افغانان د کلیو د پراختیا لپاره دکوریا له تجربو زدکړي کوي
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
د کوریا دولت هڅه کوي افغانان ته د کلیوالي پراختیا په برخه کې تخصصي زوزنه ورکړی نو له همدي امله یي د حکومتي مامورینو د روزلو لپاره ملا تړلي ده.
په دغه برخه کې افغان د کرهني، پراختیا، اقتصاد او انجینیرۍ د برخي ماهرینو ته د هغه خوځښت په اړه پوهاوي ورکول کیږي چې دکوریا ننی پرمختګ یي زیږنده بلل کیږي.
دغه خوځښت ته د سیمویل د نويو کلیو تحرک ویل کیږي چې د جنوبي کوریا د دیاګو له ښار څخه د کورنۍ جګړې وروسته پیل شو.
پر هغه مهال د کوریا ولسمشرۍ د Park Jung Hee پر غاړه وه کوم چې اوس یي لور د دغه هیواد د ولسمشرۍ پر څوکي ناسته ده.
د نویو کلیو د پراختیا خوځښت هغه مهال په کوریا کې پيل شو چې دغه هیواد مټ کې له کورنۍ جګړې په داسي حال کې وتلی ووچې هیڅ څه ورته نه وو پاتي، کلي سوځيدلي وو، ځنګلونه له مینځه تللي وو، خلکو د خوراک لپاره څه نه لرل، د اوبو کانالونو او سرکونو شتون نه درلود او د کوریایانو د سړي سر کلني عاید اندازه په هغه کال یعني په ۱۹۶۰ کي یوازي ۷۹ ډالره وه په داسي حال کې چې د افغانستان د سړي سر اوسنی عاید یوازي ۵۰۰ ډالره ته رسیږي خو د کوریا هغه اوس د ۲۴ زرو امریکايي ډالرو په حد کې دی.
که څه هم د کوریا د هغه مهال د سړي سر عاید ډیر کم وو خو پر هغه مهال د افغانستان عاید سره یي څه نا څه برابري لرله او ښايي د افغانستان هغه تري لوړ هم وو.
د سیمیول کلوالي خوځښت د دیاګو په ښآر کې وروسته تر هغه پیل شو چې کلیوالو ملا وتړله تر څو خپل ژوند په خپله بدل کړي ځکه د بل په مرسته څه نه جوړیږي او تر هغو دوي په خپله خپل ژوند بدل نه کړي ژوند یي په خپل سر نه شي بدلیدای.
هغوي په لومړي سر کې د سرکونو هوارولو او د کورنو جوړولو ته مخه کړه، د اوبو لپاره یي کانالونه په داسي مهال کې پرې کړل چې هیڅ راز میکانیزه وسایل ور سره نه ول او هر څه یي په بیل او کلنګ او حتی تر هغه هم په اپتدایي وسایلو پيل کړل.
د هغه وخت د ولسمشر Park Jung Hee قوي اراده او له خلکو د هغه پراخ ملاتړ هغه څه ول چې د سیمیول کلیوالي خوځښت یي تر بریالي توب پوري ورساوه او خلکو ته ييي وویل چې ټول کوریا وال باید دا پالیسي تعقیب کړي او هغه کسان به حکومت و نازوي چې د خپلو کلیو او سیمو د سمسورولو او پراخوالي لپاره یي سم ګامونه پورته کړي وي.
ویل کیږي په خپله ولسمشر به هم وخت ناوخت د هیواد بیلا بیلو کلیو ته تلل او له کلیوالو سره به یي په کاروبار کې برخه اخیسته او حتی ډیرو خلکو هغه پيژاند هم نه ځکه چي د کلیوالو په څير جامي به یي اغوستي او د هغوي په منځ کې به یي ځان آرام احساساوه.
د کوریا دولت پر هغه مهال د سیمي د یو شمیر پرمختللو هیوادونو تجربې را واخیستي او د هغوي انکشافي پلانونه یي تر کتلو لاندي ونیول او هڅه یي وکړه چې داسي یو جامع پلان رامنځ ته کړي چې دغه هیواد له بدبختۍ او فقر څخه وژغوري.
جنوبي کوریا چې دجاپان هیواد له استعمار څخه تازه خلاصه شوي وه په دې لټه کي شوه چي په لومړي سر کې د وګړو لپاره لږ تر لږه خوراکي اولیه توکي د ملک دننه برابر کړي او همدا ووچې د وریژو په کرکیله یي زور وکړ او لږ تر لږه په لنډه موده کې یې ځان د وريژو له اړخه خودکفایي ته ورساوه او خلکو احساس وکړ چې نور یي بچیان وږي نه پاتي کیږي او بیاد پراختیایي او زیربینایي کارونو ته زور ورکړي.
د نوي کلي دا خوځښت د ۱۹۷۰ په کال کې په لاره واچول شو او ډیر ژر هغه کلی سمیور او بڼه یي نمونه یي شوه چې پکې کلیوالو او د کلیو مشرانو د بدلون لپاره ړستوني بډ وهلي وو.
حکومت له خلکو سره د کانالونو د استنادي دیوالونو او د بامونو د چتونو د جوړولو لپاره د سمټو مرسته وکړه او وروسته وروسته دغه تحرک نوري کوریا ته هم ور پراخ شو.
خو په افغانستان کې چې هم ۵۰۰۰ کلن تاریخ لري تر اوسه پوري په دغه برخه کې داسي کار نه دی شوی چې پري کلیوالي ژوند پرمختګ وکړي او خلک له فقر څخه را ووزي.
اوس د کوریا دولت او د دغه هیواد د نړیوالو پراختیايي همکاریو اداره KOICA پلان لري چې افغان ماهرین ورزوي تر څو د سیمویل له خوځښت څخه څه زده کړي او په خپلو کلیو او بانډو کي یي د پلي کولو لپاره لاره هواره کړي.
د کویکا ادارې په تیرو څو کلونو کې په لسګونو افغان حکومتي مامورین دغه ملک ته ور بللي او هلته یي ورته د کلیوالي پرمختګ په برخه کې روزنه ورکړي او لا هم په دغه برخه کې کار روان دي.
دوه اونۍ دمخه د کرهنی او کلیو او پراختیا وزارت یوه ۱۵ کلنه ډله دغه هیواد ته ور بلل شوي چې د سیمویل د نوي کلي له خوځښت څخه له نږدې لیدنه وکړي او دا ومومي چې څرنګه کولای شي زراعتي افغانستان له اوسنی ناوړه حالت څخه وباسي.
د یادولو وړ ده چې دمګړۍ جنوبي کوریا چې څه باندي څلویښت کاله دمخه یي خلکو د خوراک لپاره دری وخته ډوډۍ نه لرله او ډیری له لوږۍ رنځیدل د نړۍ د پرمختللو صنعتي ملکونو له ډلي څخه ده .
دغه هیواد د اوسپنې دریمه د تولید ستره کارخانه لري او تر څنګ یي د سامسونګ، هونډایي، کیا او ال جي کمپنیو په نړیواله کچه دغه هیواد ته ستر معنوني او اقتصادي ارزښت ور بښلي.
یوازي د هونډايی د موټرو، بیړیو او نورو صنایعو د تولید په کارخانه کي شاوخوا ۸۰ زره انسانان کار کوي چې د سیمي د هیوادونو په کچه یوه بي ساري لویه فابریکه شمیرل کیږي.