Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 77316

سوداگران سیاه سخن یا افزار نحس تفرقه و نفاق در میان اقوام و ملیتهای محروم کشور

4 نوامبر 2013, 16:00

د شمال ستر جنایتکار جنرال دوستم نور جنایتونه او ناوړه ګړنی ورځ له بلی ورځی راڅرګندیږی ، لکه څنګه چی مشهور متل دی چی لمر په دوه ګوتو نه پټیږی همداسی ددی ستر جنایتکار خیانت ، چپاول ، ظلمونه ، د ځمکو غصبونه ، انسان وژنه ، قتل او قتال ورځ له بلی ورځی راڅرګندیږی تاسو به له رسنیو اوریدلی وی چی تیره ورځ د بلخ ولایت د قلعه جنګی سیمه کی یو ډله ایز قبر وموندل شو چی شاوخوا شل ککرۍ پکښی وموندل شوی دا به څوک وی ؟؟؟

مظلوم افغانان چی هرو مرو به د ژبنی ، قومی ، تنظیمی او یا هم سمتی نا خوالو ښکار شوی وی ، دی ته ورته ډیر داسی ظلمونه او قتلونه شوی چی دا یی آن لا زیری کی هم نه راځی د ۱۳۷۱ هجری کال را وروسته تر اوسه پوری په زرګونو مسلمانان دداسی قومی او سمتی دسیسو ښکار شوی چی شمیره یی له ۵۰۰۰ نه آن تر ۸۰۰۰ پوری رسیږی د بیلګی په توګه یواځی د جوزجان په لیلی دښته کی شاوخوا ۳۰۰۰ پښتانه د جنایتکار او قاتل دوستم لخوا په ډیره بیرحمۍ ووژل شول او د کانتینرو په ذریعه انتقال چی په لیلی دښته کی آن ژوندی تر خاورو لاندی شول په داسی وژنو بشر پال او د بشر حقونو غوښتونکی هم چپ دی ، هیچا دغه دوسیه راپورته نکړه چی د غه مظلوم افغانان ولی بر ناحقه شهیدان شول ولی د یوه جنګی بندی په توګه چلند ورسره ونشو ، ولی تر اوسه دغه موضوع هیڅ کومی ډلی یا ارګان راپورته نکړه آن تر مشرانو پوری ، تر دی مهاله که دغه موضوع چا یاده کړی هم ده ، هغه پیاوړۍ پښتون جمعه خان همدرد دی چی تل یی د شمال پښتنو لپاره خپله سینه سپر کړی او ددوی د حقه حقوقو لپاره یی نه ستړی کیدونکی مبارزه کړی دی ته ورته ډله ایزی وژنی نوری هم ډیری شوی لکه د امو سین حیرتانو ښارګوټی ته څیرمه کانټینر بس انسانان وراچول شوی او په شهادت رسیدلی همدا رنګه په قلعه جنګی ، یلمرب ، دشت شور ، اتلسمه فرقه او داسی نورو ځایونو کی هم دی ته ورته ډله ایزی وژنی شوی چی ورځ له بلی ورځی به راڅرګندی شی دا ټول چی وژل شوی څوک وو ، هغه افغانان چی د خوراک ډوډی یی نه لرله او حتی که تاسو یی جسدونه لیدلی وای نو پلاستیکی څپلۍ به یی په پښو وی ، په ډیر مظلومانه شکل شهیدان شوی دی کی شک نشته چی په دی وژنو کی یو تعداد هغه کسان هم شامل دی جی د طالبانو لخوا په سمیه کی وژل شوی چی کره شمیره یی نه ده معلومه اوس دغه جنګی جنایت کاران په لوړو پوستونو کی کار کوی ، یو یی دبلخ والی او بل یی درستیزوال د مسلح پوځ دی.

آیا ولسمشر ددوی له دی جنایتونو او لوټمارۍ خبر دی ؟؟؟

آیا ولسمشر د دوی له دی توری سرمایی خبر دی ؟؟؟

که خبر وی ولی به یو مثبت ګام نه اخلی ؟؟؟

آیا ولسمشر به کوم مجبوریت ولری؟؟؟

دا ټولی هغه پوښتنی دی چی د شمال د خلکو لاس د ولسمشر تر ګریوانه او ږدولۍ شی ، خو د خلکو په خولو پټۍ لګول شوی ، نه تنها پوښتنه یی د حال نه کیږی بلکه هره ورځ په مرموز شکل شهیدان کیږی .

الله دی په دی مظلوم ولس ورحمیږی

جستجو در کابل پرس