صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > د واده ګوته(څله) ولې د لاس څلورمې ګوتې ته اچول کیږي؟

د واده ګوته(څله) ولې د لاس څلورمې ګوتې ته اچول کیږي؟

Hask
شنبه 23 آگوست 2014

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی


دا دی څو پیړۍ کیږي، چې خلک د واده په ورځ خپلې میرمنې ته د واده څله چپ لاس ته اچوي، تر څو د دوی مینه تلپاتې او ریښتینې وي، خو جالبه دا ده، چې موږ د دې رواج او عننې په هکله هیڅ فکر نه کوو، چې ولې یې د چپ لاس څلورمې ګوتې ته اچوو. پاتې دې نه وي، چې د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې همدا ګوته(د واده څله) د ښی لاس څلورمې ګوتې ته اچول کیږي. زه افغان یم او زموږ په هېواد کې یې خلک چپ لاس ته اچوي، خو زه اوس په روسیه کې اوسیږم او وینم، چې هغه سړي او میرمنې، چې واده یې کړې وي، د واده څله ښی لاس ته اچوي. ښه، پس د کوم ځای نه دا رواج او عننه رامنځ ته شوې ده؟

د واده څله او لرغونی مصر

د موضوع څېړنه به د مصر نه راپیل کړم، دا ځکه، چې دا رواج د لوړمي ځل لپاره څه نا څه ۵۰۰۰ کله مخکې رامنځ ته شوی دی؛ لرغوني مصریانو به خپلې لیلا ته ګوته اغوستله، خو دا ګوته نه نقره او نه ظلایي وه، بلکې د مزرو نه به جوړه شوې وه او ټولو عادي خلکو به اغوستله.

دا یوه تاریخي جوته او ریښتیا خبره ده، چې دا رواج د لومړي ځل لپاره مصریانو کولو. ولې چپ لاس؟ د دې پوښتنې ځواب ډیر اسان دی، هغه دا چې په لرغوني مصر کې طبابت او درملنه ډیره پرمختللې وه او د هغه وخت ډاکټرانو د انسان اناتومي څیړل پیل کړي وو؛ ډاکټران په ګډه داسې موافقې او هوکې ته راغلي وو، چې د انسان د چپ لاس څلورمې ګوتې نه یو رګ زړه ته ځي او بله دا چې د لاس دغه ګوته د کار کولو په وخت کې ډیر نه استعمالیږي، له دې کبله ښه به دا وي، چې د واده څله همدې ګوتې ته واچول شي.

اوس به راشم لرغوني یونان ته؛ په لرغوني یونان کې حتی د ګوتې(څلو) یوه ستر ژبه وه. معمولا دا ژبه سړیو کاروله، تر څو د ځان په هکله چاپېریال ته معلومات ورسوي. په یونان کې به د عشق او مینې الهه (إلهة)- آفرودیت هم د لرغونو مصریانو رواجونه تکرارول. کله، چې به یوه نارینه څله د لاس څلورمې ګوتې ته اچولې وه، نو دا به په دې معنا وه، چې دا سړی نیول شوې (کوژده شوی)دی. کله چې به چله په دویمه ګوته کې وه، نو دا به د نجلۍ د نه لرلو او لټولو په مانا وه. څله په دریمه ګوته کې د دې په معنا وه، چې دا سړی حاضر او اماده دی، چې د میرمنې نه پرته د مینې یوه معشوقه هم ولري.

 کله، چې به یوه یوناني چله د لاس پنځمې (کوچنۍ ګوته) ګوتې ته اچولې وه، نو دې سړي به خلکو ته دا په ډاګه کوله، چې دی اوس څوک نه لري او نه د چا سره اوس یاري کول غواړي.

اوس به راشم د دې هیواد خلکو کیسې ته، چې زه اوس په کې ژوند کوم. د بتپرستۍ په وختونو کې به روسانوټولو ژوندیو موجوداتو ته سجده کوله، خو تر ټولو ستر خدای یې یاریله(د لمر رڼا خدای) یا لمر وو او دوی به د لاس دغه ګوته ورسره تړله؛ سړیو به خپلو ښځو ته طلایي چله اچوله، دوی په دې باور وو، چې په دې ډول به د لمر زور او قوت ښځه د ناخوالیو ساتي. ښځو به خپلو میړونو ته نقريي کوته اغوستله، چې د میاشتې انرژي او زور به تل ورسره وي او محافظت به یې کوي. د یادونې وړ ده، چې په یوه کورنۍ کې به د واده څله د یوه نسل نه بل نسل ته ورکول کیده، په بله ژبه کله چې به د یوې مور لور یا زوی واده کوله، نو هغې به خپله چله ورکوله، په دې ډول تر ټولو درنده او ارزښتمنه څله هغه وه، چې له ډېرو نسلونو به راتېره او پاتې وه. هو، چې رانه پاتې نه وی، روسانو یو شرط درلود، هغه دا چې هیڅکله به یې څله د لاس ګوتې نه ایستله نه. یوه بله خبره هم شته، هغه دا چې د روسانو په شمول په ډیرو خلکو کې دا رواج شته، چې د واده نه مخکې یوه چله(کوژدې) وي، هغه په دې مانا چې دا نجلۍ کوژده او چا ته ورکړل شوې ده.

ایا تاسې خبر یاست، چې د لاس هره ګوته د کورنۍ د غړو مانا لري؟

د لاس لومړۍ (غټه) ګوته د مور او پلار، دوهمه ګوته د ورونړو او خویندو، منځنۍ ګوته د خپل ځان، څلورمه ګوته د ښځې او میړه او د لاس کوچۍ ګوته د ماشومانو او زامنو په مانا دي.

په دې رواج کې یو بل پت راز هم شته، هغه دا چې د لاس دغې ګوتې ته د چلې اچول زړه ته د ناسمې انرژۍ تګ مخه نیسي، یا په بله ژبه کله چې ښځه او میړه یو بل ته څله اچوي، د نورو خلکو نه د زړه ټولې دروازې تړي، تر څو بل څوک ونه شي کولای په زړه کې ځای پیدا کړي.

ښه، اوس به په موضوع د ډاکترانو نظر ته یوه لیدنه وکړو

د ډیرو ډاکټرانو په نظر د واده چله د لاس په ګوته کې هر وخت ګته وره نه وي؛ په لاس کې ډیر رګونه شته، چې چله یې لار بندوي. یوه بله خبره هم شته، هغه دا چې ډاکټران وايي، دا مهمه ده، چې څله د کومو موادو څخه جوړه شوې ده؛ ځینې فلزات کولای شي د زړه، ګوردو، ینې او عصبي په سیستم تاثیر ولري. د یوې ظلایي چلې اچول یوه کټه لري، هغه دا چې د لاس دغه ګوته د ډیرو ارتوپیدي ناروغیو ساتي.

په پای کې به زه دومره ووایم، چې دا ټولې خبرې زما په اند عام معلومات دي، دا په دې مانا نه ده، چې تاسې خپلې چلې ته وګوري او په دې فکر کې ډوب شي، چې ستاسې جانان څومره مینه، څنګه مینه درسره لري.
ليکنه: نیک محمد ویال، د روهي نه په مننه


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/647

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس