Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 72110

بهار قبایل پشتون با گل کوکنار؛ هموطنان ما مرگ توزیع می کنند

13 آپریل 2013, 11:35, توسط musawer

پښتون اپارتاید / عصمت قانع
| شنبه, 13.04.2013, 11:58 AM | (120 لیدل شوی)
د ثور په دوهمه ورځ سهار وختي د تلیفون زنګ وشرنګېد. تلیفون د کور په لاندې پوړ کې وو، له بسترې را پاڅېدم په بېړه مې د تلیفون غوږۍ پورته کړه.
مشره خور مې سخته ناروغه وه فکر مې کاوه، چې هغه په روغتون کې وفات شوې ده، خو د تلیفون له پورته کولو سره سم مې د استاد برهان الدین رباني غږ و پېژندو.
السلام علیکم ورحمه. ...
وعلیکم السلام.
په ګډه وډه پښتو یې خبرې راسره کولې خورا خوشحاله وو او د افغانستان د جهاد کامیابي یې راته مبارکوله.
ما ورته وویل، خیر یوسې، خو استاذه زه د ملګرو ملتونو د پلان په ناکامۍ سخت خفه یم.
هغه راته کړه، چې ته دا خبرې پرېږده اوس باید تابیا ونیسې چې کابل ته ولاړ شې ما له قوماندان مسعود سره خبرې کړې دي، چې د ملي تلویزیون د ريیس په توګه د کار زمینه درته برابره کړي. همدا اوس دې د سفر جامې تیارې کړه او ژر تر ژره کابل ته ولاړ شه، دلته دارلاءنشا ته راشه له تاسره څو نفره نور هم روان دي.
د جهاد د کامیابي پښتو اعلامیه ته ولوله او دري اعلامیه به مسعود خلیلي ولولي.
ما شپه ټوله تېره کړې وه، له یوې خوا د مریضې خور اندېښنه وه له بله پلوه د مریضې مور غم وو. مریضه مور افغانستان وو، چې د تاریخ تر ټولو ستره فاجعه په کې روانه وه.
کابل د قتلونو، وژنو بې پتیو او بې عزتیو داسې صحنه نه وه لیدلې. هر څه د لوټېدلو، ورانېدلو او شرمېدلو له تاریخي ګواښ سره لاس او ګرېوان وو. د افغانستان د اردو جزء تامونه یو یو ړنګېدل، ملي تاسیسات له منځه تلل.
د پاکستان استخباراتي ادارو په رهبرانو کې پړی اچولی وو، چې یو حکومت پرې جوړ کړي، خو مجاهدینو د قدرت د ادارې لپاره هېڅ ډول تیاری نه درلود.
اکثره یې د کورونو او جایدادونو د قبضې له پلان او پروګرام سره د کابل تګ ته بې صبره وو.
د ثور په دوهمه یې کابل ته نه ولاړم څو ورځې نور هم پاتې شوم، خوب راڅخه و تښتېد.
ډاکتر اشرف زی، چې د ننګرهار اوسېدونکی وو او ګاونډی مې وو رانږدې هم وو، زما د حالت په لیدو یې راته وویل، څو ورځې کېږي، چې نه یې ویده شوی؟ ورته ومې ویل، نن پنځمه ده!
د خوب ګولۍ یې راکړې او توصیه یې راته وکړه که غواړې چې لیونی نشې کور پاته شه او خبرونه مه اوره.
په سبا یې د خوب د ګولیو په زور ویده شوم، خو بالاخره د ثور په ۹ نیټه کابل ته ولاړم. کابل په فاجعه کې ډوب وو، کابل بې بېرغه وو، کابل د افغانستان د ملي حاکمیت د څېرې رنګونه بایللي وو، هغه کابل چې یو وخت د افغانستان د مدني هویت تصویر وو اوس د وحشت د یوه ځنګلي فلم سټیج وو.
په واټونو کې د پاکستاني لمر پلیټونو ډاتسنونه آخوا دېخوا ګرزېدل. په وزیراکبر خان او شهرنو کې خلکو پر شخصي کورونو باندې د ملګرو ملتونو د دفترونو لوحې نصب کړې وې، چې څوک یې قبضه نه کړي.
ماښام د آریانا هوټل ته ولاړم. په آریانا هوټل کې یې زما مسعود خلیلي او ډاکتر عبدالرحمن لپاره لاپخوا اطاقونه ځانګړي کړي وو.
د هوټل په اطاق کې پر کټ وغځېدم فکر مې کاوه، چې زما د غم تاب به د اسمایي غر هم ونه لري. د خوب ګولۍ مې تر ستونې تېره کړه.
زه نه وم ویده شوی، چې حامد علمي مې سر ته ودرېد. راته یې وویل، ددې پښتو رپوټ په سمولو کې راسره مرسته وکړه، ما ورته کړه، څنګه رپوټ دی.
راته ویل یې چې څو تنو بې مسولیته وسله والو د دارالمجانین پر لیونیو ښځو تجاوز کړی دی او د تجاوز فلم هم تر بهرنۍ میډیا رسېدلی دی.
بي بي سي تاکیداً راته وایي، چې رپوټ یې راولېږه. زړه مې را ډک شو بې درېغه مې وژړل، په تشناب ور ننوتم مخ ته مې دوې لپې اوبه ور واچولې او چې را ووتم حامد علمي ته مې وویل، زه په دې حالت کې نه یم چې مرسته درسره وکړم.شپه راباندې تېره شوه.
سهار وختي بیا د ښار د څېرې د لیدلو لپاره له آریانا هوټل څخه ووتم د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته ولاړم چکري مې ولید، چې ږیره یې پر بیخ درولې وه، خورا خوشحاله وو. په لیدلو مې حیران شو راته کړه یې چې چرا مریض هستی؟ ورته ومې ویل، نه داسې مریض نه یم، خو مریض به شم:
ملګرو دا چیغې نارې چې وهم
که منصور نه یمه اخر به شمه
له اطلاعات او کلتور وزرات څخه د افغانستان بانک پر لور روان شوم.
د افغانستان بانک مخ ته په رسیدو مې د تاریخ د افغان دښمنۍ تر ټولو بد مثال په سترګو ولید. د بانک هغه دروازه چې پر کابل هوټل راخلاصه شوې وه ددغې دروازې په شمالي څنډه کې پر سپینه ټوټه یو شعار لیکل شوی وو، چې عبارت یې داسې وو:
ما اخرین میخ را برتابوت اپارتاید پشتون میکوبیم
به پیش به سوی خراسان بزرګ
له هغه وخته تر اوسه پورې د پښتنو پر تابوتونو میخونه وهل کېږي. آیا تاریخ داسې پښتون هم پېژني، چې د اپارتاید په مغهوم و پوهېږي؟
آیا پښتون یو قوم هم دی چې د خپلې بقا لپاره لاس او پښې ووهي؟ نه پوهېږم ګیچ یم!

جستجو در کابل پرس