Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 36596

آيا يک دست نشانده، خود می تواند به دخالت خارجی اعتراض کند؟

3 آپریل 2010, 06:41, توسط تنویر

ولسي جرګې وښوده چې دخان نوكران دي

پرون ولسي جرګې د انتخاباتو په قانون كې چې د ولسمشر كرزي لخوا د يوه تقنيني فرمان له مخې توشيح شوى ؤ د انتخاباتي شكاياتو د ارزونې اكثريت افغاني شوى كميسيون رد كړ او پرېكړه يې وكړه چې دا بايد د پخوا په څېر وي چې بهرنيان پكې اكثريت وو.
دا چې د ولسي جرګې دغه پريكړه د اساسي قانون د 109 مې مادې پر خلاف او غير اصولي ده بيله خبره ده، خو پوښتنه داده چې د افغان ولس د استازيتوب دعوه دارانو ولې د خپل ولس د برخليك په باب د بهرنيانو واك ته غاړه كېښوده او ولې يې داسې سپكې پريكړې ته زړه ښه كړ؟ آيا افغان ولس دومره ذليل دى چې بايد د برخليك پريكړه يې د بهرنيانو په لاس كې وي؟ آيا د هېواد په ساره او اوږدو كې زموږ د شهيدانو هدېرې پر همدې شاهدي وايي؟
كه دوى فكر كوي چې نا خبره ولس به د دوى پردې پريكړو نه خبريږي چې تر شا يې كومې انګيزې اوكوم سپيره لاسونه دي نو ډيره لويه غلطي كوي، افغان ولس پردې پوهيږي چې د انتخاباتو په كميسيون كې د بهرنيانو پايلې څه وې؟
پردې هم ولس خبره دى چې د ولسمشر لخوا د شكاياتو كميسيون بشپړ افغاني شو بهرنيانو دا ګواښونه وركول چې كه ولسمشر لږ تر لږه دوه تنه بهرنيان په دې كميسيون كې و نه مني نو ټول قانون به په ولسي جرګې رد كړي، پرون ولسي جرګې پخپله پريكړه وښوده چې بهرنيان دلته دومره د ولس پر سترګو ور ننوزي داسې خدمتګاران لري چې خپلې ملي ګټې، د خپل ولس غرور او همت ټول هيڅ په هيڅه د دوى په پښو كې ورته غورځوي.
متاسفانه ولسي جرګې د خپل تاريخ تر ټولو سپيره پريكړه وكړه چې اوس به ان شا الله د ژوند تر پايه د دوى لپاره د تندي داغ وي، ولسي جرګې وښوده چې د خان نوكران دي نه د هغه باشهامته ولس چې افغانان يې بولي، خو دوى بايد د څو ټنګو او د بهرنيانو د يوې پيكه موسكا په وړاندې داسې زرګونډه نه وهلاى لږ يې بايد شاته خپل هغه ولس ته كتلي واى چې د غرور شمله يې د هندوكش او هماليې نه اوچته ده.
دوى بايد له ځانه وپوښتي چې آيا دوى د هغه ولس استازيتوب كولاى شي چې خپل ايمان، غرور او شهامت يوه شېبه هم نشي هيرولاى، سرونه وركولاى شي، ستونزې او مصيبتونه ګاللى شي خو پرديو ته سر ټيټى يې په قاموس كې نشته.

جستجو در کابل پرس