Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 44105

د گلبدین باره کی

8 مارچ 2011, 09:11, توسط پرویز "بهمن"

کله چې د امریکايي پوځي اډو د شالید او لاملونو په اړه غږیږو د ډېرو نورو لاملونو ترڅنګ پنجاب او د هغه په لاس روزل شوي طالبان باید په لومړي لیکه کې وشمېرو . پاکستان چې د انګریز لخوا له هنده د افغانستان او هند د خاورې په برخو د یوه جعلي هېواد پتوګه د سیمې لپاره د یوه ژاندارم په توګه رابېل شواو روسته بیا د سیاتو په پوځي تړون کې ورګډ شو ، د سړې جګړې په مهال يي د خپلواکۍ او ازادۍ غورځنګونو په ټکولو کې د لویدیځ لپاره د پاموړ خدمتونه کړي دي . هغه مهال هم لویدیځ د پاکستان په مټ غوښتل افغانستان چې تل خپلواک او ناپییلي هېواد وو ، د سیاتو په پوځي تړون کې ورښکېل کړي خو افغانستان ناپيیلی پاتې شو . که څه هم ناپييلتوب افغانستان ته په درنه بیه تمام شو او د ناپييلتوب په سر يي د ختیځ او لویدیځ دواړو لورو څخه ډېرې څپيړې اوسوکان وخوړل او پاکستان برعکس له وخته په ګټې سره ځان ښه سمسور او اباد کړ .
د ۲۰ مې پيړۍ په روستیو لسیزو کې پنجاب چې د همدې موخې لپاره لا پخوا رامنځته شوی و ، سیمې ته د امریکا او لویدیځ په راښکون کې لویه ونډه واخیسته . بلخوا پنجاب د مجاهدینو د اووه تنظیمونو او روسته د طالبانو د پنځولو په مټ افغانستان ته د لویدیځ په پورېوتلو کې د یوه پل دریځ ولوباوه . نن سبا بل هرڅوک که په کور دننه اوسیمه ، افغانستان کې د امریکايي پوځي اډو په اړه نیوکه او ګیله لري تر یوه بریده په حق ګڼل کېدای شي خو پنجاب او طالبان د ګیلو او نیوکو حق نلري او ددې اډو پړه او ګرمتیا باید پر غاړه واخلي !

ګل بدین حکمتیار د اسلامي ګوند مشر د لندن د ITV او د پاکستان ( دنیا ) تلویزویونې چینلونو سره خپله روستۍ مرکه کې وايي « د کابل جمهور ریس ایکن بیری او وای سرای يي پیټریوس دی ، کرزی یو سمبول دی »

خو دا چې امریکا افغانستان کې دغه شان پیاوړی دریځ تر لاسه کوي ، اسلامي ګوند او حکمتیار دا خبره نه کوي چې امریکا او لویدیځ د اسلامي ګوند او نورو مجاهدینو په مرسته دغه شان دریځ تر ګوتو کړی او مسولیت يي باید پرخپله غاړه واخلي . دا چې ګل بدین تېرمهال په پنجاب کې د امریکایانو او پنجابیانو په ملاتړ د کرزي په شان یو سمبول و او خپل هېواد افغانستان يي د نورو مجاهدینو سر په ګډه په کنډواله بدل کړ اوس غواړي له یاده وباسي . همدارنګه نور جهادي ګوندونه هم کله ناکله په بډه کې غږیږي او غواړي د امریکايي اډو پړه د نورو پر غاړه واچوي . طالبان هم چې امریکایانو پخپل لاس جوړ کړي ، اوس خپل بادار ته ګواښونه کوي او ورته وايي چې پام اډې جوړې نکړۍ ، په داسې حال کې چې د اډو د جوړېدو په ورځ به خپل جهاد ختم اعلان کړي !

په غښتلي او پیاوړي ګومان د طالبانو او اسلامي ګوند د مقاومت ډرامه به هم د امریکايي اډو تر جوړېدو پورې ښه په درځ روانه وي او کله چې اډې جوړې شوې دوی به هم ټس فارسي ووايي

جستجو در کابل پرس