Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 77317

سوداگران سیاه سخن یا افزار نحس تفرقه و نفاق در میان اقوام و ملیتهای محروم کشور

4 نوامبر 2013, 16:05

د كابل په ختيځ كې د کارته نو سیمې اوسیدونکي وايي، چې د تنظیمي جګړو پر مهال د جنرال دوستم کسان د دوی کورونو ته ورننوتي او لوټ كړي يې دي.

د كارته نو سيمې اوسيدونكي زياتوي، له ۱۳۷۱ نه تر ۱۳۷۴ لمریز کاله پورې، چې دغه سیمه د جنرال دوستم د وسله والو له لوري اداره کېدله په سیمه کې یې ډېر خلک کړولي او ان جنسي تېري یې کړي دي.

کارته نو، چې په کابل کې د خپلمنځي جګړو له پیل نه تر ډېره وخته پورې د جنبش د کسانو په ولکه کې وه، د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په وینا، د کورونو پر چور، چپاول او جنسي تېریو سر بیره یې ځینې خلک وژلي هم دي.

سره له دې، چې په کارته نو کې د تنظیمي جنګونو له مودې نږدې ۱۷ کاله تېر شوي، خو اوس هم د دغو جنګونو ډېرې نښې نښانې په كې پاتې دي او ځینې کورونه لاهم کنډواله دي.

چوراو چپاول

د کارته نو د سیمې اوسنى وکیل ۴۵ کلن سید اعظم وایي، چې د خپلمنځي جګړو په وخت کې د دې سیمې پر اوسیدونکو سخت ظلمونه وشول او زیات بې ګناه خلک له کوم جرم پرته ووژل شول. هغه وایي: (( کله چې په سیمه کې د ګیلم جمانو( د جنبش ګوند) او مجاهدینو تر منځ جنګ پیل شو، دغه سیمه د ګیلم جمانو تر کنټرول لاندې وه، نو دوی به راغلل او خلک به یې په بېلابېلو پلمو وژل، د چا یې کور چور کړ، د چا یې ورور وواژه او د چا یې پلار وواژه.))

سید اعظم چې د تېرو خاطرو په وریادېدو سخت اندېښمن شوی و، خپلې خبرې داسې پسې وغځولې: (( ډېر سخت حالتونه پر موږ تېر شول زموږ غم چا ونه خوړ. موږ له خپلو كورونو فقط په یوه جوړه جامو کې ووتو او سرونه مو خوندي کړل، كورونه مو هماغسې ډك پرېښودل، چې ټول ګیلم جمو ولوټل. د كور ټول سامانونه خو څه كوې، روغ كورونه يې ټول په كنډوالو بدل كړل، خلكو ډېر سخت تكليفونه وليدل او ډېر وګړي يې د غم په ټغر كېنول.))

د سیمې یو بل اوسیدونکی ۳۵ كلن عبدالله، چې د خوراكي توكو دکان لري او د جنبش ډلې د وسله والو له لوري یې د خلکو د کورونو د لوټل کېدلو ډېری پیښې په خپلو سترګو لیدلي دي، سيمې ته د خپل راتګ د يوې ورځې حال داسې بيانوي:(( له چا سره د ځان واك هم نه و، د جنبش له كسانو سره يوه دوه نه كېدله، كله چې په سيمه كې جګړې زور واخيست، نو خلكو ايله دومره وكړل، چې خپل ځان او د کورنۍ زنانه او ماشومان له سيمې څخه وباسي او بس، ډك ډك كورونه يې پرېښودل او ترې لاړل.))

نوموړی زیاتوي:(( په دغه ډله کې موږ هم شامل وو، خو یوه ورځ چې سیمې ته راغلم ګیلم جمو ودرولم او را ته یې وویل: ولې دلته راغلى یې؟ ما ورته وویل: د خپل کور او مالونو د احوال په خاطر راغلی یم، خو هغوی راته وویل، چې ژر له سیمې نه ځه، ته غل یې. په داسې حال کې، چې همدوى د لارې په اوږدو كې او هماغلته ما په خپلو سترګو ليدل، چې د خلكو كورنه لوټول. زما نه یې هم هغه مالونه، چې له خپل کور څخه مې اخیستي وو واخیستل او راته ويې ويل، ژر ځه که نه وژنو دې.))

۶۰ شپیته کلن رئیس غرڅه ګل، چې د کارته نو د سیمې بل اوسیدونکی دى او له ډېر پخوا راهيسې په دغه سيمه كې ژوند كوي او يو لاس يې هم د هغه په خپله وینا د جبش د ډلې د کسانو تر وهلو وروسته معلول شوى وايي: (( ګیلم جم چې كله راغلل، په كورونو كې يې هېڅ شى پرېنښودل، د ټولو خلکو کورونه یې په سیمه کې چور کړل. يوه ورځ زه په خپل كوركې وم، چې راغلل؛ هم يې شل لكه افغانۍ راڅخه يوړې او هم يې دومره ووهلم، چې يو لاس يې راباندې مات كړ او اوس عيبي یم.))

جنسي تېري

د کابل په کارته نو سیمه کې د تنظیمي جګړو پرمهال نه یوازې خلک وژل شوي او کورونه یې لوټ شوي، بلکې د دغې سیمې اوسېدونکي د نورو نادودو شاهدان هم دي. د سیمې اوسیدونکي وايي چې تنظیمي ډلو ټپلو په سیمه کې جنسي تېري هم کړي، خو ځکه په دې اړه زیات څه نه شي ویلی چې دا د ننګ او شرم خبره ده.

د کارته نو اوسیدونکی ۶۳ كلن سيد عبدالرحيم، چې د جنګ پرمهال د اوږدې مودې لپاره په سیمه کې پاتې شوی وايي چې د جنبش ډلې وسله والو ځای ځای پر جنسي تېریو هم لاس پورې کړی، نوموړی زیاتوي: (( زموږ په سيمه كې يوه كور ته د جنبش کسان ورغلي وو اوغوښتل يې، چې له هغه كور څخه نجونې وتښتوي او بيا پرې جنسي تېرى وكړي، ګمان کوم چې دا کار یې وکړ. موږ هم په دې فكر كې شو، چې په كور كې ځوانې ښځې لرو، نو له همدې وېرې مو د خپل كور ضروري توكي له ځانه سره واخيستل او په داسې يو حالت كې له سيمې څخه ووتو، چې له يوې خوا د راكټونو باران وو او له بلې خوا يو زنګون خټې وې.))

په اتمه حوزه کې د جنایتکارانو لاسونه د کارته نو په لویدیځ کې تر شاه شهیده هم رسېدلي دي.

د جنسي تېرو له شرمه ډكو پېښو عاملين او په كې زيانمن شوي خلك په ډېره سختۍ سره حاضرېږي، چې له رسنيو سره په دې اړه خبرې اترې وكړي. خو د شاه شهید د سیمې یوه تن اوسېدونکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل چې د شاه شهيد او کارته نو په سيمو کې دوستمیانو جنسي تېري هم کړي، هغه وايي:(( ظلم او زنا يې كړې، دغو ظالمان پر یوې امیدوارې ښخه جنسي تېری کړی و چې بیا یې اولاد هم ضایع شو، له دغه نامردانه کار وروسته، مېړه يې خپله ښځه او ځينې قيمتي توكي له ځان سره اخيستي او په یوه بد حالت کې له سیمې ووتل..))

د خلکو وژل

دغه راز د شاه شهید یو شمېراوسیدونکي شکایت لري چې په سیمه کې بې ګناه وګړي هم وژل شوي دي.

پنځه څلوېښت کلن سلیم جان، چې په شاه شهید کې يې د حزب اسلامي او دوستمیانو تر منځ په جګړه كې د سیمې د یو شمېر خلکو وژل کېدل په خپلو سترګو لیدلي او د تېرو خاطرو په یادولو یې بڼه تکه سره اوښتې وه، وویل: (( کله چې د حزب اسلامي او جنبش تر منځ جنګ پيل شو، زموږ کور چې د شاه شهید په اول سرک کې دى، نو زموږ په کوڅه کې له يوې شپې او يوې ورځې راهيسې، د ملكي خلكو جنازې پرتې وې، چې بيا وروسته خلك راغلل او قبرونه يې ورته وكېندل. په هغه وخت كې تيږې هم نه پيدا كېدې، تر څو د قبرونو په سر یې کیږدي. خلك مجبور شول، چې د قبرونو پر سر د كورونو لرګي واچوي او مړي ښخ كړي.))

شرطونه وهل

د كارته نو يو بل اوسيدونكی محمد قدير يو له هغو كسانو څخه دى، چې په دغو جګړو كې یې خپل ورور او زوى له لاسه وركړي دي.

نوموړى، چې ډېرې دردوونكې پېښې ليدلي دي، وویل: (( زما کور په رحمان مېنه کې وو او دغه سیمه د ګلم جم د یوه قوماندان په ولکه کې وه، اوس د هغه نوم زما هیر دی. زموږ په سیمه باندې به د دوستم د کسانو لخوا لكه د باران مرمۍ راورېدلې. همدغو كسانو زما يو زوى او يو ورور په شهادت ورسول. ما په خپله پر مخ چره وخوړه او تر اوسه مې پر مخ داغونه پاتې دي. كله چې به عام خلك په خپله سيمه كې ګرځېدل، دوى به له پاسه په نښه كول او شرطونه به يې پرې تړل، چې دغه تن ته ويشتلى شې او كه زه؟ هر چا به چې هغه سړی وويشت، نو هغه بل ته به يې پيسې وركولې.))

ډېرى هغو قوماندانانو او افرادو، چې د بشر ضد ډېر زړه بوږنوونكي جرمونه او جنګي جنايتونه ترسره كړي، يا له خپلو اصلي سيمو كوچېدلې، یا په لوړو پوستونو کې دي او يا هم د وروستيو درې لسيزو جګړو په ترڅ كې وژل شوي دي.

نړیوال بشري قوانین ډېر هغه ناوړه اعمال چې په هغو کې د بې ګناه انسانانو حقوق زیانمن شي جنګي جرم ګڼي او دا کړنې معمولا د جګړې په جريان كې په جګړه كې د ښكېلو غاړو له لوري د جنګي قوانينو د نه رعايت په سبب رامنځته كيږي او جنګي ډلې په كې راښكېلې وي.

د ۱۹۴۹ كال د ژنيو په څلورګونو كنوانسيونونو كې په تكرار ډول د بشري ضد جرايمو په نه ترسره كولو ټينګار شوى او د نړيوالو ميثاقونو د احكامو له مخې او د ۱۹۴۷ كال د ژنيو د كنواسيونو د دوهم پروتوكول په اضافه كولو سره، د بشري ضد جرمونو ترسره كوونكي بايد ترعدلي تعقیب او څارلاندې ونيول شي.

د کارته نو او شاه شهید د سیمو اوسیدونکي له اوسني حکومت او نړیوالې ټولنې څخه دا غوښتنه کوي، تر څو هغه کسان چې پر جنګي جنایتونو تورن او لاهم ژوندي دي د محاکمې په کټاره کې ودروي.

دا خلک وايي، چې د جنايتكارانو ځاى وزارت، ولایت، وکالت او ریاست نه دى او بايد د خپلو عملونو سزاو ووینې او یا دا چې غرامت ورکړي.

جستجو در کابل پرس