ځمکه

سه شنبه 1 آپریل 2008

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

ځمکې بوډۍ د درې میاشتني خوب سپینه بړستن لرې کړه، خپلې خوبولې سترګې یې وغړولې، الماسي برېښېدونکې جوړانګې یې ولیدې چې د لمر د مهربانو وړانګو په مټ، په خپل وجود کې له سکونه ستړي شوي څاڅکي د ویالو او لښتیو په بهېدونکي ژوند ورګډوي.

 

د ځمکې کرخت وجود کې وروسته له مودو یوځل بیا د ځوانۍ احساس راوپارېد، سترګو کې یې د زرغون پوښ د اغوستو مینه وځلېده، زړه کې یې یو وار بیا د راسپخېدو هیله مسکۍ شوه او ځان یې له طبعیت سره د نکاح په زرغونو ختو کې انځور کړ.

 

 د پسرلي تنکۍ وږمې یې په خپلو ساوو کې راکاږلې، په رګونو کې یې غځونې وکړې... درې میاشتنی کرخت وجود یې سره وپنځېد، ایله اوس یې په خپل وجود کې خوږ او سوی حس کړ....

اوه...

زما خو لا تراوسه پروسږن ټپونه ندي رغېدلي، اوس هم زوې ترې روانې دي...

 

په وچولي یې ګونځې راخپرې شوې، د ټپونو د مړو خوږو له زوره یې له خولې زګېروي ووتل...

 

 د ټپونو د ناسور کېدو له درده یې، په زړه کې د خوښۍ او هوساینې پارېدلی احساس مړاوې غوندې شو او په خپله پراخه سینه د خپلو بچو کړو ته په حیرت ولاړه....

 

د خپل وجود یوې ګوښې ته یې همدا بچي ولیدل چې د زړه په وینو یې سینګاروي، نازوي یې، د رنګارنګ ګلانو د راغوړېدو په هیله زړي پرې شیندي، نیالګي کېنوي او پدې ډول یې درناوی کوي.....

 خو.....په هغه بله ګوښه کې...

هلته ګوره ... هغه ته ځیر شه ....

ژړغونې شوه، ستونی یې راډک شو....

اه...

څه کوي... دا ظالم زما بچی دی؟ چې په ټپونو مې مالګې شیندي.... پرې شرمېږم.... دی خو زما د ښکلا لپاره د ګلونو او نیالګیو د غوړېدا لپاره زړي نه کري، نه یې شنه کوي ، دی خو بس، زما په ستوني کې زما د خپل بچي وینې بهوي،په یوه مور د خپل بچي وینې څښي ...

 

هو، زه خامخا تږې یم،

هو یم...یم.... یم ...

 خو د مینې، د ښېرازۍ ، د ښکلا، نه د وینې . زما غېږه خو د مینې جل وهلو بچو ته خلاصه ده، مګر دی!

 زما د وجود په سویو کروندو کې وینې بهوي، د زړیو او نیالګیو پر ځای مې د تنکیو بچو بېروحه کالبدونه تر پلو لاندې کوي....

مګر زما غېږه، زما پلو د بېروحه کالبدونو د خښولو ځای دی؟

نه....

نوره له ټپونو ستړې شوې یم، نور د خپلو نازولو سرې وینې نشم څښی....

 

 وګورئ!

 نور بېروحه کالبدونه زما تر پلو لاندې له سترګو مه پنا کوئ، پرېږدئ چې زما په غېږه کې د سکون او هوساینې وزرې خپرې کړي...

اې زما هغو!

 چې زما ...ماته وګورئ...زما ...د خپلې مور وجود مو ټپي کړی !

نور نو پټۍ راباندې کېږدئ.....

نور... پټۍ راباندې کېږدئ.....

 


آنلاین : http://reeshtia.blogfa.com/post-14.aspx

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس