Kabul Press, World Media Home, Associated with RAHA in exile

 

 

No Censorship!

Letter to Editor

RAHA PEN CLUB, Afghanistan Centre

English

Portuguese

Spanish

Pashto

E- Afghanistan/Web Hosting

پر خواننده ترين سايت اينترنتی افغانستان

کابل پرس من!

برای مطالعه ی تازه ترين اخبار جهان اينجا را کليک کنيد

خبری، تحليلی و انتقادی

کابل پرس می خواهد تحولی در عرصه ی ژورناليزم افغانستان باشد

لوى څارنوال هم ناکام شو

جمال ګيلاني

د افغانستان لوى څارنوال عبدالجبار ثابت وړاندې تر دې چې لوى څارنوال شي د کورنيو چارو وزارت د حقوقي چارو سلاکار او خداى شته په خپل کار کې ډېر بريالى هڅاند او غښتلى وو ،له نوموړې دندې وروسته د لوى څارنوال په توګه ده د خپلو ټاکل کېدو پر مهال د افغانستان په ولسي جرګه کې د خلکو ټاکل شويو استازو ته وويل چې په څارنوالۍ کې ګڼې ستونزې دي او ضرور به يې له منځه وړي دغه راز يې د فساد پر وړاندې هم کلک ټتر وواهه او سوګند يې ياد کړ چې د خداى او خلکو په مرسته به د فساد پر وړاندې خپله مبارزه کوي او نه به پرېږدي چې د کار پر مخ کې يې څوک خنډ شي ، بل لورى نوموړى يوه ورځ د دولت د کابينې اونيزې غونډې ته هم بلل شوى وو او د ولسمشر او ټولې کابينې پر وړاندې يې د فساد سره خپله کلکه مبارزه اعلان کړه ،کرزي ورته وويل چې زه د تر شا ولاړ يم زما له دفتر نه يې شروع کړه خو فساد له منځه يوسه .

د اوږدو څڼو او جګې ونې خاوند جبار ثابت هم د کرزي ددغه قوي ملاتړ سره خپل کار ته مټې را بډ وهلې او په رسنيو کې يې د خپل فعاليت غږ پورته کړ چې  د خلکو په منځ کې يې سترې هيلې پيدا کړې چې ګواګي دا سړى به ددغه غم ځپلي هېواد د ګڼو ستونزو څخه يوه  پيڅکه ټوله او فساد به له منځه يوسي .ښاغلي ثابت په لومړي سر کې د جميعت اسلامي د يوه جګبوړي کس او د اطلاعاتو او کلتور دپخواني وزير صديق چکړي   سره خپلې پنجې ټينګې کړې ثابت وويل چې چکړي د خلکو په شخصي شتمنيو زور زياتى کړى او قانون ته غاړه نه اېږدي بايد ضرور د محکمې مېز ته را کش کړى شي آن تر دې چې لا څو ساعته يې وټاکل چې په دومره ساعتونو کې به ښاغلى چکري څارنوالۍ ته سپارل کېږي .د ثابت د دغه منډو ترړو پايله ډېر زر او بې نتيجې وه او د جګپوړو افغاني چاروکو په گڼو ټلفونونو يې صديق چکري له هر څه خلاص او په څارنوالۍ کې پرته دوسيه يې بيا هم د پخوا په څېر دوړو او ګردو ته واچوله .له نوموړې پېښې به ايله دوې اونۍ تېرې وې چې ښاغلي ثابت د يوې بلې لاسته راوړنې خبر ورکړ او په ملي ټلوېزيون کې يې د څلور سوه زرو امريکايي ډالرو د غلا خبر د رسنيو خولې ته ورکړ ثابت وويل چې د ملي ټلوېزيون په مربوطاتو کې تر څلور سوه زره امريکايي ډالرو زياته غلا شوې او غلا کوونکي به يې زر د قانون منګلولو ته وسپارو ، د ملي ټلوېزيون مشر نجيب روشن چې د ښاغلي سپنتا له خوا کرزي ته د يو ښه او تکړه سړي په څېر ور پېژندل شوى ددغه خبر په خبرېدو يې هر څه له امريکې څخه د کرزي تر بېرته را ستنېدو پورې ځنډولي وو او د څارنوال په ځواب کې يې څه نه ويل د څارنوالۍ د يوه چارواکي په خبره چې نه  غواړي نوم يې خلک وپېژني وايي چې اوس د دويم ځل لپاره په ثابت باندې د ولسمشر کرزي له خوا کلک فشار دى چې پام چې نجيب روشن ته څه ونه وايې دغه راز ګنګوسې دي چې نجيب روشن د کرزي د ورور سره د نېشه يي توکو په کار بار کې هم شريک دى او څه موده د مخه ښاغلى روشن د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د نېشه يي توکو په تور نيول شوى چې بيا د کرزي د ورور په يو ټلفون خوشى شو .لنډه دا چې که ددغه ليکنې په باره کې هر څوک ځواب لري له ماسره د ښکېلو خواوو رښتونې ثبت شوې خبرې شته چې دغه چارواکي په رښتيا په دارنګه وطن ورانۍ کې لاس لري کرزى چې يو محافظه کاره ولسمشر دى په دارنګه پاچاهۍ يې د حکومت مزي په شلېدو دي او ډېره زر ده چې له دغه آزموينې د ناکامو ولسمشرانو په قطار کې ودرېږي ځکه دده څنګ ته ډاړه ماران ټول دي ،ورور يې چې د نېشه يي توکو کاروباري دى دومره نه شي ورته ويلى چې قيوم خانه دا کار د ناروا دى نو په آخر کې مو ښاغلي لوى څارنوال ته وړانديز دادى چې لاړ شه د روژې مبارکه مياشت ده په کوم مسجد کې ملا امام شه دا وطن ته پاک زړى سړى په درد نه دوا کېږي کوم خوب د چې د وطن د هوسايي لپاره ليدلى وو هغه هم نه رښتيا کېږي او په اخرکې د بلې ناکامۍ مبارکي هم درته وايو .

 

اگر می خواهيد سايت اينترنتی مخصوص خود را داشته باشيد!

اگر بدنبال افزايش اعتبار می باشيد!

و اگر ارتباطات گسترده و ارزان می خواهيد

به روز شده  در روز  10 ميزان سال  1385 - ساعت 11 به وقت کابل

آگهی و اعلان شما در اينجا

دريافت کتاب افغانستان الکترونيکی (ميزبانی وب)

ثبت قلمرو اينترنتی

طراحی وب

ميزبانی حرفه ای وب

پنج هزار مگابايت فضا

دوهزار و پنجصد ايميل

دارای تمام امکانات امنيتی

پهنای باند صد و پنجاه گيگابايت

تماس:      0799390025

 

وزير فرهنگ با انديشه ی طالبانی

من نمی خواهم زنان از من عکس و فلم بگيرند

به قلم سردبير

صفحه ی نخست

Top Global Newspapers: Asia    Latin America    Africa   Europe   USA    Canada    Australia  

فقط با ذکر ماخذ، نام نويسنده و  تاريخ انتشار می توانيد از مطالب ، عکس ها و آثار ديگر در کابل پرس استفاده کنيد                Members Login

As the mind has no boundaries, the RAHA concept does not have frontiers and is opposed to information and cultural control by global communication entities whether media conglomerates, states or local governments, or religions


Kamran Mir Hazar: Editor-in-Chief / Afghanistan/ Kabul/ Mobile: 0093 799390025/ Email: editor at kabulpress.org

info at kabulpress.org   reader at kabulpress.org

Copyright© Kabul Press, World Media Home 2004 -2006

کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به سايت کابل پرس می باشد