Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

صفحه نخست کابل پرس > ... > سخنگاه 52592

درنگی بر سخنان احساساتی حکمت الله حکمت دربارهء احمدشاه مسعود

2 فبروری 2012, 16:16, توسط پښتون خوځښت-کابل

د افغان اوافغانستان ژغورنې، د خپلواکئ او ثبات غوښتنې، د عدل اوانصاف ، سولې اوروورولی د یومدني ملت جوړولو او تر ټولو مخکې د پښتنو د یو تر ټولي سترې ستونزي ،، پښتون وژنې ،، په وړاندي مبارزه شروع ده.

افغان ځوانانو د اسلام د سپيڅلې دين او پښتونولی د اصولو پر بنسټ د افغان د اسلامې او ملې هويت، د افغانستان د خپلواکی، ملې ارزښتونو د ساتنې او ژغورنې په موخه مبارزه شروع کړيده. پښتانه ځوانان له یو کال راهيسې د فیسبوک ، انترنت او په افغانستان کې د غونډو جوړولوله لورې د همږغئ په حال کې دي.

په نړی کې ژوند کول د هر وګړي حق دئ، پښتنو ځوانانو نور خپل حق پيژندلی دی. په سيمه، پښتون خوځښت په ګرده نړئ او افغانستان کې پر پښتنو ځوانانو ږغ کوي: چې یوازنې قتل کیدونکې قوم ته د ژوند او بې ثبات سيمې ته د ثبات د څرک سره مله شې.

د دې ملت د ژغورني، عدالت، سولي او پرمختګ، مسئول پښتانه ځوانان دي، په سلګونو ځوانانو په همدې مسولیت قسم خوړلئ. او هر ملت وژونکئ، ظالم، جګړه مار،چې اوس پښتون وژني او یا يي پخوا وژلي وې د سزا او جزا په لټه کې دې.

په هر یو اسلامي او افغانې فکر چې د پښتون ژغورنې فکر لرئ. پښتون خوځښت هغه فکر او لار سپيڅلې بولي او دعملي کولو ژمنه يي کوې. پښتون ژغورنه حتمې ده اوزموږ مسوليت دئ.

د پښتون خوځښت هدف د پښتون ژغورلو دپاره د پښتون ځوان د وينې تویول نه دې، د پښتون خوځښت دمبارزې ډول: د دښمن سره (فکرې او روحې جګړه) ده. ((چې فکر يي خراب شې، او روح به يي ناارامه شې)) په ((اسلامې او افغانې هنر سره)).

اوکه د ملت ژغورني او عدل غوښتنې هلې ځلې زندانې شې، ملت او افغان تاريخ سر خورې.... نوسرښندنه د تاريخ غوښتنه ده!

پښتون خوځښت د پښتنو د یووالې په موخه خپل جوړښت کې دبرترئ او کمترئ مسله نه منې. پښتون خوځښت کې هر ځوان برتره اود بدلون مشر دئ. هيله ده پدې مشری کې راسره برخه واخلئ.

پښتون خوځښت د ټولو دئ. په قران او افغانې تاريخ قسم وخورئ او دنورو قسم خوړلو سره یو ځای شئ.

نور پښتانه دژوند دپاره پريږدئ.

دپښتون ژغورنې کاروان ملتیاوکړئ.

زموږ سره سله ځله پدغه ایمیل اړيکه ونیسئ:

pashtonistan yahoo.com

یادونه: پښتون خوځښت پر افغانستان کې پر ټولو شته قومونو ږغ کوې، چې د پښتون ژغورنې په موخه د پښتنو ځوانانو ملتيا وکړې

جستجو در کابل پرس