Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 75407

گلبدین حکمتیار، هزاره ها را مستقیم به نسل کشی و کوچ اجباری تهدید کرد

9 آگوست 2013, 15:39, توسط داوود مهمند

حق او آزادۍ دلارې د سپاهيانو يوه ځانگړنه دا هم ده چې د ستړيا او ستومانۍ کلچر له سره نه پيژني. ددوو جهادونو د بريمن ډگر اتلو افغان ننگياليو مجاهدينو، تردمگړۍ د زبون تاړاکگر دښمن په وړاندې نه د ستړيا احساس کړى او نه يې په ورينو ټنډو کې د ستومانۍ کومه گونځه جوړه شوې- نه يې د پخواني شوروي اتحاد د يرغلگرو ځواکونو د تاړاک پر مهال د جنگ د بندولو لپاره چاته د منت ځولۍ غوړولې او نه يې اوسمهال د امريکا په مشرۍ د ناټو او صليبي ايتلاف د ترهگرو ځواکونو سره دولس کلنې تپل شوې او نا انډوله جگړې په اوږدو کې. مجاهدين په دې پوهيږي چې د اسلام او بشريت دښمنان له سوک او زوره پرته د حق پولې ته غاړه نږدي- او دا هغه اصل دى چې مجاهدين يې يوازې د جهاد په دوام کې ويني البته له هېوادنه د پرديو ځواکونو مکمل وتل دخپل جهادي هدف يو شرط گڼي.
دا حقيقت اوس لکه لمر روښانه شوى چې د امريکا په مشرۍ اشغالگرو صليبي ځواکونو، د افغان مومن او مجاهد ولس د جهادي مقاومت په وړاندې له ذلت او رسوايۍ ډکه ماته خوړلې، په گونډو شوي، جنگي مورال يې له لاسه ورکړى، له جگړې نه دستړيا اندازه يې له دې نه ښه جوتيږي چې له خپل ژوند نه ناهيلي شوي، په نشه يي توکو معتاد شوي، په اروايي ناروغۍ اخته او د ځان وژنې دود په کې رايج شوى. ځکه نو دوه مخې امريکا ده چې په خپلو دوستانو، په افغانستان کې د جگړې د پاى ته رسيدو لپاره د منت او زارۍ لمن گرځوي- خو له بلې خوا همدا ذليله امريکا ده چې د خپل شيطاني او منافقانه سياست په تقاضاء يې په افغانستان کې د خپلو يو شمير ځواکونو د پاتې کيدو توطيې په لاره اچولي!! د امريکا تور پوستي ولسمشر اوباما په وار وار ويلي چې له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته به يو امريکايي پوځي هم په افغانستان کې شتون ونلري، دا خبره د امريکا د پوځ يو شمير لوړپوړو پوځي چارواکو او ان چې څو ورځې وړاندې په کابل کې د امريکا سفير هم کړې ده خو د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري درې ورځې وړاندې په اسلام کې د پاکستان له لومړي وزير او نورو چارواکو سره د خپل ملاقات پر مهال وويل: امريکا اراده نلري له افغانستان نه خپل پوځونه وباسي- بلکې غواړي په شمير کې يې کمى راولي)) چې دا په حقيقت کې په افغانستان د جگړې د دوام گواښ او څرگندونه ده. امريکا بايد په دې پوهه وي چې افغان مجاهدين له پرديو اشغالگرو ځواکونو څخه د خپل هيواد د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره- نه ستړي کيدونکي او اوږدمهاله جهاد ته هوډ من دي. د دښمن دغه ډول شيطاني او بزدلانه توطيې د افغان مومن او مجاهد ولس جهادي حوصله نه ټيټولى او نه کمزورى کولى شي. د صليبي دښمن په خلاف ورځ له بلې بريالي عمليات، د دښمن ځپل او تاريخي کارنامې سرته رسول، د افغان مجاهدينو په جهادي ولولو کې دلا تاند او چټکوالي گواهي وايي، افغانان جگړه نه خوښوي، خو چې په زور يې ورباندې څوک تپي نو لله الحمد د مقابلې توان يې په ځان کې ويني.
امريکايانو په تيرو دولس کالو کې له افغان مجاهدينو څخه په جگړه کې کوم برى نه دى وړى- په راتلونکې کې به څه وکړي؟! چې ماته خوړلې امريکا په افغانانو د تپل شوې جگړې دوام غواړي- افغان مجاهدين لا وار دمخه اوږدمهاله او د جهاد دوام ته هوډ من دي او د مقابلې توان يې ترپخوا څو چنده زيات دى.

جستجو در کابل پرس