Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 75339

گلبدین حکمتیار، هزاره ها را مستقیم به نسل کشی و کوچ اجباری تهدید کرد

7 آگوست 2013, 15:32, توسط حكمتيار

بسم الله الرحمن الرحيم
وَ رَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيراً وَ كَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ وَ كانَ اللَّهُ قَوِياًّ عَزِيزاً الاحزاب: 25
گرانو هېوادوالو!
د ايمان او عزت سنگرونو مدافعينو!
وروڼو خويندو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
د كمكي اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، الله تعالى دي ستاسو طاعات، عبادات او دعاگاني قبولي او د يوه واقعي اسلامي حكومت په راتلو سره دي ستاسو نېكي هيلي ترسره كړي، د مؤمنو مجاهدينو سپېڅلي جهادونه او سرښندني دي قبولي او د شهيدانو درجې دي لوړي كړي، الله تعالى دي د اسلام كورني او بهرني دښمنان له لا زياتي ماتي او ذلت سره مخامخ كړي، او زموږ راتلونكي اخترونه دي په داسي حال كي راولي چي هېواد مو آزاد وي، ټول اشغالگر ځواكونه وتلي وي او په آزاد او خپلواك افغانستان كي د مجاهدينو په لاس د افغان ولس د خوښي اسلامي حكومت قائم شوى وي. إن شاء الله دا ستره او سپېڅلې هيله به ترسره كېږي، امريكايان او انگرېزان به د خپلو روسي ملگرو په څېر زموږ له هېواده وځي او د شوروي اتحاد په برخليك به اخته كېږي، د دې نښي راڅرگنده شوې دي او إن شاء الله رارسېدا ئې لري نه ده. د دې ورځي د رارسېدو په هيله او لدې فرصت په استفادې سره څو عرائض لرم:
• افغانان بايد ډاډه وي چي د الله تعالى نصرت او د بشپړي فتحي ورځ رانږدې شوې، د كابل مفسد او كرغېړن امريكايي نظام شړېدلى، اشغالگران د جنگ له دوام او گټلو مأيوس شوي، ځاني او مالي تلفات ئې هغي كچي ته رسېدلي چي مزيد زغمل ئې ورته گران شوي، سپينه ماڼۍ د خپل ولس تر جدي فشار لاندي ده او له افغانستان د عاجل وتلو مطالبه ترې كوي، د ناټو غړي د خلکو دې پوښتني ته د منلو وړ ځواب نه لري چي موږ ولي هلته جنگيږو او تر ننه مو له دې جگړي له تابوتونو پرته بل څه ترلاسه كړي؟؛ دې اوږده جنگ امريكا او اروپا له سخت مالي او سياسي بحرانونو سره مخامخ كړي، هيڅ لاسته راوړنه نه لري.
• په داسي حال كي چي د افغان ملت ټول قومونه د تاريخ په اوږدو كي د وروڼو په څېر د يوه بل څنگ ته او د وورورۍ او برابرۍ په فضاء كي پاته شوي، ټولو په گډه له خپل هېواد دفاع كړې او د تجزيې او تفرقې هره هڅه ئې په گډه شنډه كړې خو اشغالگرانو زموږ د هېواد د اشغال له لومړۍ ورځي بيا تر ننه دا منصوبه درلوده چي يا به افغانستان په دائمي توگه تر خپل اشغال لاندي ساتي او كه دا ورته ممكنه نه شوه نو زموږ هېواد به تجزيه كوي او د جگړي د دوام شرائط به برابروي.
• د فيدرالي نظام رامنځته كول، وروڼه قومونه سره جنگول، د اقليت او اكثريت په نامه فتنې راولاړول، اقليتونو ته په امنيتي ځواكونو او ملكي اداراتو كي دومره لويه برخه وركول چي اقتدار په بشپړه توگه د دوى په واك كي وركړي او د ټولني غوڅ او مطلق اكثريت له خپلو عادلانه حقوقو او مقام محروم او غبرگون ته ئې وهڅوي، د اقليتونو لپاره مستقل ولايات جوړول، د خپلي خوښي واليان ټاكل او هغوى ته د پراخ صلاحيت انتقال، او دې ته ورته هڅي په دې موخه ترسره شوې چي د افغانانو ملي وحدت له منځه يوسي او د يوه ځواكمن مركزي حكومت له رامنځته كېدو مخنيوى وكړي، پانگه وال نظام مسلطول او شتمني، بانكونه، شركتونه، مخابراتي وسائل او نشراتي مؤسسات او صوتي او تصويري رسنۍ د څو مزدورو كړيو په لاس كي وركول... دا د هغوى د منصوبې ځيني برخي دي، دا اوس د بلخ په څېر باميان او داى كندي د مستقلو ايالتونو حيثيت لري، داى كندي د جنوب تر ډېرو ولسواليو د نفوس له پلوه وروسته دئ، خو د ايران ډالرو او د امريكايانو منصوبې ارگ دې ته اړ كړ چي د ولايت په توگه ومنل شي، د هزاره جاتو ټول ملكي او نظامي ادارې او واك ئې هزاره وو ته سپارل شوي، واليان، قومندانان، ملكي مأمورين، امنيتي ځواكونه، ښوونځي، پوهنتون، استادان، قاضيان ... ټول د هزاره توكم په واك كي دي، له شيعه پرته بل څوك په كي نه ترسترگو كېږي، د امريكايانو تر حمايې لاندي ډلي ئې دې ته هڅولې دي چي د پښتنو ټولي زمكي غصب كړي، هغوى پرېنږدي چي خپلو سيمو ته ولاړ شي او خپلي زمكي تصاحب كړي، كوچيان نه پرېږدي چي خپلو مېنو، څړځايونو او ورشوگانو ته ولاړ شي، د هغو امنيتي ځواكونو له لوري پر دغو مظلومو كوچيانو بريدونه كوي او له سيمي ئې باسي چي د فوځ او پوليس دريشي ئې په تن دي، د امريكايانو هغه خاص ځواكونه له همدغو هزاره ملېشو جوړ شوي وو چي په وردگ ميدان كي د هغوى وحشيانه جناياتو ټوله نړۍ ولړزوله، كرزى ئې دې ته اړ كړ چي ووايي: په يوې اونۍ كي بايد دا ځواكونه له سيمي وايستل شي، او دفاع وزارت ته ئې امر وكړ چي دوى خلع سلاح كړي. خو دا هسي د خولې ډزي وې.
• د پرديو بړېڅي بايد په دې پوه وي چي د امريكايانو د مټو په زور چي كومه مستي كوي، پاى به ئې ډېر عبرتناك وي، هغه ورځ به راورسېږي چي مظلوم افغانان به د خپلو غصب شوو حقوقو ترلاسه كولو لپاره ملاتړي، هغه مهال به دا د پرديو په زور مست ظالمان او غاصبين نه يوازي د هېواد په شرق، غرب، جنوب او مركز كي خپلي زمكي، كلي، نوي جوړ شوي ښارگوټي له لاسه وركوي بلكي د هېواد په هيڅ گوټ كي به پناه ځى ونه مومي، ځيني به ئې ايران ته تښتي او ايرانيان به همغه څه ورسره كوي چي پرون ئې ورسره كړي، د نړى په هيڅ هېواد كي له هيڅ مهاجر سره دومره ظلم او وحشيانه سلوك او بې رحمانه چلن نه دئ شوى لكه چي په ايران كي له هزاره وو سره شوى!!
• امريكايانو د مقاومت د ځپلو لپاره له هيڅ جنايت ډډه ونه كړه، كله ئې په كليو، كورونو، د خلكو د غم او ښادۍ په غونډو بمونه او راكټي وورولې، كله ئې په جوماتونو، مدرسو، مكتبونو، ښارونو او د خلكو د گڼه گوڼي په ځايونو كي چاودني وكړې، كله ئې د ښوونځيو نجوني مسمومي كړې، كله ئې د مخكنيو مجاهدينو هغه غړي ترور كړل چي اوس د دوى په څنگ كي ولاړ دي، هر لوري ته ئې لاس وغزولو او هر جنايت او ذليل او وحشيانه عمل ته ئې ملا وتړله خو هيڅ څه ئې ترلاسه نكړل، زموږ مؤمن او هوښيار ولس ښه پوهېږي چي دا كارونه ټول د دښمن له لوري دي، چي يا ئې مخامخ په خپله كوي، يا ئې د كابل په امنيتي ځواكونو كي د خپلو جاسوسانو په لاس او يا ئې د مجاهدينو په ليكو كي د خپلو ذليلو مزدورانو په لاس. دا او دې ته ورته كارونه د سي آى اې په وينا او د ملي امنيت رياست (مار) له لوري ترسره كېږي.
• إن شاء الله اشغالگران به وځي، له وتلو پرته بله چاره نه لري، د دوى ذليلو ملگرو ته وايو: توبه وكړئ، خداى ته مخه كړئ، د خپل ملت غېږي ته راوگرځئ، خپله توره سابقه جبران كړئ، له خپل تندي د غلامۍ تور داغونه پاك كړئ، د اشغالگرانو لمن پرېږدئ، له دوى مه غواړئ چي نور هم پاته شي، دا هيله مو نه ترسره كېږي، تاسو به داسي پر ميدان يوازي پرېږدي لكه شوروي اتحاد چي خپل كمونيست مزدوران پرېښودل، ستاسو برخليك به تر كمونيستانو هم ډېر بد وي، د افغان ولس كورني دښمنان به دا ځل له داسي سپېره برخليك سره مخامخ شي چي د راتلونكو نسلونو لپاره به هم د عبرت باعث وي.
• څوك چي گمان كوي اشغالگران به داسي امنيتي ځواك جوړ كړى شي چي د دوى له وتلو وروسته هېواد اداره كړي او د اشغالگرانو نيمگړى جنگي مأموريت بشپړ او مجاهدينو ته ماته وركړي، يا گمان كوي چي اشغالگران به وتوانېږي داسي مضبوط، ځواكمن او مقتدر حكومت جوړ كړي چي د دوى له وتلو وروسته دوام وكړي او د دوى گټي خوندي وساتي؛ دا كسان يقيناً چي سخت دوكه شوي، د ناټو له وتلو وروسته به د كابل لاس پوڅى حكومت او د پرديو په لاس روزل شوي امنيتي ځواكونه له همغه برخليك سره مخامخ كېږي چي د شوروي اتحاد په لاس تپل شوى حكومت او ذليل وطن پلورونكي كمونيستان ورسره مخامخ شول. هغه مفسد او لاس پوڅى نظام به څنگه دوام وكړي چي بانكونه ئې غارت كېږي، دولتي او شخصي زمكي د چارواكو له لوري غصب كېږي، چارواكي او كورنۍ ئې په مالي او اخلاقي فساد كي تر ستوني غرق دي، په ټولو فسادونو كي امريكايي جنرالان او د دوى غله افغان ملگري او چارواكي برابر شريك دي، دا مفسد نظام او مفسده اداره دوى پرافغانانو تپلي، دا مفسد چارواكي دوى د امريكا او اروپا له هوټلونو او كابارو راغونډ كړي افغانستان ته ئې راوړي او د اقتدار پر گدۍ ئې كښېنولي.
• د امريكايانو لاس پوڅي دا گمان كوي چي بيا به دبن د غونډي په څېر او د يوې شيطاني اجماع په ترڅ كي په قدرت كي ابقاء شي، دې ته متوجه نه دي چي د 2001 او 2014 تر منځ ژور توپيرونه دي، هغه مهال امريكايانو كابل ورته نيولى وو، د هېواد پر فضاء بي 52 جهازونه گرځېدل، امريكايانو په ټولي نړۍ كي د وېري او رعب داسي فضاء جوړه كړې وه چي هيچا د دوى په ضد د څه ويلو جرأت هم نه شو كولو، چا دا گمان هم نه كولو چي په افغانستان كي به څوك د دوى په ضد مقاومت وكړى شي، ايران، پاكستان او ټول اسلامي هېوادونه دې ته چمتو شول چي پر افغانستان د امريكايانو د يرغل ملاتړ وكړي، اته څلوېښتو حكومتونو عملاً په يرغل كي د دوى ملگرتيا وكړه، اوس امريكايان سرټيټي او نامراد وځي، له ماتي وروسته وځي، سپك شوي، هيمنت او رعب ئې په ټولي نړۍ كي ختم شوى، ولس ئې له جگړي متنفر دئ، فوځيان ئې ستړي او ناهيلي دي او د جنك گټل ورته محال برېښي، ناټو تر 2014 وړاندي د وتلو پرېكړه كړې ده، نه پوهېږو د دوى ذليل لاسپوڅي اوس څنگه گمان كوي چي د ملي اجماع امريكايي غونډي او غولوونكو انتخاباتو په نامه به افغانان دوكه كړي او په اقتدار كي به پاته شي!! د يولك پنځوس زره بهرني ځواكونو د حمايې تر چتر لاندي ستاسو حالت داسي وو چي په كابل او حتى ارگ كي مو ځان خوندي نه گڼلو، د كابل ولسواليو ته نشوى تللى، د دې ځواكونو له وتلو وروسته به ستاسو حالت څنگه وي؟!! رښتيا ووايئ: آيا ستاسو ډېرو همدا اوس د اروپا او امريكا وېزې پر خپلو پاسپورټونو نه دي لگولې، آيا ډېرو مو خپلي كورنۍ بهر ته نه دي لېږلې؟!! مگر انگرېزانو او امريكايانو خپلو جاسوسانو او ترجمانانو ته همدا اوس اوس وېزې نه دي وركړې؟!!
• دا يو څرگند حقيقت دئ چي صلح او امنيت يوازي هغه مهال راتلى شي او جگړه پاى ته رسېدى شي چي بهرني ځواكونه ووځي، د افغانستان په كورنيو چارو كي د بهرنيو لاسوهني متوقفي شي، افغانان پرېښودى شي چي خپلي ستونزي په خپله حل كړي، د خپلي خوښي نظام او د اعتماد وړ صالح مشران غوره كړي، څوك چي گمان كوي د بهرنيو ځواكونو په شتون كي به جگړه پاى ته ورسېږي؛ سخته اشتباه كوي.
• غرب د اسلامي امت له راويښېدو وېرېدلى، دا ويښتيا او پايلي ئې د خپلو استعماري گټو لپاره ستر گواښ گڼي، د همدې لپاره ئې هغه عراق وځپلو چي د اسرائيلو په وړاندي ئې ستر گواښ گڼلو، په دريو برخو ئې د وېشلو هڅه كوي، سودان ئې د جگړي د ختمولو په بهانه ووېشلو خو جگړه لاروانه ده، ليبيا ئې وځپله او د تجزيې لپاره ئې هڅي كوي، په سوريه كي غواړي د ليبيا تجربه تكرار شي، پاکستان هدف گرځېدلى او غواړي دا هېواد تجزيه كړي، پر افغانستان او عراق د بريد او بيا د اشغال په لومړيو كي ئې د ايران د دريځ ستاينه كوله او د بن په غونډي كي ئې شريك كړ خو اوس ئې د اتمي وسلو جوړولو په تور تر گواښونو لاندي نيولى، په برما كي ئې د مسلمانانو عام وژنه پيل كړې، په مصر كي ئې د منتخب حكومت په ضد د فوځي كودتا منصوبه پلې كړه، په تش لاسو لاريون كوونكو د مصري فوځ د وحشيانه بريدونو او په سلگونو مصريان په خپلو وينو كي رغړولو مرسته او حمايت كوي، په تونس كي ئې هم دې ته ورته لوبه پيل كړې.
• زموږ ملت پرديو ته د تسليمېدو پېغور نه مني، پر خپل ايمان، عزت او خپلواكۍ سودا نه كوي، تر غلامۍ عزتمن مرگ او د الله په لار كي شهادت سل ځله غوره گڼي، زموږ غيرتي ولس له هغه چا كركه لري چي پرديو ته ئې د ذلت سر ټيټ كړى، د غلامۍ كړۍ ئې په خپلي غاړي كي اچولې، له يرغلگرو سره ئې ملگرتيا كړې، هغوى ته ئې پر خپل هېواد د بريد بلنه وركړې، د هغوى تر قومندې لاندي د خپل ولس په ضد جنگېدلى، زموږ ځلانده تاريخ تل داسي كرغېړني څېرې غندلې او زموږ ولس د هغوى څلي په ډبر ويشتلي.
• مجاهدينو ته توصيه كوم چي خپله ټوله توجه اصلي دښمن ته واړوئ. په نورو نښتو كي ځان مه مصروفوئ، كله چي د خپل ټوپك په شاجور كي مرمۍ اچوئ نو نيت او قصد مو بايد دا وي چي دا به يوازي د اصلي دښمن په سر او سينه كي تشوم، هغه كسان په خپلو ليكو كي مه پرېږدئ چي خلك ځوروي، اسلامي اخلاق نه لري، اسلامي اصول نه مراعاتوي، د مجاهدينو تر منځ اختلافات او لانجې راولاړوي، د مجاهدينو د يووالي مخه نيسي، وروڼه قومونه سره جنگوي، د قومي او ژبني اختلافاتو فتنو ته لمن وهي، دوى يا د دښمن له خوا گمارل شوي منافقين دي او يا هغه چي په لاشعوري توگه د دښمن په گټه كار كوي، هغه چا ته د يوه مجاهد په سترگه مه گورئ چي د اصلي دښمن د جنگي ځواك د ځپلو پر ځاى نوري موخي لري، له داسي چاودنو ډډه وكړئ چي عام ولس ته په كي زيان رسي، د دولت ملكي مامورين، ښوونكي، قاضيان، ملايان، انجنيران، ډاكټران، خبريالان او نور غير محارب كسان مه وژنئ، له خلكو په زور عشر او زكات مه اخلئ، عشر او زكات د اسلامي حكومت له لوري او له هغو خلكو اخيستل كېږي چي امنيت ئې اسلامي حكومت تأمينوي.
• افغان ولس بايد مطمئن وي چي د دغه مبارك جهاد په نتيجه كي به إن شاء الله ټول بهرني ځواكونه زموږ له گران هېواده وځي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي به ستاسو د خوښي اسلامي حكومت جوړېږي.

سرلوړي دي وي افغانان
بريالي دي وي مجاهدين

حكمتيار
افغانستان
د1392كال كمكى اختر

جستجو در کابل پرس