Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 41318

lملت د پدرام په مقابل کی حساس دی

6 نوامبر 2010, 16:30, توسط شبیر "کاکر"

که پدرام محاكمه نشي، په ټولټاكنو كې به په خپل ګډون غور وكړو

احساس-بلخ

د بلخ ولايت په مركز( مزارشريف) كې په سلګونو قومي مشرانو او ځينو ګوندونو د غازي امان الله خان په ننګه د لطيف پدرام د وروستيو څرګندونو پر ضد غونډه او احتجاجي لاريون وكړ چې كه چېرې د دوى غوښتنو ته مثبت ځواب ورنكړل شي نو د ولشمشرۍ په راتلونكو ټولټاكنو كې به په خپل ګډون غور وكړي.

د ملي كنګرې ګوند مشر پدارم په دې وروستيو كې په يوه تلويزوني مركه كې غازي امان الله خان ته (( پدرلعنت)) ويلي و او پر هغه يې بېلا بېل تورونه لګولي وو.

په دغه غونډه كې د بېلا بْېلو قومونو د مشرانو او مخورو سپين ږيرو سربېره د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې، د تحريك ملي افغانستان، افغان ملت، د افغانستان د يووالي ګوند غړو هم برخه اخيستې وه.

د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې منشي شاه محمود كاكړ غونډې ته د وينا پر مهال غازي امان الله د هېواد يو ستر او د احترام وړ شخصيت وباله. نوموړي د پدرام د خبرو د غندلو څخه وروسته وويل چې دولت بايد زرتر زره پدرام ونيسي او محكمې ته يې وړاندې كړي.

همدا ډول د غونډې يو بل تن ويناوال پوهندوى سيد يوسف رحماني د ازادو خلكو په استازيتوب وويل چې پدرام ملي خيانت كړى دى. هغه زياته كړه چې نوموړى بايد سزا وويني.

د دغې غونډې وياند مجيب الرحمان لحاظ خبريالانو ته ويلي چې د غونډې ګډونوالو د غونډې د پاى ته رسېدو څخه وروسته د زوړ محبس څخه تر فردوسي پارك پورې لاريون هم وكړ.

نوموړي زياته كړه چې د لاريون په پاى كې پر فردوسي پارك د غازي امان الله خان يو ستر تصوير وځړول شو او پرېكړه وشوه چې هر كال به دغه مهال د ستر غازي تصوير دلته نوى كېږي.

لحاظ وايي چې د تصوير كېښودو څخه وروسته د غونډې او لاريون پنځه ماديز پرېكړليك ولوستل شو، چې پكې د ملي كنګرې ګوند لغوه كېدو او د پدرام د محكمې غوښتنه شوې وه.

په پرېكړليك كې له رسنيو غوښتل شوي و چې سربېره پر غازي امان الله خان د هېواد دنورو سترو شخصيتونو د پېژندنې په اړه بايد خپله مسووليت پر ځاى كړي.

همدا ډول په پرېكړليك له دولت څخه غوښتل شوي و چې كه چېرې د دوى غوښتنو ته مثبت ځواب ورنكړل شي نو د ولسمشري په راتلونكو ټولټاكنو كې به په خپل ګډون غور وكړي.

له دې مخكې هم د هېواد په ځينو نورو ولايتونو هرات، ننګرهار، كابل، كندوز او... كې د پدرام د وروستيو څرګندونو د غندلو په موخه غونډې او لاريونونه شوي دي

جستجو در کابل پرس