Kabul Press, World Media Home, Associated with RAHA in exile

 

 

No Censorship!

Letter to Editor

RAHA PEN CLUB, Afghanistan Centre

English

Portuguese

Spanish

Pashto

E- Afghanistan/Web Hosting

پر خواننده ترين سايت اينترنتی افغانستان

کابل پرس من!

برای مطالعه ی تازه ترين اخبار جهان اينجا را کليک کنيد

خبری، تحليلی و انتقادی

کابل پرس می خواهد تحولی در عرصه ی ژورناليزم افغانستان باشد

 

په ولسي جرګه

كې  د اختلاف

اصلي محورونه

نذير احمد سهار

په دې وروستيو كې د وكيلانو د ځانګړو،ګوندي،سياسي او... سليقو او انتخابونو له امله په ولسي جرګه كې د بې باورۍ فضا واكمنه شوېده. د بې باورۍ او ځانګړو سليقو دپالنې او تبليغ  پروسه د ولسي جرګې له رييس ټاكنې رانيولې د وزيرانو تر باور رايو پورې په پرله غښتې بڼه پرمخ يووړل شوه.

 د وړانديز شويو وزيرانو تاييد او ترديد،يا د باور رايې په اړه تر رسمي ناستې مخكې د وكيلانو ځانګړې ناستې اوپه هوټلونو كې د مېلمستياوو جوړول ددغو بې باوريو تر ټولو جوتې بېلګې دي.

د اساسي قانون د ۱۰۶مې مادې د تفسير او تعبير پر سر د وكيلانو اړخنيوى د بې باوريو اوج و، دغه اوج د خلكو هغه هيلې او ارمانونه تر سيوري لاندې راوستل،چې د خپلو وكيلانو له لارې يې پر چارواكو د عملي كولو تمه درلوده. پر ځانګړو موخو د وكيلانو وېش په ولسي جرګه كې د قومي او ژبنيو تمايلاتو تر ټولو بد او تت تصوير وو. د دريو پښتنو وزيرانو په وړاندې د غير پښتنو او يوې ځانګړې كړۍ د وكيلانو منفي دريځ او د ۱۰۶مې مادې ټينګاري تعبير او تفسير د پښتنو وكيلانو ترمنځ هم د ملت پالنې روحيه راوپاروله. د اړخونو دغې روحيې او پارېدنې دومره اوج واخست،چې خبره لفظي – فزيكي جګړې ته ورسېده.   

د وكيلانو ترمنځ د بېلابېلومسايلو پرسر ستونزې ټوكېدل  او دوه اړخيز او درې اړخيز وېش څو لاملونه لري:

ګوندي تمايلات:

د ولسي جرګې او مشرانو جرګې يا په ټوليز ډول د ملي شورا په تركيب كې د هرې ډلې استازي ځايول شويدي. دغه استازي د خپلو اړوندو ګوندونو په سياسي،مالي ،جغرافيايي او بشري ملاتړ پارلمان ته راغلي دي. په پارلمان كې د اړوند ګوند د پاليسيو،ګټو او موخو پلي كول يوه جبري غوښتنه ده، چې ګوند او د ګوند تعهدات يې ترې غواړي. ډېر داسې وكيلان هم شته،چې د متنفذو  ټوپكواكانو يا د نشه يي توكيو د مافيايي ډلو په مرسته او نفوذ يې د پارلمان څوكۍ ته لاره كړېده.حتما هر وكيل به د خپلې ډلې او ګوند ګټې په پام كې نيسي، كله،چې بېلابېل ګوندونه په بېلابېلو موخو،عقايدو او الواكونو د مسايلو په پرېكړو كې برخه اخلي، د نظرونو او پرېكړو ترمنځ به خامخا ټكر راځي.

قومي او ژبني تمايلات:

له ولسمشريزو ټاكنو رانيولې تر پارلماني او د ولايتي شوراګانو ترټاكنو پورې ډېرى ټاكنيزې منډې ترړې پر قومي او ژبنيو روحيو راڅرخېدې. كانديدانو او د كانديدانو جغرافيايي موقعيت او نفوذ ته په پاملرنې سره د هغوى رايكچه دا په ډاګه كوي،چې د افغانستان په ډېريو سيمو كې د ټاكنو بهير پر قومي او ژبنيو بنسټونو رامنځته شو. څومره،چې ځينو دين او مذهب د سياست وسيله وګرځول، په همغه كچه قوم او ژبه هم د سياست وسيلې وګرځېدې. دا يو واقعيت دى،چې په هيڅ وجه هم څوك سترګې نشي ترې پټولاى.

هغه كسان ،چې د قومي او ژبنيو روحيو پر بنسټ پارلمان ته راغلي، په ډاګه يې وينو،چې پارلمان د ژبنيو او قومي تربګنيو په لور څكوي. د ژبې او قوم ټيكه داران معمولا هغه كسان دي،چې په نورو لارو يې پارلمان ته د راتګ چانس له لاسه وركړى او ژبه او قوم يې د وروستۍوسيلې په توګه كارولي دي.

د پارلمان څو اړخيز وېش او د وكيلانو بېلابېل اړخنيوى دا په ډاګه كوي، چې په پارلمان كې يو داسې سياست پرمخ وړل كيږي، چې بنسټ يې د ملي ګټو او موخو پرځاى پر قومي او سيمه ييزو ګټو  او موخو راڅرخي. د وزيرانو د باور رايو پرمهال دا مساله تر ټولو ډېره بربنډه شوه.

عقيدوي اړخونه:

دا به خپله نېكمرغي وبولو،چې پارلمان مو په عقيدوي لحاظ تر ډېره بريده همغږى برېښي. كه څه هم ځينې تمايلات شته، چې د شته  څرګندو  ګواښونو له امله يې د برسېرنتوب شونتيا كمه برېښي، خو كله كله په شعوري يا غير شعوري ډول دغه تمايلات راجوتيږي. په پارلمان كې د اسلامپالومجاهدينو او منځلارو ترڅنګ ډېر ځله د اختلاف اصلي محور تېرې كړنې يا د دواړو اړخونو په وينا( جنايتونه) دي، چې كله كله د اړخوتو ترمنځ د شخړو لامل هم ګرځي.دغه شخړې ډېر ځله د ځينو مغرضو وكيلانو له خوا رابرسېره كيږي.

د رئيسه پلاوي كمزوري:

د ولسي جرګې مشر او د رئيسه پلاوي ځينې غړي ددغو اختلافونو تر ټولو محوري، خو پټ او مرموز لوبغاړي دي. د رئيس په ګډون د رييسه پلاوي غړو په تېرو څو مياشتو كې د خپلو ځانګړو ناستو او په علني ډول د جرګې په غير سستماتيك يون كې تر ټولو ډېر رول و لوباوه.

كله،چې يونس قانوني د ولسي جرګې د مشر په توګه ټاكل كېده، په وړاندې يې استاد سياف د يوې دولت پلوې ډلې په توګه راوړاندې شو. دغه ډلبندي د ولسي جرګې د رياست تر ټاكنو مخكې هم محسوسېده، خو په وروستيو غونډو او د وزيرانو د باور رايو په بهير كې بيخي په ډاګه شوه. درېيمه ډله هغه كسان دي، چې تر ډېره له دواړو لوريو سره مخالفت كوي او ځينې خو ( لكه ښاغلى  بشردوست) له څېلمې پر منفي اړخنيويو ټينګار كوي.

كله،چې د ولسي جرګې په رياست كې د ګوند او....تمايلات رابرسېريږي، د انو بيا حتمي ده،چې وكيلانو ته به هم سرايت كوي او د اصلي محور له اړخه د تمايلاتو ددغه بې جلبه سرايت مخنيوى او كنټرول د رييس او رييسه پلاوي د غړو له توانه وځي. ډېرى وكيلان شكايت كوي، چې رييسه پلاوى زياتره هغو كسانو ته د خبرو كولو او نيوكو وخت وركوي،چې ددوى په طبع جوړ وي، يانې ګونديان او همغاړي يې وي.

د رييسه پلاوي او په خپله د رييس تر ټولو ستره ستونزه داده، چې ډېر ځله د ولسي جرګې كنټرول نور خلك ترې اخلي، نور خلك ښايي ددوى استادان،همفكره او ګوندي پلويان واوسي. په تېرو څو ورځنيو شخړو كې د غيرمستقيمې واك اخستنې دغه ستونزه په ترا ډول ليدلاى شو.

د ولسي جرګې د كنټرول واك هغه مهال لېږديږي،چې دوه مخالف اړخونه يو پر بل نيوكې كوي او د يوه هغه نيوكې د رييسه پلاوي له هيلو او غوښتنو سره تطابق وكړي. رييسه پلاوى نشي كولاى په نېغ ډول هغه نيوكې وكړي، چې ددوى زړه يې غواړي، ځكه په دغو نيوكو كې ښايي ځينې  داسې څه هم وي، چې بنسټ به يې پر ګوندي،ژبنيو او سيمه ييزو توپيرونو جوړيږي، خو كله،چې همفكره كس راپورته كيږي او له خپل سټېج نه د دوى د موخو او ګټو د خونديتوب هڅه كوي، مخنيوى يې هم بيا ناځواني ده!!.

مشخصه ايجنډا؟

له كړنلارې او پارلماني اصولو سره سم ولسي جرګه د يوې ځانګړې ورځنۍ ايحنډا له مخې كار كوي. دغه ايجنډا بايد په هيڅ ډول له نورو مسايلو سره ګډه نشي. له بده مرغه زموږ دولسي جرګې د ايجنډا په برخه كې دغسې پرله غښتيا ډېره لږ ترسترګو كيږي. پر مشخصه ايجنډا او د ايجنډا له مخې پر مشخصو مسايلو بحث وكيلانو ته دا واك وركوي، چې د مسالې په اړه معقولې طرحې، نيوكې، دريځونه، وړانديزونه او پرېكړې وكړي. كله،چې ايجنډا يوڅه وي او وكيلان پر نورو مسايلو سرشي د جرګې نظم او د ايجنډا اصلي محور له منځه وړي. د ولسي جرګې د وړمنۍ ورځې اخ وډب د دغې مسالې روښانه بېلګه ده. هلته ايجنډا پر مالي بوديجه بحث و، خو خبره د غويي اتمې، جنايتكارانو او مجاهدينو ته ورسېده. له ايجنډا نه د وكيلانو دغسې وتل او بېځايه پر څو تكراري خبرو شخوند وهل اصلا د ولسي جرګې له اصولو او كړنلارو سره سرنه خوري. د ايجنډا موضوع مالي بوديجه وه او د بوديجې پاس كول او پر هغې بحث ډېر اړين وو، ځكه د دولت ټولې پروژې د همدغو بوديجو په تمه دي، كه دا هره ورځ په بېځايه شخړو او لانجو شاته غورځول كيږي خدايزده،چې ۱۹ مو شل كړي وي!

له پارلماني كولتور سره ناروږديتوب:

د نړۍ پارلمانونه د ځانګړو كړنلارو له مخې عمل كوي. په دغو كړنلارو كې د بيان ازادي، متقابل درنښت، د نيوكو زغم، د وكيلانو د شخصيت او حيثيت خونديتوب او....ټول په پام كې نيول كيږي. كله،چې دزغم او دوه اړخيز درنښت نشتوالى او پر نورو د خپل نظر تپل وده كوي پارلمان به خامخا له ګډوډيو او تربګنيو سره مخ كيږي. دغه مهال رغنده نظرونه او طرحې د شخصي عقدو قرباني كيږي او پر داسې څيزونو پرېكړه او هوكړه كيږي،چې اساسي او بنسټيزو مسايلو ته ځواب نشي ويلاى.

تېرو څو ورځنيوشخړو د وكيلانو زغم او پارلماني كولتور ښه په ډاګه كړ. د پارلمان هر غړى د ولس استازى دى، دا كه جنايتكار بولئ او كه سپين باز، د پارلمان د كړنلارې له مخې حق لري يو څه ووايي او نيوكه وكړي. له بده مرغه ځينې وكيلان دغه حق پر ځاى نه كاروي، په شعوري يا غير شعوري ډول د نورو وكيلانو پر شخصيت او حقوقو تېرى كوي، دغه تېرى ددې لامل ګرځي،چې پارلماني فرهنګ، اخلاق او كړنلار هم تر پښو لاندې شي. ځينې خلك دا استدلال ! كوي، چې په نوره نړۍ كې په پارلمانونو كې خلك په چوكيو سره ولي او يوتر بله سره ډبوي.دا سمه ده،چې هغوى يو بل په څوكيو ويشتلي، خو تر پارلمان بهر يې بېرته غېږې هم سره وركړې او يوبل يې مچو كړي هم دي. موږ خو له بده مرغه زړه ته كينه واچوو او دغه كينه په خپل اوج كې په دښمنۍ بدلوو. موږ بايد نور د جنګ جګړې د مثال پرېښودو پرځاى د پارلماني كلتور يوه بېلګه وګرځو.

پر پورتنيو ټكيوسربېره ډېر نور مسايل هم شته،چې زموږ ولسي جرګه يې له ستونزو او خپلمنځي شخړو سره مخ كړېده. دغه مسايل په نورو هېوادونو كې هم موندل كيږي،خو ښايي شدت او عواقب يې دومره ترخه نه وي، لكه په افغانستان كې.

د وكيلانو ګوندي، قومي، ژبني او سيمه ييز تبعيضونه او اړخنيوي كولاى شي د پارلمان پر فضا د بې باورۍ شته سيورى نور هم وغوړوي، څومره،چې بې باوري او خپلمنځي شخړې ډېريږي په همغه كچه د عمل په ډګر كې ولسي جرګه شاته پاتې كيږي. د ولسي جرګې شاته پاتې كېدن او پر مسايلو د پرېكړو ځنډېدل د حكومت پښې كمزورې كوي او حكومت،چې څومره كمزورى كيږي په همغه كچه مخالف اړخونه په سياسي او نظامي ډګرونو كې قوت او نفوذ پيدا كوي.  

اگر می خواهيد سايت اينترنتی مخصوص خود را داشته باشيد!

اگر بدنبال افزايش اعتبار می باشيد!

و اگر ارتباطات گسترده و ارزان می خواهيد

نوشته شده در روز بيست ويکم  ثور 1385 - ساعت 12 به وقت کابل

آگهی و اعلان شما در اينجا

دريافت کتاب افغانستان الکترونيکی (ميزبانی وب)

ثبت قلمرو اينترنتی

طراحی وب

ميزبانی حرفه ای وب

پنج هزار مگابايت فضا

دوهزار و پنجصد ايميل

دارای تمام امکانات امنيتی

پهنای باند صد و پنجاه گيگابايت

تماس:      0799390025

 صفحه ی نخست

Top Global Newspapers: Asia    Latin America    Africa   Europe   USA    Canada    Australia  

فقط با ذکر ماخذ، نام نويسنده و  تاريخ انتشار می توانيد از مطالب ، عکس ها و آثار ديگر در کابل پرس استفاده کنيد                Members Login

As the mind has no boundaries, the RAHA concept does not have frontiers and is opposed to information and cultural control by global communication entities whether media conglomerates, states or local governments, or religions


Kamran Mir Hazar: Editor-in-Chief / Afghanistan/ Kabul/ Mobile: 0093 799390025/ Email: editor at kabulpress.org

info at kabulpress.org   reader at kabulpress.org

Copyright© Kabul Press, World Media Home 2004 -2006

کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به سايت کابل پرس می باشد