Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 73880

وقتی قسیم فهیم به کوه می براید

16 جون 2013, 06:46, توسط چمبر علی

غره ته روان سړی
اجمل سرور
د کاروان صیب پر کرامت مې ورو، ورو عقیده پخېږي. یو وخت یې د طالبجان په لاس د کابلجان د فتحې وړاندوینه کړې وه، چې ټکي په ټکي رښتیا شوه؛ بیا یې د منصور لپاره ایډیاله ایټوپیا غوښتې وه، چې د ملا لاس به دار ته پکې نه رسېږي او لږ وروسته د طالبانو په نسکوریدو د کاروان صیب وړاندوینه د ټولو په ژبه لکه ورد ګرځیده. په یوه منظومه کې یې د کندهار زلمی راروان کړی و، د کندهار زلمی راورسید، خو له بده بخته، له هغو ټولو ځانګړنو خالي و، چې کاروان صیب په خوب کې لیدلی و. څو ورځې وړاندې مې د مارشال فهیم غوسه واورېده، چې غره ته به ځي، نو کاروان صیب ته حیران شوم، چې څو کاله مخکې یې د یوه داستان اتل غره ته روان کړی و او هغه اتل هم له ښاره مرور و.
د مارشال غوسې غره ته د ختلو منطق څومره روښانه کړ، که زه ملا عمر او یا حکمتیار وای له مارشال صیب نه به مې د خپل حیثیت د اعادې غوښتنه کړې وه. ګویا غره ته تګ هله جواز لري، چې په ښار کې د ګټو چینل د بندېدو له خطر سره مخ شي. د مارشال صیب غوسه د جهاد او مقاومت پر تقدس تر ټولو لوی ګوزار ګڼل کېدای شي. د کرزي وروڼه او خلیلزاد ډېر ناوخته امریکایان نشول؟ ګویا د مارشال صیب درک لس کاله وروسته کار وکړ، پخوا به غټ سرونه د عقل او درک ځالې ګڼل کیدې، خو زموږ زیاتره تجربې اپوټه راخېژي. وروستیه عقله چې ته ړومبی وای!
د طالبانو د نسکورېدو مډالونه ټول د مارشال صیب او د هغه د ډلې ټپلې پر مټونو وټومبل شول، استاد رباني شهید غوښتنه کړې وه، چې د بمونو وزن کم دی او د طالبانو مقاومت زیات، بویه چې د دښمن په اندازه بمونه لوی شي، یا په بله ژبه امریکایان دې د ګوزار او مقاومت د معادلې دوه اړخونه وسنجوي. وروسته د انتخاباتو، ډیموکراسۍ او سلو زرو نورو دروغجنو شعارونو تر ماسک لاندې، د ملت پر ستوني د اوسني نظام په بڼه کې یوه خپسه کیناسته. ددې خپسې لوی اندامونه مارشال او د هغه ملګري ول، امریکا او د کرزي صیب وروڼو له مارشال صیب سره په ګډه یو ملت په تدریجي مرګ مړ کړ، بانکونه لوټ شول، ځمکې غصب شوې، د بلند منزلونو حساب په کالکولیټرونو کې نه کېږي، په دوبۍ او اروپا کې هوټلونه او بنګلې خو پوښتنه مکوه، مګر کرزی ولسمشر و، مقدس و، کمپاین ورته کیده، هغه به چې کوم خوا سفر کاوه، مارشال صیب یې ځایناستی و او تر راستنیدو پورې به یې لسګونه والیان اخوا دیخوا شوي ول. مګر ناڅاپه ولې، د کرزي د وروڼو او خلیلزاد له بغل جیبونو څخه امریکایي هویت پاڼې راووتې؟
زموږ لویه ټولنیزه ستونزه دا ده، چې له هر څه سره حتی له اسلام سره هم د خپلو ګټو پر بنسټ لوبې کوو. د امریکایانو له راتګ سره، چې د باران پر ځای له اسمانه د ډالرو بنډلونه راوریدل، مارشال صیب د طالبانو پر ضد جګړې ته له تروریزم سره مبارزه ویله، خو لس کاله وروسته، چې معادله معکوس کېدو ته نږدې شویده، د ملا عمر او حکمتیار خبره د مارشال صیب له خولې اورو. کله، چې فتواوې دومره شخصي او شخصي ګټې تر ملي هغو دومره درنې وګڼل شي، له سړي نه بې وخته مارشال او بې وخته مفتي جوړولی شي. د مارشال صیب خبرې په خپل سیوري کې پر روان نړیدونکي نظام د جهاد پټه فتوا لري. دا فتوا د عمران خان له هغې سره زیات توپیر نشي لرلی، خو په دومره توپیر چې لومړی یې د پاکستاني نظام په ګټه کاروي او دویم یې د خپلې محدودې ډلې. دا په افغانستان کې د جهاد او مقاومت منطق دی؟ د روسي جنرالانو له خوا لیکل شوي اثار وایي، چې د روسي لښکرو پر ضد د تودې جګړې پر مهال هم د مارشال صیب پیرمرشد او ده پخپله د ملت پر اقتصادي او معنوي برخلیک څومره ډیرې سوداګانې کړيدي. د طالبانو پر ضد له امریکا سره دومره نږدیکت، چې سړي فکر کاوه، چې مارشال صیب له امریکایي جنرالانو سره یو ځای له امریکا راتوغیدلی دی او اوس دومره یو سل و اتیا درجې تغیر د تعجب وړ ده. موږ پر دې نه غږیږو، چې د مارشال صیب فتوا په فقهي او دیني ډول څومره کره او ناکره ده، خو په دې کې شک نشته، چې ډېره بې وخته ده. غره ته ختلو لس کاله مخکې خوند کاوه، فتواګانو یوه لسیزه وړاندې معنا لرله، زموږ ستونزه دا ده، چې هېڅکله مو د خبرې لپاره د مناسب زمان او مکان فکر ونکړ. مارشال صیب داسې مهال غره ته روانېږي، چې نور نو غره هم هغه پخوانی جلال او عظمت بایللي. پر افغان دولت کبر او له امریکایانو سره د طالبانو پټې ګوتې څرګندوي، چې غر نور نو د باغیانو ځاله نشي کیدای، یوازې د هغو مرورو تکیه ګاه ده، چې د نازولیو غوندې دوې برخې غواړي او تمه خو یا ښو میړو ته کېږي، یا لویو غرو ته. د حکمتیار په نوې اعلامیه کې کابل میشتي حزبیان لغوه اعلان شوي، ګویا د ګټو مسله باید پرته له کوم منجي او ریباره مخامخ وڅېړل شي. مارشال صیب ته زما مشوره داده، چې پر تکراري لارو تګ هېڅکله د بریالیتوب لاره نده، غر او صحرا د فرهاد او مجنون لارې دي، ته د شاعر غوندې د دیموکراتیکې مبارزې د سمندر ماڼو شه:
ماته غېږه ته د سیند څپې پرانیزه
غر د فرهاد ورسید صحرا د مجنون

جستجو در کابل پرس