Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 73879

وقتی قسیم فهیم به کوه می براید

16 جون 2013, 06:44, توسط چمبر علی

غره ته د ختلو هوس
لیکوال: عصمت قانع
هوس بد شی دی، د سیاحت هوس، د پیسو هوس، د عیاشۍ هوس او د قدرت هوس. خو هوسونه چې روا وي، نو دومره نه چاخوڼیا کېږي، چې انسان بدنام او ناکام کړي او هوسونه دي، چې د ژوند شېبې کله رنګینې او کله هم غمګینې کړي.
هوسونه کېدای شي کنترول شي او هوسونه کېدای شي په بغاوت واوړي، په طغیان واوړي، خلک تباه کا، ملکونه وران کا، کارونه له لانجو ډک کا او ژوند د خوند پرځای په عذابونو او رنځونو واړوي.
زما تره دې خدای وبخښي د آس هوس یې درلود او د تیغ مینه ورسره وه. کله چې به دده په خټینه کوټه ور ننوتم پر دېوالونو به یې خنجرونو، تورو او تیغونو ته رپکونه جوړ کړي وو او خوا کې به یې ورسره د آس قیضې او قمچینې د ډیکوریشن په ډول اېښي وې.
د شاه جوی د بازار خواته زموږ ځمکه وه چې خورا حاصل خیزه او قیمتي ځمکه وه. کاکا مې همدغه ځمکه چې زموږ ورسره شریکه وه پر آس باندې پلورلې وه، چې دې کار یې زموږ متحد کهول په مصیبت واړاوه، خو تره مې تر خپل هوس نه تېرېدو ویل به یې، چې ښه آس او ښه تیغ وګورم نو کمزوری شم. د آسونو او تیغونو هوس مې کمزوري ده.
همدغه آسونه او تیغونه وو، چې له کاکا څخه مې د ژوند متاع واخیستله. د پسرلي په موسم کې کاکا تر عراقي آس لاندې راوغورځېد او تیغ یې خیټه ورڅېړې کړه، چې تر درو ورځو وروسته د خپل تیغ د کاري زخم په وجه ومړ.
همدارنګه آبا مې هم د خپل هوس ښکار شو، زه ماشوم وم چې د پلار سیوری مې له سر څخه والوت.
پلار مې له وسلې سره مینه درلوده. اوس یې هم توپکونه او تومانچې په میراث کې راته پاتې دي، آبا مې په خطا کې د خپلې شین ګلې تومانچې په ډز ولګېد.
زه د اوو کالو وم، چې هغه یې هدیرې ته یووړ. د کلي ښځو زما مور ټینګه په غېږ کې نیولې وه. آدې مې چیغې وهلې، چې زما پوړونی باد یووړ. د آدې پوړونی د آبا د وسلې هوس د زمانې د بې رحمه باد څپو د نابودۍ د لایتناهي منزل پر لور والوزاوه.
د هوس د قربانۍ خاطرې پرون د مارشال صاحب تر هوس پورې رایادې شوې. محمد قسیم فهیم فرزند ارجمند مولانا عبدالمتین عجیب هوسونه لري.
د وسلو هوسونه، خو له څه مودې راهیسې په دې خاوره کې عام هوسونه دي، خو د مارشال صاحب یو بل هوس چې شاید هم دده ککره وخوري او هم ددې ملت د ډیموکراسۍ سرنوشت له نابودۍ سره مخامخ کړي د قدرت هوس دی.
دغه هوس د جناب مارشال صاحب پوزه پړسولې ده، سترګې یې ورتړلې دي، غوږونه یې ورکاڼه کړي دي او حواس یې ورڅخه اخیستي دي.
د قدرت او پیسو هوس له څه مودې راهیسې په دې خاوره کې د مرګونو د بلاګانو اشتها دومره قوي کړې ده، چې د میلیونونو انسانانو د ککرو په خوړلو باندې لا دغه اشتها نه مشبوع کېږي.
جناب مارشال صاحب غواړي چې تر مرګه پورې دده د قدرت هوس هماغسې غښتلی پاتې شي او په دې خاوره کې د انساني ککرو د خوراک په بیه خپله زوروره اشتها هماغسې بې مهاره او بې قیضې وساتي.
ددې اشتها د لا زیات قوت لپاره لازمه ده، چې د مارشال صاحب استدلال هم د جګړې او فتنې له ژبې څخه کلمات، استعارات او تلمیحات را واخلي، چې هغه د جهاد او مقاومت هغه نسخه ده، چې باید دده د اقتدار هوس د پیسو په معجون باندې تداوي شي.
حکیم کرت سنګهه به ویل، چې د پیسو معجون بېلابېل ترکیبات لري، چې یو ترکیب یې دا هم دی، چې انسان باید غیران په ایمان بدل کړي.
مارشال صاحب هم له CIA څخه غیرانونه راوشکول، د ایمان په قیمت او تر دې مخکې یې د KGB د غیرانونو لپاره هم د ایمان په کاڼي باندې روبلونه د پروتوکولو په ترازو کې په بډه ووهل.
د مجاهدینو پر خلاف روسانو ته جاسوسي اوس شاید چې په جهاد او مقاومت بدله شوې وي، خو مارشال صاحب غواړي چې همدغې دندې ته نور هم دوام ورکړي او بالاخره یو ځل بیا غره ته پورته شي او د خپل هوس اشتها ژوندۍ وساتي.
خو دا ځل شاید چې د مارشال صاحب د قدرت هوس هغه د مرګ له سرنوشت سره مخامخ کړي. یوه وېره شته، کومو پیریانو چې د خپلو ګټو په حکم د مارشال صاحب د اقتدار هوس وپاللو ممکن دا ځل دغه هوس د خپلو ګټو په حکم د مرګ په خوله کې ورکړي.
حکیم الافاغنه حضرت خوشحال خټک یو ځای وایي:
ښاپیرک که په هوا ځي په تورتم کې
په راتله د رڼا ورځې دی په غم کې
لکه چتی درسته ورځ درومي په پورته
هغه هومره باز شاهین درومي په دم کې
که ګیدړ په خُم کې رنګ شو په دا څه شي
خو بیا هم هغه ګیدړ دی په شیېم کې
هغه چر دې واړه ګوتو ته نظر کا
چې یې وي سترګې نیولې په صنم کې
افرین دې په ویلو شه خوشحاله
چې د نورو رژول کړې په قلم کې

جستجو در کابل پرس