Kabul Press, World Media Home, Associated with RAHA in exile

 

 

No Censorship!

Letter to Editor

RAHA PEN CLUB, Afghanistan Centre

English

Portuguese

Spanish

Pashto

E- Afghanistan/Web Hosting

پر خواننده ترين سايت اينترنتی افغانستان

کابل پرس

برای مطالعه ی تازه ترين اخبار جهان اينجا را کليک کنيد

خبری، تحليلی و انتقادی

کابل پرس می خواهد تحولی در عرصه ی ژورناليزم افغانستان باشد

دپښتو او دري ژبو تر منځ ګډ متلونه

ليكونكى او راټولونكى :پوهنيار عبدالقدير خموش

دافغان ولس دولسي ادب په بڼ كې هم لكه د نړۍ دنورو ولسونوپه څېر ځينې ګډ متلونه شته چې اكثرآ ديوه ګډ فرهنګ او كلتور  په نتيجه كې را منځ ته كېږي او كله هم د يوه اجتماعي، اخلاقي يا فكاهي لوړ مفهوم د لرلو په سبب منځ ته راځي .له دري نه پښتو ادب  او له پښتو نه دري ادب ته ځينو متلونو لار كړې ده ،او د دواړو خوا وو څخه منل شوي .

 په دې ليكنه كې د مشت نمونې خروار په توګه دهغو متلونو يادونه كوم ،چې د دواړو ژبو (پښتو او دري) ترمنځ كټ مټ يا په لږ بدلون ځاي لري.

په ډېرو كې غوايي مردار دى.          

قصاب كه زياد شد ګاو مردار ميشه.

ږيره د ما واك يې دملا       

ريش از مه اختيارش از ملا

عقل له بې عقله زده كېږي   

ادب را از كي اموختي ،از بي ادبان

اوبه چې شي ترغاړې زوى او لور شي تر پښو لاندې

اب تاګلو بچه زير پا

دباران نه تښتيده دناوې لاندې يې شپه شوه      

از زير چكك خيست زير ناوه نشست.

له كم عقل دوست نه هوښيار دښمن ښه دى.

دشمن دانا به از دوست نادان.

له يوه لاسه ټك نخېژي.      

از يك دست صدا نميايه.

داوښ غلا په ټيټه ملا نكېږي

شتر دزي به خپ خپ نمېشه.

څه ژرنده لمده او څه غنم لانده         

چيزې اسياكند و چيزې  ګندم تر.

څه چې تيار وي هغه ديار وي          

چيزي كه تيار است از يار است.

خبره تر خبرې پيدا كېږي.  

ګپ از ګپ ميخيزه.

كوږ بار تر منزله نه رسي. 

بار كج تا منزل نمي رسد.

غله ته يې ويل غله كوه كور والا ته يې ويل بيداري كوه.

دزه ګفت دزي كو صاحب خانه را ګفت بيدار باش.

په يوه ګل نه پسرلى كېږي              

به يك ګل بهار نميشه

انسان داحسان تابع دى.      

انسان تابع احسان است.

غوټه چې په لاس خلاصېږي خولې ته حاجت نشته.

ګرهي كه بدست واز شوه حاجت دندان نيست.

مار خوړلى له رسۍ وېرېږي.          

مارګزيده ازريسمان دراز   ميترسه . 

د درواغو مزل لنډ دى.       

منزل دروغ كوتاه است.

وروري به كوو حساب تر منځ.                    

برادر با برادر حسابش برابر.

زړه په زړه ايينه ده.                                 

دل به دل ايينه است.

رنګ مې ګوره حال مې پوښته.

رنګم ببي حالم بپر س .

دتورې ټپ جوړېږي ،بده خبر نه هيرېږي.      

زخم شمشير ميره زخم زبان ني.

دنړۍ غوره متلونه:

حقيقت او ګل دواړه اغزي لري.(اسپانوي متل)

له مړ مړز نه ګيدړه هم لكۍ ايستى شي.(اسپانوي متل)

دتداوۍ پيل د ناروغۍ تشخيص دى. (اسپانوي متل)

انسان بايد احمق او غوايه ته لار پرېږدي. (اسپانوي متل)

كه ساده ګان بازار ته نه تلاى نو بيكاره كالي به چا را نيول.(اسپانوي متل)

انسان كه له هرې ناروغۍ وويريد نو مړ دى.(اسپانوي متل)

واده لكه هندوانه كله خوږه او كله بې خونده وي.(اسپانوي متل)

كه غواړې دميړه اختيار خپل كړې نو دهغه د خېټې اختيار خپل كړه.(اسپانوي متل)

كله چې رشوت په دروازه راننوځي نو عدالت په كړكۍ تښتي.(تركي متل)

كه ښځې وغوښتل ،له تاسره دزرو لپاره واده وكړي ،ورسره وي كړه خو زر ترې لرې ساته.(تركي متل)

كه دوست نشې پيدا كولى نو دښمن هم مه پيدا كوه.(يوناني متل)

درې ګوني غمونه كوم دي،اور،توفان،ښځه.        (يوناني متل)

دنارينه لپاره دا مهمه نده چې واده وكړي كه يې ونه كړي،ځكه په دواړو به پښيمان وى.                                                                      (يوناني متل)

هغه ښځه نيكمرغه ده چې ميړه ته مطيع وي.       (يوناني متل)

چې مشكلات نه وي ليونيان هم حكومت كولى شي.(الماني متل)

دهغه كار په كړو كې چې شيطان عاجز شي ښځه يې ترسره كوي.(الماني متل)

هغه چې له شتمنې ښځې سره واده كوي،خپله ازادي خرڅوي.        (الماني متل)

هغه ته چې خداي(ج) ښځه ورپه برخه كړې صبر يې هم وركړى.(الماني متل)

دښځې په انتخاب كې له غوږونو سره مصلحت وكړه نه له سترګو سره.(الماني متل)

دښځې ژړا دغلا  خندا ده.    (الماني متل)

په پور كه زوم شوې له خنداخداي پاماني وكړه.(الماني متل)

واده،خيالي رنځونه او ويره په تيار اونقدو رنځونو او ويرو بدلوي.(الماني متل)

څوك چې د وختونو په انتظار ناست دي هغوي هر څه له لاسه وركړي.(ايټاليوي متل)

دوه ډوله ښځې دي چې له يوې سره شتمن او له بلې سره خوارېږئ.(ايټاليوي متل)

كه ښځې ګناه وكړه خاوند يې معصوم ندى.(ايټاليوي متل)

د واده ستاينه كړه خو ښځه مه كړه.(ايټاليوي متل)

ښځه او غوا له خپله ښاره غوره كړه.(ايټاليوي متل)

اوښياره انجلۍ غريب ځوان ته تر سپين ږيري شتمن ترجيح وركوي.(ايټاليوي متل) 

كه چېرې دخپل نوكر حق ور نه كړې،نوكر خپل حق په خپله اخيستى شي.    (هندي متل)

تړلى سوك زر ديناره(هندي متل)

اوښكې دښځې وسله ده(هندي متل)

ظلم ګناه ده خو دظلم زغمل لا لويه ګناه ده.(هندي متل)

هغه څه چې ښځه غواړي خداى(ج) يې غواړي.(فرانسوي متل)

دښځې او هندوانې غوره كول ګران كار دى.(فرانسوي متل)

هغه نارينه چې دپيسو په سر واده كوي هغه به نوكر كېږي.          (فرانسوي متل)

       د واده كول لويه اشتباه ،او زر كول يې لا لويه اشتباه ده.(فرانسوي متل)

ښځه يوازې يو شي پټ ساتي چې په هغه هم نه پوهېږي چې هغه څه شي دي                                                                                                                         (انګليسي متل)

مطيع ښځه دميړه د زړه مالكه ده.       (انګليسي متل)

اوښياره ښځه دغريب خاوند سره ښه چلېږي.(انګليسي متل)

كه د ښځې په خوښه كار كوي نو دنر نوم درنه لرې كړه.(ازاربايجاني متل)

كه در واغجن نه واي نو ريښتيني نه پيژندل كيدل.(ازاربايجاني متل)

تودوخه يې مالومه نه په دودو يې ړانده كړو.(ازاربايجاني متل)

كه يې ژرندې ته خواړه ورنكړې خپلې تيږې به وخوري.(ازاربايجاني متل)

درخت د اخيستلو په وخت كې يې څنډې ګورئ ، دښځې په انتخاب كې يې مور ګورئ.

                                                                        (ازاربايجاني متل)

دښځې په غوره كولو كې ښايي چې يوه جوړه بوټان ډيرزاړه كړې. (چيني متل)

دزوم لياقت د هغه دمټو په زور كې دى.(چيني متل)

دانسان سل كاله عمر نه وي د زرو كلو غم ورسره وي.(چيني متل)

كه سپن ږيرى يې نصيحت كوه كه ځوان يې نصيحت اوره.(چيني متل)

له ورو تګه مه ويريږه له نه تګ نه وويريږه.(چيني متل)

كه ورونه سره كار وكړي.غر به سره زر شي.(چيني متل)

با شحصيته بد څيره زوم ښه دى تر بې شخصيته ښكلي زومه څخه.(لهستاني متل)

هيڅ ښځه د خداى(ج) په رضا له نارينه سره واده نه كوي.(اسكاتلندي متل)

هغه وخت چې ښه ښځه په كور كې وي، خوښۍ له ديوالونو را لوېږي.(هالندي متل)

  نوشته شده در روز 12حمل 1385 - ساعت 11:10 به وقت کابل

اگر می خواهيد سايت اينترنتی مخصوص خود را داشته باشيد!

اگر بدنبال افزايش اعتبار می باشيد!

و اگر ارتباطات گسترده و ارزان می خواهيد

آگهی و اعلان شما در اينجا

دريافت کتاب افغانستان الکترونيکی (ميزبانی وب)

ثبت قلمرو اينترنتی

طراحی وب

ميزبانی حرفه ای وب

پنج هزار مگابايت فضا

دوهزار و پنجصد ايميل

دارای تمام امکانات امنيتی

پهنای باند صد و پنجاه گيگابايت

تماس:      0799390025

 صفحه ی نخست

Top Global Newspapers: Asia    Latin America    Africa   Europe   USA    Canada    Australia  

فقط با ذکر ماخذ، نام نويسنده و  تاريخ انتشار می توانيد از مطالب ، عکس ها و آثار ديگر در کابل پرس استفاده کنيد                Members Login

As the mind has no boundaries, the RAHA concept does not have frontiers and is opposed to information and cultural control by global communication entities whether media conglomerates, states or local governments, or religions


Kamran Mir Hazar: Editor-in-Chief / Afghanistan/ Kabul/ Mobile: 0093 799390025/ Email: editor at kabulpress.org

info at kabulpress.org   reader at kabulpress.org

Copyright© Kabul Press, World Media Home 2004 -2006

کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به سايت کابل پرس می باشد