Kabul Press, World Media Home, Associated with RAHA in exile

 

 

No Censorship!

Letter to Editor

RAHA PEN CLUB, Afghanistan Centre

English

Portuguese

Spanish

Pashto

E- Afghanistan/Web Hosting

پر خواننده ترين سايت اينترنتی افغانستان

کابل پرس من!

برای مطالعه ی تازه ترين اخبار جهان اينجا را کليک کنيد

خبری، تحليلی و انتقادی

کابل پرس می خواهد تحولی در عرصه ی ژورناليزم افغانستان باشد

په افغانستان كې سوداګري څنګه وده كولاي شي؟

فهيم بکتاش

كه د افغانستان اوسني حالت ته په دقيقه توګه ځير شو ، دې پايلي ته رسيږو چې تر هرڅه د مخه بايد په هيواد كې د امنيت له پلوه كړكيچن حالت اواره شي.

تاسو ګواه ياستئ هره ورځ د هيواد له ګوټ ګوټ څخه داسي رپوټونه خپريږي چې ،په پلاني ولايت كې امنيتې سرتيرې ووژل شول، په پلاني ولايت كې امنيتي ځواكونو طالبان ووژل او يا هم ددي پيښو وروستۍ بيلګه په لغمان كې، په يوښونځى باندې وسلوالو طالبانو بريد ښه بيلګه ګرځيدلاي  چې په ترڅ كې شپږ تنه زده كوونكې ووژل شول او څه د پاڅه پنځلس تنه نور ټپيان شول .

دغه راز د ملګرو ملتونو سرمنشي دا پيښې بوږنونكې وباله او زياته كړه چې،ددې پيښې عاملين بايد ونيول شي او د قانون منګلو ته وسپارل شي.

د دې ټكې په پام كې نيولو سره جوتيږي چې دامنيت نشتوالي، د خلكو ترمنځ ويره رامنځ ته كړيده ځكه ، په هيواد كې د لسګونو او زرګونو امنيتي كورني او بهرني سرتيرو په شتون سره سره بيا هم، وسلوال طالبان كولاي شي چې ملكي او دولتي تاسيسات په نښه كړي او د سولې د بهير په وړاندي خنډ جوړكړي.

له بلي خوا پرون په نوى ډيلي كې، ولسمشر كرزي له خپل ملګري پلاوي سره چې د هغوي په ډله كې د كابيني وزيران ،د ولسي جرګي ځينې وكيلان او د سوداګرو په گډون ځينې خبريالان هم شامل دي د افغانانو فرهنګي او هنري جشنوارې پرانسته اوهغه  موخه يي په افغانستان كې د سيلانيانو او پانګوالو راجذبول وښوده.

په يوه داسي هيواد كې چې له څو پلوه تر امنيتي ګواښ لاندې دى ، دا پوښتنه رامنځته كيږي چې د بهرنيو سيلانيانو دراجذبولو او د پانګوالو د هڅولو هڅې څه ګټۀ لري؟

آيا دوي د ولسمشر په دې خبرو چې هغوي ته اداري آسانتياوي برابر يږي او امنيت يي نيول كيږي باور كوي؟.

هندوستان ته د ولسمشر كرزى سفر ،د اقتصادي پراختيا او د دواړو هيوادونو ترمنځ د ښو اړيكو په برخه كې گټه وردى خو زما په آند ولسمشر بايد په دې سفر كې ،زياته هڅه وكړي ترڅو په سيمه كې د امنيت په راټينګولو كې د پام وړ خبري اتري وكړي .ځكه په داسي حال كې چې ولسمشر پانګوال  په افغانستان كې پانګونې ته هڅوي په نړيواله كچه داسي رپوټونه خپريږي چې په بهر كې د بهرنيو  پانګوالو او سيلانيانو په ذهنونو كې له افغانستان څخه د تاوتريخوالي او خونړيو پيښو انځور تر سترګو كيږي.

اوس چې نړيوالې ټولنې له افغانستان سره د بيارغاونې په برخه كې،د هر اړخيزو مرستو ژمنه كړيده،ټولې هڅې بايد د امنيت په راټينګولو كې تر سره شي.

لكه څنګه چې په افغانستان كې د ملګرو ملتونو هريو ځانګړى استازى په افغانستان كې د امنيت په راوستلو كې ټينګار كړى دى، خو بيا هم په ملي پوځ او پوليسو كې ماشومان تر سترګوكيږي چې دوي له خپل كور څخه بهر د خپل ځان دفاع نشي كولاي نو له  وطن او سولي څخه به دوي څنګه دفاع كوي؟

وموليدل چې د افغانستان دملي پوځ څخه پوه او تكړه افسران تنقيص شول او دم ګړۍ په واټونو كې يا لاسي شيان پلوري او يا بى روزګاره ګرځي او د هغوي پرځاي زياتره ماشومان جذب كيږي چې زما په نظر دا د دولت يوه ستره تيروتنه ده ،ځكه  د ملي پوځ او پوليسو له كتار څخه د تكړه او پوه كسانو شړل ددې لامل ګرځيدلي ترڅو په هيواد كې د سولي بهير له خنډ سره مخ شي  او د دولت مخالفان او دښمنان قوت پيدا كړي.

زمونږ هيواد وال د رسنيو له لارې ښايي ليدلې وې، زياتره هغه كسان چې د طالب په نومونو له دولت سره يو ځاي  كيږي او يا د امنيتي ځواكونو لخوا په كليو او بانډو كې نيول كيږي عمرونه يي په اټكليزه توګه له نهه  ويشتو نه پورته دي .

په هر ډول ولسمشر كرزى بايد لومړيتوبونو ته زياته پاملرنه وكړي اوله  ځان سره سوچ وكړي چې په هيواد كې سودا ګرۍ ته د وده وركولو لپاره كوم ګامونه بايد لومړۍ پورته شي،كه نه په بهر كې دهغه خبري د سيلانيانو او سوداګرارو  ترمنځ بي اعتباره كيږي او په راتلونكې كې د ولسمشر په خبرو هيڅ څوك اعتبار نشي كولاي.

بيا هم زه  په  دې خبرې زيات ټينګار كوم چې د سولې په بڼ كې د سوداګرۍ ونه وده كوي ،خو بايد لومړۍ دبشپړې سولي د راوستلو په ډګر كې هڅې ګړندۍ شي او خنډونه له منځه يوړل شي.

برای نوشتن نظرات اينجا را کليک کنيد

نوشته شده در روز 23حمل 1385 - ساعت 18:45 به وقت کابل

اگر می خواهيد سايت اينترنتی مخصوص خود را داشته باشيد!

اگر بدنبال افزايش اعتبار می باشيد!

و اگر ارتباطات گسترده و ارزان می خواهيد

آگهی و اعلان شما در اينجا

دريافت کتاب افغانستان الکترونيکی (ميزبانی وب)

ثبت قلمرو اينترنتی

طراحی وب

ميزبانی حرفه ای وب

پنج هزار مگابايت فضا

دوهزار و پنجصد ايميل

دارای تمام امکانات امنيتی

پهنای باند صد و پنجاه گيگابايت

تماس:      0799390025

 صفحه ی نخست

Top Global Newspapers: Asia    Latin America    Africa   Europe   USA    Canada    Australia  

فقط با ذکر ماخذ، نام نويسنده و  تاريخ انتشار می توانيد از مطالب ، عکس ها و آثار ديگر در کابل پرس استفاده کنيد                Members Login

As the mind has no boundaries, the RAHA concept does not have frontiers and is opposed to information and cultural control by global communication entities whether media conglomerates, states or local governments, or religions


Kamran Mir Hazar: Editor-in-Chief / Afghanistan/ Kabul/ Mobile: 0093 799390025/ Email: editor at kabulpress.org

info at kabulpress.org   reader at kabulpress.org

Copyright© Kabul Press, World Media Home 2004 -2006

کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به سايت کابل پرس می باشد