افغانستان؛ افیون او ښځینه جنسي وسواس
طاهر بن جلون، د عبدالله هسک ژباړه
کاش چې د نړۍ د متعصبو پیچلي او بې لاري هوسونه ارضا کیدای شوی! یوه ډله غواړي ښځه د هغې له خوښې پرته تصاحب کړي، بله ډله غواړي د باردارۍ د مخنیوي درمل او کاندم ممنوع وګرځوي. دوی د ښځې د هوس په منګولو کې راګیر دي.
نن که له یوه پلوه ښځې د خپل کرامت د خوندیتوب او وضعیت د ښه توپ لپاره هڅه او هاند کوي، له بل پلوه د افغانستان په شان ځینې دولتونه د داسې قانون په تصویبولو سره د نارینه و مرستې ته رادانګي چې ښځه مکلفوي ځان د خاوند په واک کې کیږدي که څه هم چې خاوند يې ژر-انزاله وي، یا توږم ولري یا ساده دا چې د ښځې هیڅ ډول اشتیاق نه راپاروي. د ښځې د کرکې په وړاندې، جنسي تیری.
بنسټپالان له ښځې سره، د هغې له جنس سره، رښتونې ستونزه لري. که په یهودیت او کاتولیک آئین کې وي یا په اسلام کې، بنسټپالي د ښځې د جسم په وړاندې د هغې د جنس له کبله لرږیزي او غبرګون یې پداسې تاوتریخوالي سره دی چې جړې یې په درماندګۍ او د جنسي مقاربت په اختلال کې دي. هر څه پر همدې محور چورلي. که د بسټپالو د روان او شتون دا اړین اړخ په پام کې و نه نیول شي، د هغوی پر پارنې او انګیزې نشو پوهیدی.
د دې ټکي عملي اړخ، د حجاب، څادري او څادر په سر کول دي. ښځه باید پټه، نامأنوسه، له پامه پناه او له ټولنې رټل شوي وي. نارینه وایي، "زما میرمن، زما لور، زما خور، زما مور ته لاس مه وروړه!" په بلې وینا، "دا جسم زما په واک کې دی او هیڅوک ور ته د نژدې کیدو حق نلري". د نورو د جسم د واکداره کیدو لپاره هغه څوک لټه کوي چې پر ځان ویسا نلري. او د دې ذهنیت د توجیه لپاره دین ته پناه وړي چې په اساس کې ور ته دا حق نه ورکوي، که څه هم چې ادیان د ښځو په حق کې چندان منصف هم نه دي.
طالبان د بیلګې په توګه داسې نړۍ خپل خیال کې روزي چې ښځه په کې له ژوند نه ګوښه کړای شوی ده. شته خو د کور په انګړ کې محبوسه او هیڅ حق نلري چې بهر پښه کیږي. دا په دې معنا نه ده چې بنسټپالان دې له جنسي لذت نه لاس واخلی، برعکس دومره یې خوښ ایسي چې غواړي تصاحب یې کړي او په لذت کې ورسره بل څوک شریک نه وي. دا د هغه قانون معنا ده چې ولسمشر حامد کرزي غوښتلي توشیح یې کړي. داسې قانون چې "پر میرمنې جنسي تیری" قانوني کوي او اجازه نه ورکوي چې د خاوند له اجازي پرته دې له کوره ووځي.
د دې قانون هدف شیعه (د نفوس لسمه برخه) میرمنې دي. حامد کرزی په دې قانون حساب کوي چې په راتلونکو ټاکنو کې هغه ته د شیعه ګانو ملاتړ او رايې ورپه برخه کړي. د ګڼو هیوادونو له اعتراض نه وروسته، ښاغلی کرزی مجبور شو چې دا قانون څنډې ته کیږدي، خو دا قانون که وي او که نه وي، نارینه به د ښځو په وړاندې خپلو بیرحمانه کړو وړو ته دوام ورکړي.
د دې قانون تصویب چې د جاهلیت له دور (له اسلام نه مخکې دور چې ځینو بدویانو به خپلې نجونې ژوندۍ ښخولې څو په راتلونکي کې د خپل حیثیت د مخدوش کیدو مخه ونیسي) سره ښایي، احمقانه او مضحک دی. مګر قانون غواړي د ښځې او میړه په خلوت کې څه وکړي؟ د نارینه او ښځې په رانژدي کولو کې څه ونډه لوبولی شي؟ نارینه چې د دې قانون په برکت ځان پیاوړي احساسوي، څه خوند به واخلي؟ هغه خوند چې متن دیکته کړې او هغه تاوتریخوالی چې مشروع حق ګنل کیږي او د عجیبې برابرۍ او واقعیتونو بوی لري.
په افغانستان کې میرمنې مبارزه کوي، ځان سمبالوي او د ګڼو هیوادونو فمینیستان ورسره مرسته کوي. خو دا چې د حامد کرزي په شان سړی توانیدلی دا قانون توشیح کړي، په واک کې د پاتې کیدنې لپاره د هغه نه مړیدونکې اشتها څرګندوي. هغه به په کومو سترګو لویدیځوالو ته وګوري په داسې حال کې چې په جنسي اړیکو کې یې د تیري لاره پرانیستې پریښې ده؟ آیا په دې هیله دی چې طالبان ور ته په دې سترګه وګوري چې د هغوی له ډلې دی؟
خو طالبان له دې نه ډیر څه غواړي او د جنسي اړیکو په یو قانون قناعت نه کوي. هغوی غواړي پر ټولې ټولنې واک وچلوي او داسې بربریت وړاندې کړي چې د هیچا په تصور کې هم نه تیریږي. نو د کرزي لاره ترکستان ته ځي او محاسبه یې ناسمه ده. لږ تر لږ د اوس لپاره په شا تللی دی.
کومه ښځه چې خوند اخلي، "کنچنۍ" ده؛ هغې ته د یوې بدلمنې ښځې په سترګه کتل کیږي (یوازې په دې توپیر سره چې دا بدشامته جنسي کارګرانې خوند نه اخلي، دې کې هیڅ ډول خوند نشته، دا یو کار دی، د ډوډۍ د ګټلو یوه لاره ده). په زړه پورې به وي چې د د دې خوند په هکله د نارینه و د ډار په هکله ولولو – د هغه ښځو یوه ګواهي چې د خپل جنسي ژوند قصه یې کوله.
خو موږ به تر هغه ځایه ولاړ نشو. مهمه خبره دا ده چې د دې افغاني ګام په وړاندې پورته شو چې یوازې دا نه چې اوسنی وضعیت لاپسې کړکیچن کوي بلکه دا هم کیدی شي چې سیاسي صحنې ته د طالبانو راستنیدل ګړندی کړي. پس هغه څه چې له ګڼو جګړو څخه په دې پرهاري شوی سیمه کې تیریږي، د ټولنې او همدا شان د زمانې محصول دي.
له بده مرغه زه ناهیلی یم. لویدیځوال پوځونه به د طالبانو د ګواښ نابودولو ته رانشي. شرایط ستونزمن دي او چلندونه نابرابر، او ولس هم په دې وضعیت کې سرګردان دی. یوازې افغانان پخپله کولی شي طالبانو ته د پای ټکې کیږدي. خو تر کومه چې دا جګړه له افیونو سره تړلي وي، تر کومه چې آسانه پیسې شوني وي، مبارزه به هغې پورې سخته او مبهمه وي.
په افغاني فلم د افیونو جګړه (۲۰۰۸) کې چې صدیق برمک جوړ کړی دی، د ښځو یو اوږد کتار تر سترګو کیږي چې لیرې د کوکنارو پټي ته روانې دي. کله چې پټي ته رسیږي، خپلې څادري پورته کوي، او همدلته دی چې وینو هغوی وسله وال طالبان دي چې د نشه اي توکیو په کار و بار کې خپلې برخې پسې راغلي دي. بزګران هم د ژوندي پاتي کیدو په خاطر د هغوی برخه کوي.
دا انځور د موجود وضعیت نچوړ دی: د افغانستان جګړه د افیون او ښځو شا و خوا چورلي. په کار ده چې دا دواړه مهار شي، که نه نو دا به هغه غمیزې پاي وي چې بربریت د هغه اسلام په نوم پیل کړې چې کاملاٌ له داسې کړو وړو سره پردی دی.
*************************************************
طاهر بن جلون ۱۹۴۴ کې مراکش کې زیږیدلی دی. بن جلون شاعر او لیکوال، او د تیتوان پوهنتون استاد دی. ۱۹۷۱ نه راهیسی فرانسه کې ژوند او کار کوي.
فلسفه یې په رباط او اوراپوهنه یې پاریس کې لوستي دي. مورنۍ ژبه یې عربي ده خو لیکل په فرانسوي کوي. سپیڅلې شپه د بن جلون هغه رمان دی چې د فرانسوی ژبې تر ټولو ستره ادبي جایزه ګُنکور يې ور په برخه کړې.
پيامها
11 آپریل 2009, 12:24, توسط یک انسان
به به، پس از سالهای سال مطلبی به زبان پشتو را در این سایت میخوانم. جالب است، فکر میکنم آقای میرهزار کمی از قهرش کاسته شده. هاهاهاهاها