|
No Censorship! |
||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||
خبری، تحليلی و انتقادی
اشاره: کابل پرس قبلا اعلام کرده است که مطالب منتشر شده در سايت، الزاما بازتاب دهنده آرا و افکار کابل پرس نمی باشد. به همين دليل مطلب زير نيز تنها نظر نويسنده آن می باشد. آقای احسان بيات، تلويزيون آريانا و يا بنياد بيات اگر پاسخی بر اين نوشته داشته باشند، در سايت کابل پرس نشر خواهد شد. د افغان بېسيم مخابراتي شبکې او د آريانا ټلوېزيون مشر انجينير احسان الله بيات چې ځان د کابل اوسېدونکى او د بيات ټبر تاج بولي په نوموړو دندو سربېره په امريکا کې هم د برېښنايي خدمتونو يوه کمپنۍ لري ،احسان بيات که تاسو د آريانا ټلوېزيون له لارې وګورئ هر څوک د نوموړي په باره کې دا فکر کوي چې نوموړى شخص واقعاً په وطن مين شخص دى او دا مرستې او د خلکو په اوږو د اوړو بوجۍ ور پورته کول يې هم ټول د خداى لپاره دي خو درانه وطنوال بايد په دې ونه غولېږي او دده په دغه مينه بايد داسې فکر ونه کړي چې نوموړى په رښتيا وطن دوست او د غريبانو لاس نيوى کوي. نه داسې نه ده دده پلان بل دى او خيال پلو يې په اوچتو منزلونو کې چکر وهي ،دده د مرستو په باره کې بايد ووايو چې دا ځان ښودنه او د غرور کار دى نوموړى چې له خلکو سره کوم د غوړيو او اوړو مرسته کوي په دغه کچه مرسته چې نوموړى يې کوي دا ډېر عادي خلک په ورځني ژوند کې هم کوي خو ټلوېزيونونه نه لري چې په يو داسې تشريفاتو يې خپاره کړي ،دا د هر مسلمان دنده ده چې د خپلو شته شتو زکات هر کال وباسي ،که ښاغلي بيات هر څه خيال پلو پخ کړى وي زما په باور به افغانان دومره ساده نه وي چې د ښاغلي بيات په ورته کړنو وغولېږي ،که هر څومره ثوابونه وګټي خو بيا هم ستا پاټک چې افغان بېسيم دى د دومره خلکو وينې زبېښلې چې د اوړو په شلو دېرشو بوجيو به يې ګناه جبيره نه شي ،نه غواړم په دې موضوع نور څه وليکم خو ښاغلى بيات که چا له نيږدې ليدلى کتلى وي ضرور يې پېژني چې نوموړى څه رنګه شخصيت لري. خبره داده چې اوس اوس ښاغلي بيات طالبانو ته يو داسې د مبايل نمبر ورکړى چې خلک کولاى شي د نوموړې شمېرې سره د اړيکو پر مهال د طالبانو سره د يو ځاى کېدو او د دوى د ورځنيو چارو په باره کې پوره مالومات تر لاسه کړي دغه نمبر چې يواځې د افغان بې سيم شبکې له لارې رخ کېږي هېڅ کوم مصرف په ټلُفون نه راځي او له ياغي طالبانو سره هره شېبه خبرې کېداى شي ،د افغان بې سيم يو کارکوونکى چې نه غواړي څوک يې وپېژني وايي چې دغه تړون تازه احسان بيات د طالبانو له يوه قوماندان سره لاسليک کړى تر څو ددغه شمېرې له لارې خلک تماس ونيسي او د طالبانو ليکو ته لاړ شي ،هېره د نه وي هر څوک چې افغان بې سيم ټلفون لري ٨٨٨٨٨٨٨٨ نمبر ټلفون ته زنګ ووهئ تاسو درنو لوستونکو ته به بشپړ حال معلوم شي چې خبره څه ده د افغان بې سيم دغه کارکوونکى وايي چې بيات يو هنر لري چې د خپلو ګټو د ښو ساتلو لپاره له لوړ رتبه چارواکو سره ښې اړيکې ساتي په سيم کارت او يا په ټلويزيون کې يې په بې مانا مرکو انډيوالان کوي چې اوس يې جرئت دومره زيات شوى چې د طالبانو د يوه ګواښ له کبله چې ورته ويل شوي وو که دا رنګه مرسته ونه شي نو د طالبانو له خوا به په يو شمېر ؛بې امنه سيمو کې د افغان بې سيم ځمکنۍ پايې له منځه لاړې شي .نو اوس تاسو درانه دوستان او لوستونکي قضاوت وکړئ چې ښاغلى بيات له يوه خوا ځان بشر دوست معرفي کوي له بل پلوه له ياغي ترورېستانو سره چې هېڅ بشر ورته مسلمان نه وايي دا رنګه تړون کوي چې هېوادوال هره ورځ د وير په ټغر کينوي . ددولتي او ټولو استخباراتي شبکو څخه مو غوښتنه داده چې له بيات نه په دې برخه کې تحقيق وشي دا يوه ملي ستونزه ده دبيات کډه خو د چا خبره د خره په شا بار ده هر چېرې تللاى شي خو د موږ خوارو او کړېدلو افغانانو په سر نوشت د څوک ورته لوبې نه کوي ، په پاى کې د روشن د مخابراتي شبکې د يوه نمبر يادونه هم کوم چې امنيتي چارواکي پاملرنه ورته وکړي نوموړى ټلفون شمېره د ډاکټر حنيف ده چې ځان د وحشي طالبانو وياند بولي .0799095541
به روز شده در روز 16 ميزان سال 1385 - ساعت 14 به وقت کابل |
آگهی و اعلان شما در اينجا
وزير فرهنگ با انديشه
ی طالبانی
من نمی خواهم زنان از
من عکس و فلم بگيرند
به قلم سردبير | ||||||||||||||||||||
Top Global Newspapers: Asia Latin America Africa Europe USA Canada Australiaفقط با ذکر ماخذ، نام نويسنده و تاريخ انتشار می توانيد از مطالب ، عکس ها و آثار ديگر در کابل پرس استفاده کنيد Members Login As the mind has no boundaries, the RAHA concept does not have frontiers and is opposed to information and cultural control by global communication entities whether media conglomerates, states or local governments, or religions Kamran Mir Hazar: Editor-in-Chief / Afghanistan/ Kabul/ Mobile: 0093 799390025/ Email: editor at kabulpress.org info at kabulpress.org reader at kabulpress.org Copyright© Kabul Press, World Media Home 2004 -2006 کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت محفوظ و متعلق به سايت کابل پرس می باشد |