صفحه نخست > دیدگاه > لر و بر دوه افغان که يو افغان؟

لر و بر دوه افغان که يو افغان؟

افغانستان کې د برتانوي هند نمايندګان
جمعه خان صوفي
پنج شنبه 22 دسامبر 2011

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

(اومه برخه)

ډير خلک په دې نه دي پوهه چې افغانستان کې د برتانوي هند نمايندګان د پخوا راهيسې موجود وو او خپل کارونه به يې سر ته رسول. زه په دې هکله دغه ﻻندې فهرست ترتيبوم چې معلومه شي، څو ک څوک وو؟

د ۱۸۵۶ خوا وشا نه واخلې تر ۱۹۴۷ پورې دهند حكومت او برتانيې حكومت نمايندګان
١۸۵۶- ۷۸ پورې بومي وكيلان:
معلوميږي چې لومړى وكيل په ۱۸۵۶ كې د ۱۸۵۵ د امير دوست محمد خان له خوا د سردار غلام حيدر خان او د ګورنر جنرال له خوا سر جان لارنس لاسليك شوې معاهدې له رويه وټاكل شو. د پيښور د تړون د اومې مادې له مخې د برتانې د حكومت له خوا په كابل كې د بو مي وكيل دمقرټاكنې اختيار وركړل شو. دغه وكيلان به تل هندي مسلمانان بلكه د ملتان پښتانه (درانيان) وو.
1. نواب فوجدار خان (۱۸۵۶- اپريل ۱۸۵۹)
2. غلام حيدر خان عليزى (۱۸۵۹- ۱۸۶۵)
3. بختيار خان، مسوول منشي (فروري ۱۸۶۴- جنوري ۱۸۶۸)
4. عطا محمد خان خوږياني (په ډيرو كې پخوانى ايكسټرا اسسټنټ كمشنر. ۱۸۶۵ كې و ټاكل شو خو جنوري ۱۸۶۵ پورې نه و تللى) ۱۸۶۵- ۱۸۷۸

1882-1919 پورې د هند د حكومت مسلمان ايجنټان (نمايندګان)

1. سردار مجمد افضل خان، CSI خان بهادر، د بنګال د رسالې Cavalry نه، جون ۱۸۸۲- جون ۱۸۸۵
2. سردار ميرزا عطا ء الله خان، د بنګال رساله، CSI2 ۱۸۸۵ – جولايي ۱۸۹۱
3. سردار محمد خان ګنډاپور، جولايي ۱۸۹۱ – ۱۸۹۴
4. محمد عزت خان، منشي(مسوول) دسمبر ۱۸۹۴
5. محمد اكرم خان، د بنګال رساله (كيولري Cavalry) دسمبر ۱۸۹۴ – ستمبر ۱۸۹۵
6. مولوي غفور خان، د لكنوو پخوانى ډپټي چيف كلكټر (ماليه ټولونكى) ۱۸۹۷ – ۱۹۰۰
7. حافظ محمد نوازخان ، د بنګال رساله، مارچ ۱۹۰۰ – ۱۹۰۳
8. ملك خدا بخش ټېوانه د شاپور(دپنجاب صوبايي ملكي سروس نه) جولايي ۱۹۰۳ – ۱۹۰۷
9. فقير سيد افتخار ا لدين، مارچ ۱۹۰۳ - ۱۹۰۷
10. ملك طالب مهدي خان، په بهاولپور رياست كې پخوانى د مستفيت غړى، جولايي ۱۹۱۰ – نومبر ۱۹۱۳
11. حافظ سيف ا لله خان، كندهار كې پخوانى نماينده چې بلو چستان كې يې ډير كلونه خدمات سر انجام كړي وو، نومبر ۱۹۱۳ – ۱۹۱۹

۱۹۲۲ نه تر ۱۹۴۷ پورې برتانوي منسټران (وزيران يعنې ټيټ رتبه سفيران)

د ۱۹۲۱ افغان-انګلېس تړون ددواړو هيوادونو تر منځ د سفارتي (دېپلوماتېك) نمايندګانو د تبادلې دپاره زمينه برابره كړه. كابل كې برتانوي منسټران (سفير نه ټيټ) تعلق به هندي ملكي سروېس سره وو چې خارجه چارو وزارت به ټاكل. د خارجه چارو وزارت له خوا د برتانوي منسټر ټاكل ددوو برابرو ځواكونو متقا بل اړيكې څرګندوى و. ددې دپاره چې د افغاني خوا خواهش يې سرته رسيدلى وي، په كابل كې منسټر به په رسمي توګه خارجه وزارت ټاكلو او دغه پو سټ به د خارجه وزارت په لېسټ كې موجود و ليكن په اصل كې دغه پوسټ هندي سياسي ډيپارتمنټ سره اړه درلوده او هغوى به تمويلولو او تر ۱۹۴۹ پورې هندي سياسي سروېس افسرانو چې د هند حكومت او د هند دپاره وزير به خوښولو، له خوا ډكيدلو. بايد ټينګار وشي چې په كابل كې برتانوي نمايندګي د سفارت برابر نه وه بلكه دې ته به يې دسفارت په ځاى حقوقي نمايندګي (Legation) وې او مشري به يې سفير نه بلكه منسټر كوله. دغه شان خارج کې افغاني نمايندګۍ هم د سفارت نه ټيټې وې.

۱۹۲۲ نه ۱۹۴۹ پورې نماينګان
1. Lt-Col Sir Francis Henry Humphrys, KBE, CIE Jan 1922 - Feb 1929
ډګروال سر فرانسس هنري همفريز (جنوري ۱۹۲۲ – فبروري ۱۹۲۹)
2. Sir Richard Roy Maconachie, KBE, CIE Dec 1929 - Mar 1935
سر ريچارډ رايې ميكوناچي (دسمبر ۱۹۲۹ – مارچ ۱۹۳۵)
3. Lt-Col Sir William Kerr Frazer Tytler, KBE, CMG, MC Mar 1935 - Aug 1941
ډګروال سر وليم كر فريزر ټېټلر (ماچ ۱۹۳۵ – اګست ۱۹۴۱)
4. Sir Francis Verner Wylie, KCSI, CIE Aug 1941- Jul 1943
سر فرانسسس ورنروائيلي (اګست ۱۹۴۱ – جولايي ۱۹۴۳)
5. Sir Giles Frederick Squire, KBE, CIE Jul 1943 - Sep 1949
سر جايلز فريډرېك سقواير (جولايي ۱۹۴۳ – سپتمبر ۱۹۴۹)

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید

پيام‌ها

  • برادر ان اگر میشود این مطلب را کسی به فارسی (زبانی که که همه اقوام افغانستان آنرا میدانند) ترجمه نماید تا همه بدانند که این برادر چه میخواهد بگوئید

  • da che waye lar aw bar pade mafhoom da che yaw na de dwa de, yaw lar aw bol bar , yaw de pakistan aw bol de afghanistan

    ok

Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس