دښځي او نارينه تر منځ د حقوقو دتساوي اويا اختلاف لانجه
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
په سرکې داتوضيح لازم ګڼم چه دلته مراد له تساوي يا اختلاف څخه په مطلق صورت ندى ځکه چه په ټوله نړي کښې مطلق تساوي يا اختلاف حتى د دوه ښځو او يا د دوو نارينوو تر منځ هم وجود نلري. دلته مراد مقيد او نسبي تساوي يا اختلاف دي چه پدغه معني ددغو دوو مفاهيمو اجماع هم محال ندى يعني امکان لري چه دوه شيان د ځينو جهاتو څخه مختلف او په نورو مواردو کښې سره مساوي يا يو شان وي.
د ښځې او نارينه تر منځ د حقوقو د تساوي شخړه په اصل کښې يوه لويديځه لانجه ده چه په ډيره خواشيني سره اسلامي هيوادو ته يي هم سرايت کړيدي اويا صادرشويدى. لويديځ له ډيرې اوږدې مودې څخه راپديخوا زيار باسي چه د قوانينو د جوړولو له لارې يو تعادل منځ ته راولي مګر په عمل کښې تر اوسه هم ددواړو د حقوقو ترمنځ ډير توپير وجود لري او حتى د مساوي کار په مقابل کښې مساوي حقوق (اجوره) نه ورکوله کيږي.
دا چه لويديځوال ولې د ښځو د حقوقو نغاره په ډير شدت سره ټنګوي ځواب يي بايد د تاريخ په پاڼو کښي ولټوو. داسې ډير مثالونه شته چه کله غربيان د جناياتو مرتکب شي نو د هغې دجبيري لپاره له يو افراط څخه بل افراط ته مخه کوي، او تر دې هم حيرانوونکى خو دادى چه تاوان يي هم له نورو څخه اخلي. يو څرګند مثال يي په دوهمه نړيواله جګړه کښي د يهودانو سره د بد چلند موضوع ده چه ويل کيږي چه حتى په داشونو کښي سوزول شويدي. ددي جنايت تاوان اوس د فلسطين د مظلوم ملت څخه اخيستل کيږي او يهودان پر فلسطينيان تر هغه څه چه په دوي باندي شويدي ډير تيرى کوي.
له هغه ځايه چه د عيسويت په ديانت کښي د کاتوليک مذهب راهبان دواده کولو حق نلري او بايد د رهبانيت او کورنۍ ژوند په منځ کښې انتخاب وکړي. راهبانو د خپلو شهواني غرايزو داقناع لپاره غير مشروعو لارو ته مخه وکړه. په کليسا کښې پر ماشومانو جنسي تيري او د همجنسبازي تمايلات زيات شول او کليسا ته يو لوي مشکل پيداشو. کليسا د حل يوې بلې لارې ته رجوع وکړه او هغه په راهبانو کښې د ښځو په مقابل کښې د تنفر د احساساتو را پارول و . کوښښ وشو چه ښځى د شريرو ، ناپاکو او شيطان صفتو موجوداتو په توګه وپيژندل شي . دا کار په منځنيو پيړيو کښې خپل اوج ته ورسيده او کليسا د افراط لاره غوره کړه. ډيرې ښځي د کوډګرو او شيشکو په تور ژوندي وسوزول شولې.
اوس ددغو تاريخي جرايمو د جبران لپاره لويديځوال د ښځو افراطي حاميان ګرځيدلي دي. سره ددي چه پخپله پدغو هيوادونو کښي ښځې کړيږي ، مګر غربيان د بشر د حقوقو د او د ښځو د حقوقو د موضوع څخه دريمې نړۍ ته د خپلو انکشافي مرستو دبندولو لپاره د يوې حربې په توګه کار اخلي .
په لويديځ کښې د تعادل د مينځ ته راوستلو کوښښونه ډير ناوړه نتايج له ځانه سره راوړيدي. ددواړو جنسونو تر منځ د فاصلي د ډيروالي سبب ګرځيدلى دى، فاميلي علايق يي له منځه وړيدي په ځوان نسل کښې د دواده کولو تمايلات ډيرې ټيټې کچې ته رسيدلي دي او عموما نارينه له نارينه او ښځه له ښځې سره ژوند کوي او حتى ددې څخه هم يو قدم وړاندې تللي دي او د يواځيتوب څخه د خلاصون لپاره له سپيانو سره ګډ ژوند يي غوره کړيدي.
اوس غربيان غواړي چه دغه مصيبتونه د يو تعداد غرب وهلو هيواد والو په مرسته زمونږ هيواد ته هم راولي او غواړي چه د ښځو د حقوقو تر چتر لاندي زمونږ په هيواد کښي بې بندوبارۍ ته تعميم ورکړى نه داچه د ښځو په حالت کښې يو ارزښناکه او باکرامته ښه والي راوستل شي.
که دوي په دغه کار کښې صادقان وي همدا اوس په افغانستان کښې پر ښځو او حتى وړو نجونو باندي جنسي تيرى يو لوي مشکل دي او عاملان يي هم پټ ندي. دافغانستان دولت دغه موضوع ته چندان توجه ندى کړې که غربيان کولاې شي چه د مخدره موادو هغه قاچاقبران چه دوى يي د نيولو اراده لري ونيسي او دمحاکمې او مجازاتو لپاره يي حتى امريکا ته انتقال کړي نو په ډيره اسانۍ سره کولي شي چه دغه جنايتکاران هم ونيسي. آيا ددي جريمې شناعت له مخدره موادو څخه کم دي؟
د ښځو د حقوقو نه رعايت واقعا په افغانستان کښې يو لوي مشکل دى چه د لويديځ کلتور او زمونږ ناوړه او غير اسلامي دودونه په ګډه سره ددغه مشکل په مينځ ته راوستلو کښې لوى رول لوبولي . ددى مشکل د حل لپاره دوي لارې موجودى دي. يوه غربي لاره او دديموکراسي په چوکاټ کښې د ښځو د حالت د ښه کولو لپاره د نوو قوانينو جوړول او دوهمه لاره اسلامي لاره يعني د اسلامي شريعت کامل او حقيقي پلي کول دي.
په پر مخ تللو هيوادونو کښې له ډيرې اوږدې مودې نه راپديخوا کوښښونه شويدي او ټول خنډونه په دغه لاره کښې له منځه وړل شويدي اما په عمل کښې نتايج يي ډير د قناعت وړندي. ددي مطلب د توضيح ضرورت نشته چه د ښځو د حقوقو غربي ماهيت اوتر هغه څه چه په اسلام کښې د ښځو د حقوقو تر نامه لاندې پيژندل کيږي ډير توپير وجود لري په لويديځ کښې دغه حقوق تر ډيره حده مادي ماهيت لري مګر په اسلام کښې يي معنوي پله ډيره درنده ده.
په لويديځ کښې يوه ساحه چه ښځه پکښې ډيرې لاسته راوړنې لري او بې حده او حصره آزادي هم پکښې لري هغه هنري ساحه ده او مخصوصا دغنا او تمثيل ساحه کښې. دلته د نارينوو ډير تشويق هم ورسره ملګرى دى ځکه پدي وسيله دوي ته د عياشي او تفريح زمينه برابريږي د مارکنټنګ او خصوصا تجارتي اعلاناتو په برخه کښې هم د ښځو ونډه د پام وړده.
په نورو ساحو کښې د ښځو ونډه ډيره کم رنګه ده مثلا په نړي کې ساينس پوهان، مشهور ليکوالان، سياستمدارادن، دهيوادونو مشران، ملياردران، د نوبل د جايزي ګټونکي، ستر جنرالان او داسې نور اکثرا نارينه دي او د ښځو برخه پکښې ډيره کمه ده.
د سپورت په ساحه کښې سره له ټولو تشويقونو، توپير تر دې هم زيات دى او ښځې پدې ندي توانيدلي چه په نړيوالو مسابقو کښې په هيڅ لوبه کښې د نارينوو ټيمونو په مقابل کښې ودريږي.
علت دادي چه بعضى حدود شتون لري چه له هغه څخه تجاوز امکان نلري.
زمونږ په هيواد کښې هم زيار ويستل کيږي ددغه مشکل د حل لپاره دغه ناکامه غربي لاره تعقيب کړي او دديموکراسي او قوانينو له لارې دغه هدف ته ورسيږي.
که مونږ داومنو چه په يو پر ديموکراتيکو اصولو بنا شوي نظام کښې پارلمان د خلکو دارادى مظهر دى او پارلمان په جامعه کښې دديموکراسي د پوخوالي بارومتر دى نو فورا دي منطقي استنتاج ته رسيږو چه په افغانستان کښې نه خلکو ديموکراسي منلي دي او نه نظام ديموکراتيک دى. آيا د خبرو کولو او منطق پر ځاي ښکنځل کول، تهديدول، مسلح ګرځيدل، پارلمان څخه نظامي اډه جوړول، اشخاصو او قضايي اورګانونو ته سپکاوي او د غير اخلاقي الفاظو استعمالول، فزيکي حملى اود بوټونو او بوتلونو جنګ ديموکراتيک وسايل او معيارونه دي؟ که چيري په يوه ټولنه کښې د يموکراسي خپله منل شوي نوي او عملي نه وي نو څرنګه کولاي شو چه له هغې څخه د يوى وسيلى په صفت د د نورو اهدافو دلاس ته راوړلو لپاره کار واخلو دافغانستان په اساسي قانون کښې هم ددغه هدف د تحقق لپاره زيار ويستل شويدي.
د دري اتيايمي مادي په وروستۍ برخه کښې داسې حکم شويدي چه له هر ولايت څخه په اوسط ډول لږ تر لږه دوه ښځينه وکيلانې په ولسي جرګه کښې غړيتوب ترلاسه کړي يعنې د ښځو لپاره يو اقل حد او دنارينوو لپاره يو اکثر حد ټاکل شويدي. پر دي اساس دا امکان شته چه په ولسي جرګه کښې له ٦٨ څخه تر ٢٥٠ ښځينه وکيلانې انتخابې شي حال دا چه دغه امکان دنارينو په هکله له صفر څخه تر ١٨٢ تنو پوري دي. دغه تجويز د اساسي قانون ددوه ويشتمې مادې سره په ښکاره تناقص کښې دي چه وايي چه د افغانستان داتباعو تر منځ هر راز تبعيض او امتېاز منع دى او د افغانستان اتباع ښځې او نارينه د قانون په وړاندي مساوي حقوق او وجايب لري سربيره پر دي دغه امتياز په حقيقت کښې ښځو ته يو سپکاوى دي او دې مثال ته ورته دى چه يو ښوونکى ځينو نالايقو شاګردانو ته ددې لپاره چه بريالي وګڼل شي خو شې نمبري ورکړي. د ښځو د حقوقو د تحقق عمليه زما په نظر يوه دوامداره عمليه ده چه طبيعي سير ته ضرورت لري او د تصنعي اقداماتو پوسيله سرته رسيدلى نشي.
په افغان ټولنه کښې ښځې هغه مقام ته چه دوي يي واقعا مستحق دي يواځې د اسلامي شريعت د تطبيق له لارې رسيدلى شي ځکه اسلام په ټولنه کې دديموکراسي بر خلاف يو منل شوي حقيقت دى او پدې لاره کې د نوو قوانينو جوړولو ته هم ضرورت نشته، فقط بايد د شريعت د تطبيق له لارې د ناوړو دودونو او د غربي کلچر د انحرافي ارزښتونو پر ضد مجادله وشي. اسلام له خپل ظهور سره سم ښځو ته په ټولنه کښې د دوي دلوړ مقام او انساني کرامت د تضمين لپاره کامل حقوق ورکړي دي.
په اسلام کښې ا صولا د تساوي يا عدم تساوي سوال نه پورته کيږي بلکه د اسلام له نظره ښځې او نارينه دواړه انسانان او دانساني کرامت خاوندان دي او خداي ته د دوى د نږديوالي يواځيني معيار تقوى ده. دوي يو بل ته د بقا او دوام لپاره ضرورت لري او سره لازم او ملزوم دي بشريت خپل بقاء لپاره په مساوي توګه ددواړو مرهون دي.
اسلام د واقع بيني پر اساس ښځي او نارينه د بيلو بيلو استعدادونو او توانونو خاوندان ګڼي چه د هغې نه رعايت به بدې پايلې ولري. په ځينو مواردو کښې دواړه مساوي او په ځينې مواردو کې مختلف ګڼي. که د يوي تجربي په توګه په افغاني ټولنه کښې دښځو او نارينو وظايف سره بدل کړو يعنې ښځو ته د کروندو او کرنې چارې وسپارل شي او نارينه د کور په کار وګمارل شي نتيجه په څنګه وي؟
زه فکر کوم چه نتيجه به يي د کورنۍ او ټولنې لپاره يو لوى مصيبت وي ځکه د ځمکو حاصل به ډيرکم شي چه په نتيجه کښې به په ملي سطح د محصولاتو د کموالي سبب شي د کورنيو عوايد به هم ډير کم شي او فقر او تنګلاسي به په کورنيو باندې حاکم شي له بلې خوا د ماشومانو روزنې ته به يوه غټه صدمه ورسيږي. ماشومان به ډير د شقاوت او عصبيت خوا ته ولاړ شي. خو اړه به هم بي خونده وي او دکور نظافت ته به لږه پاملرنه وشي او ناروغي به زياته شي. په کورنۍ کښې به هميشه جنګونه وي او ددي حالت ملامتي به يو پر بل اچول کيږي. په پاي کښې به د کورنۍ نظام د ړنګيدو په وجه ټولنيز نظام به هم مختل شي. اقتصادي پر مختګ او امنيت چه د ټولنى د نيکمرغي مهم عناصر دي سخته صدمه وويني.
داټول ځکه چه کار اهل کار ته سپارل شوي ندي او له هر چانه د هغه استعداد مطابق کار ندي اخيستل شوي.
که رب العلمين له يو خوا په قران کښې فرمايي چه: (ليس الذکر کا الانثى) نو بيا په بل ځاي کښې فرمايي چه: (هن لباس لکم وانتم لباس لهن) پدي مبارک الهي کلام کښې ډير لوي مفاهيم نغښتي دي چه که عملي شي نو دواړو خواو د سعادت او نيکمرغي ضمانت کوي.
اول د نږدي والي مفهوم دي يعنى ښځه او نارينه يو بل ته همدومره نږدي دي لکه چه ديو چا لباس ورته نږدې دى. لباس انسان ته عزت او وقار ورکوي، دانسان عيبونه پټوي او رسوايي څخه يي ساتي د ساړه او تودوخې په مقابل کښې د انسان محافظت کوي، نه يواځي عورت پټوي بلکه انسان ته زينت او ښکلا هم ورکوي او دا منيت او راحت احساس هم ورپه برخه کوي.
د لباس په برخه کښې سړى ډير څه ويلي شي مګر اصلي خبره داده چه که ښځه او نارينه د يو بل په مقابل کښې هغه څه وکړي چه لباس يي کوي نو ددوي تر منځ به ټولې شخړې له منځه ولاړې شي او دواړه به د سعادت څوکى ته ورسيږي او نفاق، شقاق او دښمني به د تل لپاره محوه شي.
دغه حالت هغه وخت په ټولنه کښې منځ ته راتلى شي چه شريعت په ټولنه کښې تطبيق شي او شريعت کامل تطبيق په يوه ټولنه کښې د ښځو زده کړې او پوهې ته ضرورت لري.
زه پر خلاف د هغو کسانو چه د ښځې د زده کړي مخالف دي پدي عقيده يم چه په يوه اسلامي ټولنه کښې د ښځود تعليم اهميت د نارينوو په تناسب درې چنده دى او علت يي هم دادي چه :
اولا په اسلام کښې زده کړه په ښځو او نارينوو دواړو باندې فرض دى.
دوهم علت د ټولنې جوړولو پورې مربوط دى او د ټولنې په جوړولو کښې د ښځو برخه تر نارينوو خورا زيات دي ځکه دا ښځې دي چه ماشومان روزي او ماشومان راتلونکي ټولنه جوړوي دغه کار يعنې د ټولنې جوړول چه ښځو ته سپارل شويدي په واقعيت کښې داهميت ، حيثيت او اعتبار په لحاظ تر هر کار پورته دى. ددرې ګونو قواو له غړيتوب او حتى د جمهوري رياست له مقام څخه هم پورته دى ددغه مهم دسرته رسولو لپاره بايد ښځې د عالي تحصيلاتوخاوندانې وي ترڅو چه وکولاى شي چه هغه کسان چه په آينده کښې يا خپله د وطن زمامداران کيږي اويا خوهم راتلونکي زمامداران ټاکي، ښه وروزي او په نتيجه کښې بااحساسه، بادرده، صادق، متقي او وطن پالونکي زمامداران منځ ته راشي.
دريم دليل د ښڅو د زده کړي لپاره خپله د شريعت تطبيق دي. په يوه ټولنه کښې چه ښځه د سواد څخه بې برخې وي د شريعت تطبيق ګران کار دى. د ښځو حجاب او دسترعورت مسايل د قراني نصوصو او د نبوي احاديثو په اساس له مهمو واجباتو څخه دي. که په جامعه کښې ښځينه طبيبانې، ښوونکې، پوليسانې، ښځينه دولتي مامورين او نور شتون ونلري او ښځې مجبوري وي چه نارينوو ته مراجعه وکړي نو ددې واجباتو عملي کيدل امکان نلري.
مونږ مسلمانان بايد په علم اليقين سر ه پدې ايمان ولرو چه زمونږ خالق تر ټولو مونږ ښه پيژني او يواځې هغه دي چه زمونږ د حال سره مناسب زمونږ د چارو د تنظيمولو لپاره داسې احکام صادر کړي چه تطبيق يي زمونږ دنيوي او اخروي سعادت تضمينوي. پر مونږ واجب دي چه اسلام له ټولو کلياتو او جزئياتو سره ومنو لکه څنګه چه الله جل جلاله د بقرى د سورى په دوه سوه او اتم ايت کښې فرمايي ترجمه: (اى هغه کسانو چه ايمان مو راوړى دى داخل شى په اسلام کښې په کامله توګه او د شيطان ګامونو پسې تګ مکوۍ ځکه چه هغه ستاسو واضح دښمن دي) مونږ بايد د اسلام ټول احکام او شرايع ومنو او ايمان ولرو چه ټول زمونږ په ګټه دي که څه هم مونږ بل رنګ فکر وکړو. الله سبحانه و تعالى دهمدې سوري د دوه سوه اوسپاړسمې آيي په دوهمه برخه کښې فرمايي ترجمه: (شايد تاسې يو شى بد وګڼۍ حال دا چه هغه ستاسو لپاره خير وي او شايد يو شى چه ستاسو خوښ وي حال دا چې هغه ستاسو لپاره شر او زيان وي. الله پوهيږي او تاسو نه پوهيږي) بايد پدي هم ايمان ولرو چه د قراني نصوصو پر اساس يهود او نصارى هيڅکله له مونږ څخه نه راضي کيږي تر څو چه د هغوۍ د لارې پيروي ونه کړو او پدې هم ايمان ولرو چه يوازني هدايت د خداي له خوا هدايت دى او بې له هغې بل هدايت نشته . ددغه الهي هدايت او ارشاداتو په رڼا کښې ښځو، نارينوو، زړو، ځوانانو او ماشومانو هريو ته بايد ددوى حقه حقوق ورکړو تر څو چې وکولاي شو چه خپله کورنۍ او ټولنه له فساد او بربادۍ څخه وژغورو.
پاى
پيامها
15 سپتامبر 2011, 19:26, توسط baqi samandar
باقی سمندر
سنبله سال ۱۳۹۰ خورشیدی
سپتامبرسال ۲۰۱۱ میلادی
سلام به خوانندګان ارجمند کابل پرس?
سلام به آقای الفت
آقای الفت !
من هردو مقاله شما را امروز بخوانش ګرفتم – شما خوشبختانه به دو زبان شیوای دری – و - به زبان سلیس پشتو میتوانید – بنویسید .
بخوانش ګرفتن مقاله های شما و نګاهی بنام شما مرا بیاد سخنان ای انداخت که در سال ۱۳۵۸ با شا روان عزیزالرحمن الفت در منطقه تهکال پشاور داشتم – یاد عزیز الرحمن ګرامی باد – وی ناشر یک جریده در پشاور بنام( النور ) بود .
اما در مورد دیدګاه وبرداشتهای شما من می نګارم که لطفن در متن زیرین توجه نمایید !
«
د ښځې او نارينه تر منځ د حقوقو د تساوي شخړه په اصل کښې يوه لويديځه لانجه ده چه په ډيره خواشيني سره اسلامي هيوادو ته يي هم سرايت کړيدي اويا صادرشويدى. لويديځ له ډيرې اوږدې مودې څخه راپديخوا زيار باسي چه د قوانينو د جوړولو له لارې يو تعادل منځ ته راولي مګر په عمل کښې تر اوسه هم ددواړو د حقوقو ترمنځ ډير توپير وجود لري او حتى د مساوي کار په مقابل کښې مساوي حقوق (اجوره) نه ورکوله کيږي.
دا چه لويديځوال ولې د ښځو د حقوقو نغاره په ډير شدت سره ټنګوي ځواب يي بايد د تاريخ په پاڼو کښي ولټوو. داسې ډير مثالونه شته چه کله غربيان د جناياتو مرتکب شي نو د هغې دجبيري لپاره له يو افراط څخه بل افراط ته مخه کوي، او تر دې هم حيرانوونکى خو دادى چه تاوان يي هم له نورو څخه اخلي. يو څرګند مثال يي په دوهمه نړيواله جګړه کښي د يهودانو سره د بد چلند موضوع ده چه ويل کيږي چه حتى په داشونو کښي سوزول شويدي. ددي جنايت تاوان اوس د فلسطين د مظلوم ملت څخه اخيستل کيږي او يهودان پر فلسطينيان تر هغه څه چه په دوي باندي شويدي ډير تيرى کوي »
شما به یقین میدانید که در قران کریم اشاره به افراد و ګروه وقبیله ای شده است که کودکان شان را در حین ولادت وقتی میدیدند که دختران اند – زنده به ګور مینمودند وآیات صریح قران کریم در این مورد بیان ګر منع نمودن زنده بګور نمودن دختران بوده است ومیباشد ـ در زمان صدر اسلام هیچګاه کشورهای غربی به مفهوم کنونی اش وجود نداشت .
شما بهتر میدانیدکه :
پیش ازمبعوث شدن پیامبر( ص ) بی بی خدیجه ای وجود داشت و وی تجار بود وکاروانها داشت – یعنی وی تجار بود! همو حضرت خدیجه دارای حق وحقوقی بیشتر ازبسا مردان در همو جامعه پیش اسلامی درهمان محله مکه بود. یعنی حق وی را نه سنګ نوشته ها و تندیش های کذاشته شده در مکه بیان میداشت و نه ورقه بن نوفل پیش از اینکه چشمانش کور ګردد و یا بعد از آن برایش تشریح نمی کرد. ثروت ودارایی وی برای حضرت خدیجه توانایی وحق بیشتر داده بود وحضرت محمد (ٌ ص) برای وی در تجارت همکار بود . به
حضرت خدیجه -رییس وآمر اقتصادی انروزه حضرت محمد ( ص) پیش از بعثت به پیامبری بود .
میدانیم که نقش ( هند ) خانم ابوسفیان تا چه بود و در میدان جنګ چګونه جګر سالار مسلمانان حضرت امیر حمزه ( رض ) را از ققس سینه اش کشید وخورد !
پس در مورد نقش وحقوق زن همان زمان هم صحبت هایی شده است که در نصوص وقوانین غرب در آن زمان بیګانه بوده است –
در غرب یعنی اروپا وامریکا بحث ها نخست از ایتالیا شروع ګردید و همه در رابطه سخنان وبحث های ابن رشد در ارتباط است – که در این مختصر نمیتوان برآن پرداخت .
تقسیم کار اجتماعی در طی صد ها سال در جوامعی که شیوه های ګوناکون تولید را پشت سر کذاشته اند – بحث های حقوقی را نیز همراه داشته است وشرکت کنندګان در ساحه تولید نعمات مادی ومعنوی برای بدست آوردن حقوق شان در غرب امروزی بیشتر مبارزه نموده اند .
تا اینجا این سخن را به مثابه پیش ګفتار مینویسم .
یار زنده وصحبت باقی
در سه مورد دیګر نیز یادداشتهایی را امروز یا فردا خواهم نوشت .
18 سپتامبر 2011, 16:45, توسط بهمن
من نیز درین عبارات آقای الفت میخواهم تبصره نمایم وبعد پرسش خویش را مطرح سازم:
آقای الفت درمورد یهودها وفلسطینی ها چنین میفرمایند:داسې ډير مثالونه شته چه کله غربيان د جناياتو مرتکب شي نو د هغې دجبيري لپاره له يو افراط څخه بل افراط ته مخه کوي، او تر دې هم حيرانوونکى خو دادى چه تاوان يي هم له نورو څخه اخلي. يو څرګند مثال يي په دوهمه نړيواله جګړه کښي د يهودانو سره د بد چلند موضوع ده چه ويل کيږي چه حتى په داشونو کښي سوزول شويدي. ددي جنايت تاوان اوس د فلسطين د مظلوم ملت څخه اخيستل کيږي او يهودان پر فلسطينيان تر هغه څه چه په دوي باندي شويدي ډير تيرى کوي »
ترجمه:
این نوع مثالها درجوامع غربی را زیاد میتوان داد که هرګاه یک جنایتی را که درجایی مرتکب شوند برای تلافی آن ازیک افراط به افراط دیګر رو می آورند. وازهمه تعجب آورتر اینکه تاوان آنرا ازمردمان دیګر میګیرند واضح ترین مثال آن جنګ دوم جهانی است که دربرابر یهودها معامله وسلوک بد صورت ګرفت که ګفته میشوند آنها درکوره های آدم سوزی سوختانده شدند اما تاوان آن جنایات را حالا ازملت مظلوم فلسطین میګیرند. ویهودها آنچه را که بالای شان درزمان جنګ دوم جهانی شده است درحق فلسطینان انجام میدهند:
خوب اینکه چقدر این جملات یهودی ستیزانه است من به آن کاری ندارم
ولی آقای الفت بفرمایند بګویند که آیا پشتونها نیز درعین موقعیت قرار ندارند. امروز قوم ګرایان پشتون آنچه ظلم وبربریتی که درباکستان درحق شان میشود میخواهند آنرا ازملت های مظلوم تاجیک وازبیک وهزاره درافغانستان بستانند. در باکستان اجازه تعلیم به زبان بشتو وجود ندارد ولی پشتونها خواهان پشتون سازی مزار وهرات وبامیان وکابل اند. آیا طرح فاشیستی کتاب دوهمه سقاوی با طرح صهونیست های اسراییل چه قرق دارد؟
تاچه وقت خلقهای مظلوم بلوچ وتاجیک وهزاره وازبیک تاوان ظلم پنجابی هارا به پشتونها بدهند؟
با احترام
بهمن