استبداد، سياست او د ټولني جوړښت
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
استبداد پيژندنه او د استبداد ريښې په افغانستان کي څنګه پيژندل کيږي ؟ ايا دا پيژندنه د قومونو د منځ څخه سرچنيه اخستي ده؟د استبداد او ظلم تړاو د قوم او ژبي سره تړل بي انصافي ده ځکه استبداد د سياست په ډګر کي يو واقعيت دي ،څنګه کولاي شو چي استبداد،ظلم او وروستي پاتي والي ته داسي بدلون ورکړو چې د خلکو په ازادي او حقوقو ولاړ وي؟او وروسته بيا څنګه ددغي حقوق او ازادي څخه د ټولني او هيواد د پرمختيګ په برخه کي استفاده وکړو؟ددي موخي او هدف په خاطر افغاني منورين او روښنفکران د فکر ازادي او ملي فکرونو ته اړتياه لرو،چي په ټولنه کي د ناپوهي،ظلم،او استبداد په پيژندنه کي مرسته وکړې وروسته دا فکر او انديشه له موږ سره مرسته کوي چي د خلکو او پرګنو د حقوقو او ازاديو څخه د ټولنې د پرمختيګ او هوسايني د پاره کار واخلو،ايا استبداد،ظلم،وروسته پاتي والي د قومونو او يا د جغرافياي موقعيت له کبله په افغاني ټولنه کي رامنځته شوي؟ځواب روښانه ده چي نه! استبداد،ظلم او وروسته پاتي والي يوازي په سياست کي نه محدوديږي بلکه ټولنيز،اقتصادي او فرهنګي اړخونه لري ،اوس پوښتنه دادي چي ايا په اوسني سياسي چاپيريال کي موږ عمومي تفکر او انديشه لرو چي د وخت د غوښتني پر اساس د ټولو واقعتيونو د پيژندني سبب و ګرځي؟هغه کوم واقعتيونه چي د ۱۳۵۷ کال د نظامي کودتا راپدي خوا په هيواد کي رامنځته شوي د ټولني پيژندني پوري اړه لري او د سياسي قوتونو دنده ده تر څو د واقعتيونو په شناخت کي د ټولني سره مرسته وکړي ،دا پدي معني چي ډير فکرونه او انديشي په ټولنه کي د عقلاني او معقولو بحثونو لامل جوړوي . دا اوس په افغانستان کي ددي اړتياه ليدله کيږي تر څو د ټولو ښو ،ملي او دموکراتيکو فکرونو تر منځ د همکاري فضا د واقعيت پيژندني او پوهيدني په چوکاټ کي رامنڅته شي ،د تفکر ازادي د انديشي څخه د واقعيت شناخت او پوهيدني د پاره په هيواد کي يو سياسي او عمومي جوړښت ته اړتياه ليدله کيږي ،چي دا سياسي جوړښت په هيواد کي يو اوږد او پيچلي پړاو څخه د تيريدني د پاره د ښو فکرونو تر منځ د همکاري فضا لازم او ضروري دي. د فکر ازادي،دبيان ازادي او هغه کوم ازادي چي د هغي په وجه د ټولني هر غړي حق ولري چي په عقلاني، شعوري او سياسي بحثونو کي ونډه واخلي د اوسني وخت اړتياه ده ،که چيري په افغانستان کي د تفکر ازادي او د انديشي ازادي د افغاني ټولني د فرهنګي جوړښت او په سياسي لري ليد کي وليدل شي د ټولني د عمومي هوسايني سبب وګرځي . په افغانستان کي د ژوند سطحه د مدنيت سطحه،توليدي،اقتصادي او صنعتي سطحه او د خلکو سوکالي د تفکر او انديشي د ازادي پوري زيات تړاو لري،هر څومره چي د تفکر ازادي په يوه ټولنه کي پراخه وي په هماغه اندازه هغه ټولني او ملتونه پرمختګ کوي. د فکر ازادي يواځي په سياست پوري تړلي ندي بلکه په اقتصادي،ټولنيز،فرهنګي او مذهبي برخو کي د تفکر ازادي ته اړتياه ليدل کيږي،په افغانستان کي يوازي استبداد او ظلم د ټولني د وروسته پاتي والي سبب ندي بلکه دوام داره جګړه،ناپوهي او بيسوادي،کرکه،نفرت او بدبختي خپل رول درلودلي دي. د ظلم ،استبداد اووروسته پاتي والي څخه د خلاصون لپاره بايد اول ښه فکرونه او انديشي موجود وي چي د استبداد او وروسته پاتي والي ټول هغه واقعيتونه وپيژني او ټولني ته يې ورسوي او دا پدي معنا نده چي نور فکرونه بايد ړنګ کړي شي . که چيري پوهانو او متفکرينو ته مصونيت او د فکر او بيان ازادي موجوده نه وي نوعقلاني بحثونو لپاره په ټولنه کي ځاي نه پيدا کيږي،استبداد او ظلم له منځه نه ځي بلکه د هغه د پايښت لپاره شرايط برابريږي،د باطلو فکرونو په مقابل فهم او مباحثه تصادم ندي،چي د عقلاني بحثونو په چوکاټ کي اجرا شي . هر څومره چي فکرونه او انديشي راز، راز او یو د بل مخالف او مختلف وي په همغه اندازه تفکر د ټولني د اصلاح له پاره موثر ګڼل کيږي،ښه فکرونه ددي لپاره دي چي واقعتيونه خلک وپيژني او ټولني ته يې انتقال کړي،د ټولني ښه پيژندل خپله د شاوخوا واقعيتونو د پيژندني ښه وسيله ده تر څو چي د ټولنيزي وضعي اصلي ماهيت ونه پيژندل شي د واقعيتونو څخه د ټولني په پرمختګ کي استفاده نشي کيداي . د تفکر ازادي په رڼا کي فردي ابتکار هغه وخت ښه تماميداي شي چي ټولنه د پرمختګ په لوري حرکت وکړي ،دا کار هغه وخت کيداي شي چي د افغانانو خلاقيت،انرژي او پوهه د طبيعي حالت څخه بهر شي او د حکومت په چوکاټ کي تجلي پيدا کړي،ښه حکومت او بنسټيز قوانين د خلکو د حقوقو ضمانت کوي او ملي اړيکو کي د تعصباتو اغيزي کمزوري کوي. د خلکو ملي او سياسي ګټي په ملي حکومت کي خوندي کيداي شي په افغاني ټولنه کي ملي يووالي د افغانانو انساني هويت تشکيلوي،پرته لدي څخه نشو کولاي چي په نړيوال ډګر کي افغاني شخصيت او سياسي هويت په لرلو سره وپايو،هغه سياسي،فکري او فرهنګي جريانونه چي په ټولنه کي د فکر او انديشي د ازادي لپاره کار کوي بايد د اقتصادي ازادي په رڼا کي سياسي ازادي ته لاره پيدا کړي ،هغه څه چي اوس افغانان ورته اړتياه لري هغه د فرهنګي قدرت لاسته راوړنه ده ځکه فرهنګي قدرت زموږ د هيواد د راتلونکي ضمانت کوي ،که چيري وغواړو د ټولو افغانانو د حقوقو درناوي وکړو بايد اول هغوي ته د فکر د ازادي اختيار ورکړو،په اوس وخت کي هيڅ څوک نشي کولاي چي دا حق د دوي څخه سلب کړي،ځکه داسي ورته ازادي د عدالت په زړه کي ځاي نيسي . د هغي ورځي په هيله .
پيامها
4 آپریل 2009, 11:49
دی کوندی زوی یو سه مخکی ولارشه او ده داوود خان کودتا ته هم زیر شه .
که زمونز ملا صاحب غوندی یوه استرگی لری.
دظاهرشاهی سلطنت ته هم کله کله یو نظر وکه ....