صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > شعرونه: د ۱۳۹۴ کال له عقرب نه د کال ترپایه شعرونه

شعرونه: د ۱۳۹۴ کال له عقرب نه د کال ترپایه شعرونه

lawang
سه شنبه 7 فبروری 2017

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

د ۱۳۹۴ کال له عقرب نه د کال ترپایه شعرونه

ته چي زما غيږه کې
ګلاب ونه ټوکېږې
د پسرلي راتګ نه
مه مې پوښته

1394>11>12

««««««««««««««««««««««««

لمره!
ورځه ته خپله لاره وهه
سیوری زما د سیوري
اوس پر خپل مخ سړې خولې ته ناست دی

۹۴.۱۱.۷

««««««««««««««««««««««««

ته
زما هسې خوښېدلې
هسې به ځای نیم رالره ویادېدې
ټولو مئین بللم، په تا مئین یې کړمه
سور رنګ د وینو رنګ دی
راته کړې سترګې شوګیرونو دې سرې
ویریږم اوس
له خپلو سترګو او د خلکو انګېرونو ځنې
هسې نه ځان ووژنم
او دا خپل زړه قتل کړم
۹۴.۱۱.۵

 

همدا شېبه
ته
زما هسې خوښېدلې
هسې به ځای نیم رالره ویادېدې
ټولو مئین بللم، په تا مئین یې کړمه
سور رنګ د وینو رنګ دی
راته کړې سترګې شوګیرونو دې سرې
ویریږم اوس
له خپلو سترګو او د خلکو انګېرونو ځنې
هسې نه ځان ووژنم
او دا خپل زړه قتل کړم
۹۴.۱۱.۵

««««««««««««««««««««««««

نپوهېږم ولې
له چا سره چې مینه لرم
همیش ترې د آزار احساس کوم

««««««««««««««««««««««««

والوتم
چې په هوا کې هوا وکوم

««««««««««««««««««««««««

زه یې په ځان کې ونغښتلم
د هوا ساړه کېږي

««««««««««««««««««««««««

د لارې ګرد یم
بس در روان یمه خو
تمه کې نه دې ساتم
ښایي په دم شېبه کې
د عشق په لاره
باد رانه غېږ تاوه کړي
پوهېږم نه
ګرد به پر کومې سارا
کوم یو دیوال
کومې هیندارې پروت یم

««««««««««««««««««««««««

د کلماتو یوه ګرده لمن
بره د ذهن مې تاخچه کې ایښې
راسره پېغلې د شعر
د راتلو ژمنه کړې.
۹۴.۱۱.۱۸

««««««««««««««««««««««««

یو څه هوښیار یم
خپل لېونتوب ته پاتې کېږم
۹۴.۱۱.۱۸

««««««««««««««««««««««««

یادونه هم راته ستا ګران دي
د زړه د وره خوا مې نیولې

««««««««««««««««««««««««

د غږ چنار یم
د تبر غوږ دې
کوڼ مې د ماتولو له غږ
94.10.30

««««««««««««««««««««««««

غږ یې بوږن وي
یوازې زه يې اورم
ور ولاړ شم:
څوک يې؟
- زه یم
تر نیمکښو ورګورم
د وره په خوا کې ولاړ
د مرګ پر شونډو مې موسکا خوښېږي.
۹۴.۱۰.۲۶

««««««««««««««««««««««««

نورو نه په لار کې به مخ واړوي
ځان نه چې په تنګ شي سړی څه وکړي؟
۹۴.۱۰.۲۵

««««««««««««««««««««««««

له خپلو اوښکو او ژړا چې په تنګېږمه نه
ځار شم له مینې د اړیکې ډېرې لارې لري
۹۴.۱۰.۲۵

««««««««««««««««««««««««

ورته مې خپلې شوګیرې ژاړمه
خوب کې د سترگو دې خندا ته کېنم
هیله ده
دا راته ونه وایې چې
بیا دې د خوب څادر کې
ګرانې ونه نغاړمه
۹۴.۱۰.۲۳

««««««««««««««««««««««««

بارانه مه ورېږه
غواړمه نه
ځانته شم پاتې
هسې نه وڅڅېږي
د زړه د بام اخېړ مې ډېر نری دی
ویرېږم بیا
تازه د درد راغلې پېغلې
د تګ جامې واغوندي
او اوسېدلو ته خپل
بل چېرته ځای وګوري
۹۴.۱۰.۱۶

««««««««««««««««««««««««

مینه د باد غوندې ده
او باد
د مینې غوندې
باد ته چې ګورې
یوه شپېلي سره
پر مخ د ځمکې
هر څه هوا ته کړي له ځانه سره
چې مینه پېښه وکړي
څو چې په ځان خبرېږې
هر څه به وړي درځنې
او ته
ته به د خپل وجود
تش کالبوت ته ناست يې
۹۴.۱۰.۱۷

««««««««««««««««««««««««

مور
مور مې هغه ونه شي
چې هر ژمی
څانګې او ښاخونه یې
د ژوند نغری مې
سړیدو ته نه پرېږدي
وېرېږي هسې نه مې یخ ووهي
مور مې هغه ونه شي
چې هر پسرلی
له سره څانګې او ښاخونه کوي
او زما د ژوند ناوې ته
په شنه جامه بدلېږي
د اوړي ټکنده غرمه کې هم بیا
زما پر ستړې ستړیا
خورېږي سیوری سیوری
۹۴.۱۰.۱۵

««««««««««««««««««««««««

خياله در جار شم ویده کېږم
پرېږده چې وګورم په خوب کې جانان څنګه ښکاري
۹۴.۱۰.۱۳

««««««««««««««««««««««««

کله چې
د تنهايۍ د تیارې شپې پر زنګون سر ږدم
په خوب کې
ستوري، سپوږمۍ او لمر وينمه

««««««««««««««««««««««««

له تا نه وروسته
بله جينۍ زما د سترګو په هنداره کې بیا
هيڅ ځلېدلې نه ده
درته یادېږي به ښه
شاته دې ونه کتل
پخپله مخه لاړې
او خپل انځور درځنې
یوه هنداره کې شو پاتې
زه لا تراوسه
د لارې متن کې
هماغه ټکي کې بس
د خپلو سترګو
ولاړ هیندارې ته یم
۹۴.۹.۲۸

««««««««««««««««««««««««

تنهایي به غاړه وځي بیا له غرقې خاموشۍ نه 
شپې په سر دی اړولی له ماښامه د تیارې جام
94.9.18

««««««««««««««««««««««««

رانه یې مه اړوه
د زړه مرغۍ راته دا ستا سترګو کې
دغو وړو پنجرو کې
تر دغه ارت کایینات
ګرانې خوندي ښکارېږي
94.9.14

««««««««««««««««««««««««

بهر ګرمي ده 
او ژوند 
خپلو خولو کې ډوب دی
خو چې دننه خپل وجود ته ګورم 
سوړ و پوړ دی
هر یو د خپل ژوند نغری ننګوي
خو زه د خپلې تنهایۍ سړه کوټه کې ایسار
د زړه مې یخ کېږي
94.9.14,

««««««««««««««««««««««««

مینه

ستا تګ 
زما تر منډو 
تېز و
وبښه
در ونه رسېدم
ستا
مخه ښه مې
له زړه سره وکړه
چې هر ځل
په لاره کې
ستا د پلونو پر نقش
وي نښتی 
چې ته بیا راځې
۹۴.۹.۴

««««««««««««««««««««««««

پته
ښه ده چې ته مې یې
له روزګار نه ستړي زړه ته
د دمې 
یو ادرس خو لرم
۹۴.۹.۳

««««««««««««««««««««««««

مات سیوری

یو ګام
نه وروسته ځي
نه شاته
یو سیوري ته ولاړ یم
زړه يې مات دی
۹۴.۹.۳

««««««««««««««««««««««««

چې ته نه یې
ستا يادونو کې ورکېږم
چې کله مخ ته راشې
ستا مې ښایست
او څېره ځان کې ورک کړي
چې کله خاندې
د خندا د غږ په سیند کې دې ډوبېږم
ورکېدل هم لري خپل خوند
کاشکې چې هیڅکله هم
دا بې حسي
او نوم يې نه وای هیڅ
پوهېږې
زه چې پردی شم حس نه
ایله ګومان مې راشي
چې زه خو نه یمه ورک 
۹۴.۹.۲

«««««««««««««««««««««««««««

درانه ولي

د غم مې ولي 
د زړه له شوره
ستا د خندا 
د موسیقۍ
غږ ته 
ښوري
خیر دی ته خانده
که په ما هم خاندې
هر وخت مې
دا ولي
احساسومه درانه
۹۴.۸.۳۰

«««««««««««««««««««««

چیغه

چوپتیا حس ته غاړه ورکوي
غریو د فریاد ستوني کې ماتیږي
شپه له پاولي داره کمیس سره
د رڼا د شور میدان کې
اتڼ ته وځي
بیا د سهار سترګو کې 
خوبولې سترګې 
چې د اتڼ له ستړیا خوند اخلي 
په غځونو راځي
۹۴.۸.۲۳

*********************************

دا شېبه زه هم ستاپه زړه کې ګرځم
خوند راکوي
له خپل احساس سره مې ‌‌‌‌‌‌ډېر غږېږم
94.8.22

*********************************

ځان ته خوشاله یم
پوهېږې ولې
تا وې دا دوه ورخې
زموږ سیمه کې
ږلۍ ورېده
د تا له زړه خو ساړه نه تاوېږي
۹۴.۸.۲۰

***********************************

په تا مې شک راځي
چې دلته ما سره یې
ګرانې ته داسې
راباندې هر وخت خاندې:
ځان درنه هېر وي ولې؟

خو ته منې
چې رانه ځان هېر نه شي
هر وخت د یاد د پېغلې غاړې ته مې
ستا د لیدو د شېبو هار اچوم
۹۴.۸.۲۰

**********************************

وفا
لکه د مرګ زه چوپه خوله خوښ
یمه
بې غږه و غوږه
ژوند به غږېږي
زه به غږېږم
ته به غږېږې
ټول به یوازې او یوازې سره غږېږو او خبرې کوو
خو مرګ بیا پرته له دې
چې وغږېږي
پخپله ورځ
پخپل ساعت
خپله شېبه رادرومي
پر خَپلې ژمنې وفا نه هېروي
۹۴.۸.۱۹

***********************************

وېره

نیا مې کیسه کوله
د مور للو باندې به
چې نه شوم ویده
پلار چې ما ووېروي
بس هره شپه یې
سر به راهسک کړ له بړستنې څخه
بیا بیا بو بو يې کاوه
نیمه رڼا کې د شپې
سترګې لاسونه به يې کاږه واږه کړل
ویل يې ګوره که ویده نه شولې
بیا به دې وخورمه
ببو یمه زه
په لاس به يې وچيچلم
زه به هم وډار شولم
د مور سینې ته به لا نور ورجوخت شوم
چې لږ راغټ شوم
د ببو ویرې ته د ټینګې نه وم
د چا کاږه واږه غوندې لاسونه سترګې
چې به مې سترګو ته شول
هغه سم دم راته ببو اېسېده
په همدې وېره کې زه
ځوانۍ کړم ټینګ په غېږ کې
خو ویره هم راپسې منډو کې وه
تیارې به وېره راکړه
د مور و پلار شور به په ډار کې کړمه
سیوری مې هم وېره وه
بس چې اورېدل او یا لیدل به مې څه
ببو د ویرې به مې سترګو ته شوه
وېره او زه او زما سیوری سره
یو رالوی شوي یو ځای
ته خپه کېږه مه هیڅ
چې اوس
په مینه کې هم
احساسومه وېره
۹۴.۸.۱۸

 

««««««««««««««««««««««««««««««

سپوږمۍ چې شپه کې ګرځي
غواړي دې خوب کې ګېر کړي
‌‌‌‌‌‌ډوبه دې حسن کې شي
ومني دا
چې رښتیا هم
تا غوندې ده
۹۴.۸.۱۸

««««««««««««««««««««««««««««

ستا د یادونو پېغله په تور څادر کې نغښتې
د وره په خوا کې ناسته
د ویر لمن ده غوړولې
رنګ مې د زړه د کوټې شین اوښتی
د تنهایي سړې سیلۍ وهلې
په عشق مې زړه سوځېږي
چېرته به واړوي
په کومه ورکه غوندې
خالي صحرا کې
ته چې راځې
کومه کوڅه به ګورې
ځان به کړې ستړی
دا به هم ونه منې
په کې چې ته اوسېدې
اوس یې ه‌‌‌‌‌‌ډونه
دېوالونه
خاورې شوي
د ګرد په مینه
تورو بادونود وخت
وړي له ځانه سره
۹۴.۸.۱۷

«««««««««««««««««««««««««««««««

بې له تا هیڅ یمه
او هیڅ نه لرم
یو درد
درد خو به وي
خو داسې ښکاري پخپل درد اخته دی
د درد په درد پسې ورک
ته چې یې تللې
زه په خلا کې اوسم
کال دې له تګ نه کېږي
که دې کلونه واوړي
ځان نه به هېر یم 
خیر خو
دا ننګ به چېرته یوسم
چې تا به هم جانانه 
نه پېژنم
درنه بښنه غواړم
خپګان دې نه وي په کې
کاش چې ته تلې
راسره دې خپله بې حسي ویشله
۹۴.۸.۱۱

««««««««««««««««««««««««««««

د خاموشۍ درز شوي دېوال ته مې 
تکیه کړې ده
پر تنهايي مې نوره نه لورېږي
چې غږ یې ستوني کې ټپ پاتې شي
د خاموشۍ دېوال 
د اهونو له بړاسه 
په کېدونکې زلزله کې 
ګوندې ونړېږي
او د عشق ویده کوڅه هم
ورسره ویښه شي
د تنهایي په چغو 
۹۴.۸.۱۰

«««««««««««««««««««««««««

تېښته

د خپل وجود چیندرۍنه
غواړم بهر ورټوپ کړم
خو زما سیوری
ګام په ګام راسره
لوبه کوي
زه چې ورټوپ کړم
سم دم ټوپونو ته شي
‌‌‌‌‌‌ډېره ده سخته
له خپله ځانه تېښته
۹۴.۸.۹

«««««««««««««««««««««««««««

تنهايي به هم 
غږولای نه شم
نن د شپې پېغله
ګوته پر شون‌‌‌‌‌‌ډو
سم له ماښامه
د زړه په وره کې مې 
ولاړه ده
چوپتیا لټوي
۹۴.۸.۵

«««««««««««««««««««««««««««

یادونه او کونجونه
هر یو کونج يې دی یو شرنګ ستا د پاولیو د خبرو
هر یو کونج يې دی یو عطر ستا د تن د ګل خوشبو
هر یو کونج يې هره شپه تپه تياره کې یو اسمان وي
د تا سترګې په کې ښکلې ښکلې ستوري 
هر یو کونج يې ستا د حسن سمندر دی
زه ماڼو په کې د دوه ماتو کښتیو
چې رایادېږې مې ته
زه د کوټې کونجونه داسې غږومه
۹۴.۸.۴

«««««««««««««««««««««««««

سهوه ځنې وشي خطا وشي قتل وشي

خلک وایي خیر دې وي انسان دی خو
ما د لېوني په نوم وشړي له کلي نه
هسې که چا وویل چې بدر دی
مئين په چا

««««««««««««««««««««««««

مساپر پلونه

ذهن مې 
لکه د ستړو مساپرو پلونو 
چې چا ته خوار او یک تنها به ښکاري
ایینه د عشق د لارې دی 
د ګرد
۹۴.۸.۳/۴

««««««««««««««««««««««««

زړه او زخم

ته مې هم زړه یې
هم مې یې زخم د زړه
زړه سره ډېر بلد یم
درد راکوي
او زخم 
ژوند وربښي
۹۴.۸.۳

««««««««««««««««««««««««««

‌‌‌‌‌‌د بوسې غونچې

د زړه ګلدان کې یې چې وکرمه
ما یې راټولې کړې له خولې یو څو غونچې د بوسې
۹۴.۸.۳

««««««««««««««««««««««««««

زما توړۍ

چې مې جمعه په حمعه
د باد په پښو ورلنډوله لاره
خوړ ته نږدې
چې مخامخ ورته یو باغ شین و
بې سر و پایه
هغه زړه لویه کلا 
او څلور جیبه واسکټ مې
خپله توړۍ
او د هغې مینه مې 
ډېر یادېږي
@@@
هره جمعه مازیګر
زما توړۍ د کلا وره سره ولاړه به وه
چې به یې ولیدلم
چې تر پلار مخکې
د هغې خوا ته
په؛ منډو یمه
غېږ به یې خلاصه کړله
چیغه یې کړه
زما بچی راغی
زما زړګی راغی 
@@@
په هغه ورځ چې به توړۍ کره تلو
څلور جیبه واسکټ مې
واغوسته به
لاره کې بیا بیا به مې
د خپل واسکټ خالي جېبو ته کتل
ورته خوشاله به وم
چې راستنېږم بېرته
دغه خالي جېبونه
ټول به ډک وي
یو له چارمغزو
یو جلغوزیو ځنې
یو له سنځلو
یو له توتانو
@@@
لا چې وم ډېر وړوکی
کمیس کې یو جېب مې و
عمه مې پلار ته ویل
زما زړګي ته
داسې واسکټ وګنډه
چې یې جېبونه ډېر وي
ځکه خپه ومه ډېر
چې مې دې یو جېب کې
ځاييږي کمه مېوه
@@@
هغه کلا راته یادېږي
او هغه اوږد غځېدلی باغ مې سترګو کې وي
هغه خوړ مې هیڅکله هم نه هېرېږي
هغه خوړ زه چې وم لوېدلي په کې
د خوړ دپاسه
وه اېښودل شوې
یوه د توتو 
غټه ونه
د کلي خلکو د توتو پله به باله
پلار مې مجبوره کړ چې
نن به له پله ځنې پخپله تېر شم
لاس مې دې ونه نیسي
د پله په منځ کې مې راخویه شوه پښه
توړۍ بوغبند کې تاو کړم
ما د تناو په سر بیا بیا به کتل خپل واسکټ ته
ډوب وم د خپل واسکټ جېبونو کې مې
غوښتل مې ژر وچ شي
توړۍ یې ډک کړي راته
له وچو مېوو
جامو ته خیال مې نه و
@@@
اوس چې په ښار کې چېرته
کومه زړه وینمه
راته توړۍ یاده شي
چې د کلا په وره کې رالره لاره څاري
بچي بچي زړګی زړګی مې بولي
اوس چې په ښار کې چېرته
تنګو کوټو کې تنګ شم
لویه کلا مې د توړۍ یادېږي
اوس چې په ښار کې چېرته
کومه نرۍ غوندې وباله ووينم
ما ته د کلي خوړ 
او د خوړ پله یادېږي
اوس چې په ښار کې چېرته
کله تېرېږم
د کوم دوکان له مخه
د وچو مېوو
ماته له وچو میوو ډک
د خپل واسکټ راته جېبونه یاد شي
ډک له چارمغزو
ډک له توتانو
ډک له سنځلو
ډک جلغوزیو ځینې
زه اوس بادونو کې د هغو شېبو
هره شېبه د ایینې مخې ته
د سر او ږیري
سپین تارونه شمارم
۹۴.۸.۲

««««««««««««««««««««««

تبه او توبه

کاش چې تبه 
توبه وای
هیڅ نه ماتیږي
۹۴.۸.۱

««««««««««««««««««««««

ښکلې ورځ

خوب کې مې ولیدلې
چې په یو لیک کې دې
پوښتلې رانه
د ژوند د ښکلې ورځې
هغه له تا سره ده
همدا چې لاړې
هغه دې 
د خپلې خندا د پلو پېڅکي غوټه کې ونغښتله
زه لا ویده یمه
دا غواړمه
تر هغه پورې ويښ دې نشم
چې تا د خندا د پلو 
د پېڅکي غوټه
پرانستې نه وي
زما د ژوند د ښکلې ورځې لمرې
۹۴.۸.۱

«««««««««««««««««««««««

مرګ او زه

مرګ مې د ژوند تنګه کوټه کې

زما د هیلو د شلېدلي کټ

سر ته ناست دی

 زما د ستړې ستړیا

سلګۍ شماري

زموږ تر مخه اوږده لاره پاتې

ویرېږم دا هم لکه ژوند

ستړې او خوبولې

نه وي

۹۴.۸.۱
زما د ستړې ستړیا
سلګۍ شماري
زموږ تر مخه اوږده لاره پاتې
ویرېږم دا هم لکه ژوند
ستړې او خوبولې
نه وي
۹۴.۸.۱


آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/688

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس