صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 4751
20 جولای 2007, 12:03
اتم فصل - ممنوعه خپرونې يودېرشمه ماده: په ټوليزو رسنيو كې د دغه ډول ليكنو خپرول جواز نه لري: 1- هغه ليكنې چې د اسلام د اصولو مغاير او نورو دينونو او مذهبونو ته سپكاوى وي. 2- هغـه ليكنې چې د اشخاصو د سپكاوي او پر هغو باندې د افتراء لامل شي. نهم فصل - جزايي حكمونه دوه دېرشمه ماده: دامتياز خاوند په هغه صورت كې مسوْول ګڼل كېږي چې د دې قانون د حكمونو مخالف عمل وكړي. دري دېرشمه ماده: (1) هغه رښتيني او حكمي كسان چې د دې قانون د حكمونو په پام كې نيولو پرته د افغانستان په قلمرو كې د ټوليزو رسنيو په تاْسيسولو او چلولو لاس پورې كړي، په نقدي جزاء محكومېږي. (2) كه چېرې د ټوليزو رسنيو موْسس او چلوونكى رښتينى شخص وي، په لاندې توګه په نقدي جزاء محكومېږي: ټلويزيون پنځلس زره افغانۍ. راډيو لس زره افغانۍ. آژانس لس زره افغانۍ. كېبلي شبكه دېرش زره افغانۍ. (3) كه چېرې د ټوليزو رسنيو موْسس او چلوونكى حكمي كس وي، په لاندې توګه په نقدي جزاء محكومېږي: ټلويزيون اوولس زره افغانۍ. راډيو دوولس زره افغانۍ. كېبلي شبكه څلور دېرش زره افغانۍ. آژانس دوولس زره افغانۍ. څلوردېرشمه ماده: (1) مسوول مدير كولای شي د اثر د خاوند د نوم له څرګندولو څخه ډډه وكړي. په دې صورت كې د اثر له خپرېدو څخه پيدا شوی مسووليت، مسوول مدير ته متوجه دی. (2) په موقوتو خپرونو كې د ليكوال په مستعار نوم انتقادي ليكنې خپرېدی شي، په دې شرط چې د ليكوال نوم او هويت مسوول مدير ته څرګند وي، د ليكنې يا اثر له خپرېدو څخه پيدا شوی مسووليت مسوول مدير ته متوجه كېږي. پنځه دېرشمه ماده: (1) كه چېرې د اثر خاوند د دې قانون له حكمونو سره سم د جزاء وړ ګڼل شوی وي، د جرم د فاعل په توګه تر عدلي څارنې لاندې نيول كېږي، په دې حالت كې مسوول مدير د جرم د شريك په توګه ګڼل كېږي. (2)كه چېرې د ليكنې خاوند معلوم نه وي، له خپرېدو څخه يې پيدا شوی مسووليت، يوازې مسوْول مدير ته متوجه دی. شپږدېرشمه ماده: كه چېرې ليكوال په نقدي جريمه محكوم شي، مكلف دی، د جريمې د حكم د صادرېدو له نېټې څخه د يوې مياشتې په موده كې محكوم بها د دې قانون له حكمونو سره سم تحويل كړي. لسم فصل - وروستني حكمونه اووه دېرشمه ماده : بهرني اتباع كولای شي د سينماټوګرافۍ فلمونه په هېواد كې جوړ كړي، په دې شرط چې له مخكې يې د اطلاعاتو او كلتور وزارت اجازه ترلاسه كړې وي. اته دېرشمه ماده: د ټوليزو رسنيو فعاليت د هغې اساسنامې په وسيله سمبالېږي، چې موخې، دندې، واكونه، تشكيل او اړوندې مالي چارې په كې شاملې وي. نهه دېرشمه ماده: د اطلاعاتو او كلتور وزارت اړ دی، د كورنيو او بهرنيو ټوليزو رسنيو د خپرونو د آزاد فعاليت د تحقق په منظور ممكنې آسانتياوې برابرې كړي. څلوېښتمه ماده : د هغو ټوليزو رسنيو د امتياز خاوند او مسوْول چلوونكى چې د دې قانون تر ټينګښت دمخه يې په فعاليت پيل كړی وي، مكلف دي د هغه د انفاذ له نېټې څخه د دوو مياشتو په موده كې، د دې قانون حكمونه په پام كې ونيسي. يوڅلوېښتمه ماده: د ښوونځيو او د لوړو زده كړو، څېړنيزو، او مسلكي موْسسو د درسي او پوهنيزو كتابونو چاپ او خپرول، د دې قانون د حكمونو تابع نه دي. دوه څلوېښتمه ماده: (1) په دې قانون كې د خوندي شويو سرغړونو د څېړنې په موخه، په لاندې تشكيل سره د څېړنې كمېسيون جوړېږي: د اطلاعاتو او كلتور وزير د رئيس په توګه. د افغانستان د علومو اكاډمۍ استازی د غړي په توګه. د ژورناليزم د پوهنځي دوه تنه استازي د غړو په توګه. د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواك كمېسيون استازی د غړي په توګه. د خبريالانو (ژورناليسټانو) د اتحاديې دوه تنه استازي د غړو په توګه . (2) د دې مادې په لومړۍ فقره كې خوندي شوی كمېسيون د دې قانون له حكمونو څخه درج شوې سرغړونې څېړي. كه چېري موضوع د عدلي څارنې غوښتنه وكړي، جريان د غور په منظور عدلي سرچينې ته وړاندې كېږي. دري څلوېښتمه ماده: دغه قانون د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جريده كې دې خپور شي او په نافذېدو سره يې، د 1380 هجري لمريز كال د كب د مياشتې د (18) مې نېټې د رسمي جريدې په (800) مه ګڼه كې د مطبوعاتو خپور شوى قانون لغوه ګڼل كېږي.
اتم فصل - ممنوعه خپرونې
يودېرشمه ماده:
په ټوليزو رسنيو كې د دغه ډول ليكنو خپرول جواز نه لري:
1- هغه ليكنې چې د اسلام د اصولو مغاير او نورو دينونو او مذهبونو ته سپكاوى وي.
2- هغـه ليكنې چې د اشخاصو د سپكاوي او پر هغو باندې د افتراء لامل شي.
نهم فصل - جزايي حكمونه
دوه دېرشمه ماده:
دامتياز خاوند په هغه صورت كې مسوْول ګڼل كېږي چې د دې قانون د حكمونو مخالف عمل وكړي.
دري دېرشمه ماده:
(1) هغه رښتيني او حكمي كسان چې د دې قانون د حكمونو په پام كې نيولو پرته د افغانستان په قلمرو كې د ټوليزو رسنيو په تاْسيسولو او چلولو لاس پورې كړي، په نقدي جزاء محكومېږي.
(2) كه چېرې د ټوليزو رسنيو موْسس او چلوونكى رښتينى شخص وي، په لاندې توګه په نقدي جزاء محكومېږي:
ټلويزيون پنځلس زره افغانۍ.
راډيو لس زره افغانۍ.
آژانس لس زره افغانۍ.
كېبلي شبكه دېرش زره افغانۍ.
(3) كه چېرې د ټوليزو رسنيو موْسس او چلوونكى حكمي كس وي، په لاندې توګه په نقدي جزاء محكومېږي:
ټلويزيون اوولس زره افغانۍ.
راډيو دوولس زره افغانۍ.
كېبلي شبكه څلور دېرش زره افغانۍ.
آژانس دوولس زره افغانۍ.
څلوردېرشمه ماده:
(1) مسوول مدير كولای شي د اثر د خاوند د نوم له څرګندولو څخه ډډه وكړي. په دې صورت كې د اثر له خپرېدو څخه پيدا شوی مسووليت، مسوول مدير ته متوجه دی.
(2) په موقوتو خپرونو كې د ليكوال په مستعار نوم انتقادي ليكنې خپرېدی شي، په دې شرط چې د ليكوال نوم او هويت مسوول مدير ته څرګند وي، د ليكنې يا اثر له خپرېدو څخه پيدا شوی مسووليت مسوول مدير ته متوجه كېږي.
پنځه دېرشمه ماده:
(1) كه چېرې د اثر خاوند د دې قانون له حكمونو سره سم د جزاء وړ ګڼل شوی وي، د جرم د فاعل په توګه تر عدلي څارنې لاندې نيول كېږي، په دې حالت كې مسوول مدير د جرم د شريك په توګه ګڼل كېږي.
(2)كه چېرې د ليكنې خاوند معلوم نه وي، له خپرېدو څخه يې پيدا شوی مسووليت، يوازې مسوْول مدير ته متوجه دی.
شپږدېرشمه ماده:
كه چېرې ليكوال په نقدي جريمه محكوم شي، مكلف دی، د جريمې د حكم د صادرېدو له نېټې څخه د يوې مياشتې په موده كې محكوم بها د دې قانون له حكمونو سره سم تحويل كړي.
لسم فصل - وروستني حكمونه
اووه دېرشمه ماده :
بهرني اتباع كولای شي د سينماټوګرافۍ فلمونه په هېواد كې جوړ كړي، په دې شرط چې له مخكې يې د اطلاعاتو او كلتور وزارت اجازه ترلاسه كړې وي.
اته دېرشمه ماده:
د ټوليزو رسنيو فعاليت د هغې اساسنامې په وسيله سمبالېږي، چې موخې، دندې، واكونه، تشكيل او اړوندې مالي چارې په كې شاملې وي.
نهه دېرشمه ماده:
د اطلاعاتو او كلتور وزارت اړ دی، د كورنيو او بهرنيو ټوليزو رسنيو د خپرونو د آزاد فعاليت د تحقق په منظور ممكنې آسانتياوې برابرې كړي.
څلوېښتمه ماده :
د هغو ټوليزو رسنيو د امتياز خاوند او مسوْول چلوونكى چې د دې قانون تر ټينګښت دمخه يې په فعاليت پيل كړی وي، مكلف دي د هغه د انفاذ له نېټې څخه د دوو مياشتو په موده كې، د دې قانون حكمونه په پام كې ونيسي.
يوڅلوېښتمه ماده:
د ښوونځيو او د لوړو زده كړو، څېړنيزو، او مسلكي موْسسو د درسي او پوهنيزو كتابونو چاپ او خپرول، د دې قانون د حكمونو تابع نه دي.
دوه څلوېښتمه ماده:
(1) په دې قانون كې د خوندي شويو سرغړونو د څېړنې په موخه، په لاندې تشكيل سره د څېړنې كمېسيون جوړېږي:
د اطلاعاتو او كلتور وزير د رئيس په توګه.
د افغانستان د علومو اكاډمۍ استازی د غړي په توګه.
د ژورناليزم د پوهنځي دوه تنه استازي د غړو په توګه.
د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواك كمېسيون استازی د غړي په توګه.
د خبريالانو (ژورناليسټانو) د اتحاديې دوه تنه استازي د غړو په توګه .
(2) د دې مادې په لومړۍ فقره كې خوندي شوی كمېسيون د دې قانون له حكمونو څخه درج شوې سرغړونې څېړي.
كه چېري موضوع د عدلي څارنې غوښتنه وكړي، جريان د غور په منظور عدلي سرچينې ته وړاندې كېږي.
دري څلوېښتمه ماده:
دغه قانون د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جريده كې دې خپور شي او په نافذېدو سره يې، د 1380 هجري لمريز كال د كب د مياشتې د (18) مې نېټې د رسمي جريدې په (800) مه ګڼه كې د مطبوعاتو خپور شوى قانون لغوه ګڼل كېږي.