ملاء على قاري رح خنفى چې زمونږه د مذهب يو لوى عالم دى فرمائي چې د حديث نه ثابتيږي چې د نوروز او د مهرجان د ورځو عزت، قدر او احترام کول منع دي.(مرقات صـ٥٤٣ جـ٣)

٢ ابوحفص کبير حنفى رح فرمائي چې چا د نوروز د ورځې د عزت په خاطر يوه هګۍ مشرک ته ډالۍ کړه نو دى کافر شو او اعمال ئي برباد شو.(مرقات صـ٥٤٢ جـ٣)

٣قاضى ابوالمحاسن حسن بن منصور حنفى رح فرمائي چې چا د نوروز د عزت په خاطر داسې شې واخيسته چې په نورو ورځو کې نه اخيسته او دنوروز د تغظيم په خاطر څه شې چا ته ډالۍ کړ نو کافر شو اوکه هدف ئ

د اخيستنې نه خوراک رزق پراخې او هدف ئي د ډالۍ نه مينه او محبت وو نو مکروه تحريمې دى ځکه مشابهت دى د کفارو سره ځان ترى نه ساتل ضروري دي.( مرقات صـ٥٤٤ جـ٣)

حافظ ابن حجر رح فرمائي چې د شيعه ګانو په شان په دغه کنده د ګمراهې کې د مصر خلک هم غورزيدلى چې د نوروز تعظيم کوي. (مرقات صـ٥٤٤ جـ ٣)

زمونږه علماء وائي چې پدغه کنده د ګمراهى کې د افغانستان خلک غورزيدلى. ١ دناپوهې د وجه ٢ د شيعه ګانو د کلتور د اثر لاندى راغلي ٣ ښځې پرى زرورى شي او ميلې پرى جوړى کړي او ښى جامې او خوراکونه پرى واخلي. (مرقات صـ٥٤٤ جـ٣) اکثره رواجونه بدعات په ښځو کي وي.

غوښتنې :

١. مؤمنان بايد د دغې کفري، ګمراهى ناروا کارونو نه ځانونه وساتي او دوى پر ځاى بايد هغه اخترونه ولمانځو چې شريعت اجازه ورکړي وي لکه کوچنې او لوى اختر .

٢. مؤمنان د نهى عن المنکر د عملي کولو په خاطر نور مؤمنان هم وهڅوي چې دا کارونه ونه کړي

فارغ ليسه مجاهد در پشاور واسلاميك ينورستي در اسلام آباد

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید

پيام‌ها

  • کاکر صیب ته سلام

    با تعجب میبینم که نام این حقیر و این بیسواد هم در نوشته شما ذکر شده است - ما را واقعا که افتخار بخشیدید

    در رابطه به نوشته شما باید بگویم که من به همان حرف سابق خود ایستاده ام که از آیات قرآنی و احادیث نبوی در طول تاریخ اسلام علما و ملا ها ، آخوند ها و غیره تعبیر های مختلف کرده اند

    ذرقاوی میگوید انتحار در اسلام روا است ولی رئیس الازهر مصر این نوع حملات را خلاف تمام اساسات اسلام میداند

    حالا ما چه کنیم و کدام را قبول کنیم حرفی است که باید به وجدان و دریافت خود یک مسلمان از اسلام و اصول آن باید گذاشته شود.
    با احترام

    صالح محمد برفکوچ

    • دانشمند گرانقدر محترم برفکوچ سلام الله علیک!
      طوریکه میدانید در دین اسلام ابراز نظریات مخالف وموافق درانحصار کدام طبقهء مشخص نیست. هدف من ازکوبیدن ویس ناصر این است که جمعیت اسلامی درعمل یک تنظیم قوم گرای فارسیست است که دم اش زیر پای ایرانیست های متعصب دربیرون بند است اما برهان الدین ربانی وخوجه انصاری وناصری پردهء اسلام را به روی خویش کشیده اند. شما حق دارید که درمورد نوروز نظرخاص خودرا داشته باشید اما جمعیتی ها زمانیکه پول وپیسه وریال عرب ها را درپاکستان میگرفتند آیا آنوقت هم درتجلیل نوروز به همین اندازه مشتاقان نوروز وخلط نمودن نوروز با شعایر اسلامی بودند یانه؟
      جواب منفی است، آنوقت جمعیتی با عرب ها یکجا برضد بدعتها مبارزه میکردند وکوجکترین عمل ضد عربی را برچسپ کفر وشرک میزدند.
      درکتاب نبی عظیمی بنام اردو وسیاست مراجعه کنید که خود نبی عظیمی ازقول یکی ازارتباطی های خود ازیک مهمانی برهان الدین ربانی وعبدالله عزام پرده برداشته است که اوج تعصب مذهبی جمعیتی ها را آشکار میسازد. و آن این است که: ربانی وعبدالله عزام در آن ضیافت بخاطر اینکه صاحب خانه، ریش خودرا تراشیده بود ازخوردن طعام امتناع ورزیده بودند. تا اینکه صاحب خانه توبه کرده و تعهد سپرد که وی ریش خویش را میگذارد آنگاه عبدالله عزام وربانی به خوردن طعام شروع کردند.
      مقصد این است که برای اینگونه اشخاص نوروز واحکام اسلامی ودرمقابل آن عنعنات ملی وغیره فقط وسیلهء شهرت وقدرت است طوریکه خود ویس ناصری درسایت یوتوب درمناظره با صدیق چکری اعتراف کرده است که:
      استاد ربانی حتی با اسرائیل هم رابطه برقرار کرده بود وبخود ویس ناصری این موضوع را گفته بود. پس شما درنفس حلال بودن ویا حرام بودن نوروز زیاد فکر نکنید شما این جواب را بدهید که آیا ویس ناصری مجوسی است یا مسلمان؟
      ازچه وقت به اینطرف وی بحیث یک جمعیتی مکتبی معتقد به این شده است که نوروز تجلیل کردن یک امر مباح است؟
      شما دریکی ازپیامهای تان ازقول ناصر مکارم شیرازی نوشته اید که روحانیون شیعه درایران هم برضد تجلیل روز نوروز میباشند اما من برای تان میگویم که این صرف تبلغیات رسانه ئی است. ایران وخرافات شعیه ایزم آنقد باهم گره خورده اند که جدا کردن آن کار ناصر مکارم شیرازی ویک تعداد روحانیون محدود دیگر نیست. امید وارم که ازنکته های علمی وضرب المثل های نغز ترکی تان مارا محروم نگردانید
      تشکر لر
      شبیر کاکر

  • آقای کاکر صیب

    من با این نوشته اخیر شما صد فیصد موافق استم. جمعیتی های شیطان نه تنها که نوکر اند بلکه خیلی نامرد.

    این نامردان خود در اختیار کامل آخوند های جنایت پیشه بودند ولی از بزک پنجشیر مسعودوف تا عبدلله مربع دیگران را نوکر ازبکستان ، ترکیه و ایران خطاب میکردند

    موفق و سلامت باشید

    بیر کیتابدا اوخوموشدو:
    "قاچماق هرزامان ایشه یاراماز
    زمانیندا دایانماق گرک "
    دایاندی .
    قاچانلار
    ووروب ییخدیلار.....

    درکتابی خوانده بود:
    "دویدن همیشه راه گشا نیست
    به وقتش باید که ایستادن "
    ایستاد.
    دوندگان
    از او گذشتند و بر زمینش انداختند ....

  • khodaya een hardo ra ba rahe rast hedayat kon

    ameeeeeeeeeeeeeeeeeeeen

    • اقای صالح با شما کاملا همنظر هستم. نه تنها جمعیت بلکه تمام این تنظیم ها جنایتکاران و چپاولگرانی بیش نیستند. اما عقاید اقای کاکر در مورد جشن نوروز بسیار تنگ نظرانه و دور از انصاف است که هر فردی را مجبور به بلند کردن صدای اعتراض کند.
      اقای کاکر:
      شما اختیار دارید به نوروز به کدام چشم مینگرید. از چشم بصیرت و منطق و یا چشم چند بدوی بیسواد و بیابانگرد. ما از نوروز مانند صد ها سال گذشته چون نیاکان خویش تجلیل شایسته خواهیم کردو مقدمش را گرامی خواهیم داشت. ما معتقدیم ملتی زنده است که دارای هویت است و هویت مان هم فرهنگ مان است.

    • اقای صالح با شما کاملا همنظر هستم. نه تنها جمعیت بلکه تمام این تنظیم ها جنایتکاران و چپاولگرانی بیش نیستند. اما عقاید اقای کاکر در مورد جشن نوروز بسیار تنگ نظرانه و دور از انصاف است که هر فردی را مجبور به بلند کردن صدای اعتراض کند.
      اقای کاکر:
      شما اختیار دارید به نوروز به کدام چشم مینگرید. از چشم بصیرت و منطق و یا چشم چند بدوی بیسواد و بیابانگرد. ما از نوروز مانند صد ها سال گذشته چون نیاکان خویش تجلیل شایسته خواهیم کردو مقدمش را گرامی خواهیم داشت. ما معتقدیم ملتی زنده است که دارای هویت است و هویت مان هم فرهنگ مان است.
      ماما فرید

  • ماما جان گرامی

    تشکر از شما.

    خدمت عرض کنم که آقای کاکر صاحب شخص واقعا دانسته ، پر معلومات و تحصیل کرده اند و تنگ نظر نمیباشند

    فقط طوریکه قبلا عرض کردم هر کس از قران وحدیث برخورد مستقل دارد که باید قابل احترام بود حتی اگر قابل قبول نباشند.

Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس