صفحه نخست > دیدگاه > لر و بر دوه افغان که يو افغان؟

لر و بر دوه افغان که يو افغان؟

روشنفکرانه ذهني ګيري
جمعه خان صوفي
پنج شنبه 5 جنوری 2012

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

اتمه برخه

په افغانستان کې د ډيورنډ کرښې د نه منلو په هکله ډير جذباتيت شتون لري. دغه جذباتيت خصوصاً په پښتنو کې او په تيره بيا د هغوى په روشنفکرانو کې ډير زيات دى. حاکمه مقتدره حلقات چې زياتره پښتانه پاتې شوي دي، د کوزه کورنيو سياست ځکه پر مخ بوځي چې هغوى ته يې ضرورت وي چې په دغه توګه هغوى خپل ځان دپاره يو قسم قا نونيت پيدا کړي او په داخل کې د حقيقي يا خيالي رقيبانو په مقابل کې ځان قوي وښئي. (دغه کورنۍهم د افغانستان په ظاهره طرفدارۍ پاکتان کې خپل د سودابازۍ پوزيشن قوي کول غواړي) هغوى په هيڅ قيمت د لر و بر ديووالي داعيې ته وفادار نه وي او نه په دغه ﻻر ګام اغستلو ته تياروي او نه ددې دپاره ملي سياست شړل غواړي. بله دا چې کابل کې هر حکومت يوې ملي کيسې ته اړتيا لري نو دغه سياست ورته ددغه کيسې يو اړخ تکميلوي. بل داچې پاکستان چون د مذهب په نوم جوړ دى نودغه کيسه نه فقط نه شي ارضه کولى بلکه ددغه کيسې مخالف ګڼلى شي او هند ددغه کيسې شاته ودريدلى شي.

دا د پښتونستان او ډيورنډ کيسه يو رقم عادت او تفسيات باندې بدل شوي وو/دي. زما ياد دي چې د ولسمشر داؤد خان بلکه د هغې نه هم مخکې د مولوي ګل اکبر په نوم يو کوکي خيل (آپريدى) و چې د خيبر ايجنسي پو ليټيکل انتظاميې سره بيخي ترو و، بلکه د استخباراتو سړى و. هغه به مياشت دوه پس يو څو مخونو خواره نشريه پيښور کې چاپوله؛ دغه نشريه فقط دپوليټيکل دفتر ته او سرحداتو وزارت ته تلله، قبايلو کې به هيچا ته نه ورکول کيده. چون د افغانستان حکومت په حق کې او پاکستان حکومت پاليسيو په مخالفت به پکې مواد وو. مونږ ته او پخپله د سرحداتو وزارت ته هم د مولوي صيب په هکله مالومات وو خو بيا هم چې کابل ته به راغى، په ډير عزت به د سرحداتو په مهمانخانه کې ديره کړل شو او ددغه نشريې مواد به په ډير طمطراق پښتنو او بلوڅو پروګرام کې د هغه په آدرس نشر شول او په بدل کې به يې جيب کې پيسې هم واچول شوى. نور مولوي صيب د غټو استخباراتي کارونو قابل هم نه وو؛ صرف د قبا يلو د مهمانخانې جاسوسی يې کولې شوه بلکه ځينو پښتونستانې قبايلو خو دواړو خوا نه خوړله.

پښتانه وايي چې څوک درته ووايي چې غوږ درنه سپي وتښتولو نو اول خپل غوږ وګوره چې په واقعي توګه داسې شوي دي؟ او کنه هسې چټي سپي پسې منډې وهې، خپل غوږ نه ګورې. مونږ هم دغه شان کوو، خپل غوږ نه ګورو او روان يو منډې وهوو. اساسي قانون (آيئن) د يو ملک دپاره د ټولو چارو د سمون په خاطر تر ټولو لوړسند وي چې له هغې له رويه يو ملت خپل لورى ټاکي. داد دولت او خلکو تر منځ يو قانوني تعهد او چوکاټ تشکيلوي.په هيوادونو کې ددغه سند نه پورته بل هيڅ سند وجود نه لري او د پارليمانونو په شمول ټولې ادارې ددغه سند تابع وي او ددغه سند له مخې منځته راغلي وي. په جهان کې تر ټولو ضحيم اسساسي قانون د هندوستان دى او تر ټولو مختصر آيين د امريکا دى.

برافغانان پاکستان سره سرحد په رسميت نه پيژني؛ خو ددې دپاره يې هيڅ پاليسي نه لرلې ده او نه لري. هسې هغه د پښتنو قبايلو په څير د تور ګوند او سپين ګوند چکر يې ترې جوړ کړى دى او ځان ته يې مسلې پيدا کړي دي. که پښتنو روشنفکرانو غوښتلې نو په تير اسا سي قانون جوړونکې لويه جرګه کې اکثريت پښتانه وو، په هغوى به يې فشار راوستى وى چې په اساسي قانون کې غير مستقيم دغه موضوع ته اشاره وکړي. په قانون اساسي کې نه ددولت،و لسمشر او نه د لويې جرګې په دظايفو او مکلفيتونو کې دغې خوا ته څه اشاره شته. که سړى ددغه اساسي قانون مربوطه مادو او فقروته ځير شي نو هلته فقط د بيلګې په توګه په سريزه کې راغلي دي. چې ((په دې درک سره چې د يو واحد او يو موټى (واحد ويکپارچه) افغانستان ددې خاورې په ټولو قومونو او خلکو اړه لري)) او بل ځاى د ((ملي وحدت د ټينګښت،هيواد د اسقلا ل او ملي حاکميت او د زمکنې بشپړتيا (تماميت ارضي)د تحکيم په منظور)) دغه شان نه د دولت، ولسمشر او لويي جرګې په وظايفو کې ورته څه اشاره شته. د ولسمشر په وظايفو کې فقط داسې تسجيل شوي دي. ((دزمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ د ساتنې ددفاع په حالت کې د ﻻزم تصميم نيول)) د لويي جرګې د دايريدوپه هکله د يوولسمې مادې په لومړۍ فقره کې فقط داسې ثبت شوي دي چې((دهيواد د خپلواکۍ، ملي حاکميت، زمکنۍ بشپړتيا او سترو مصلحتونو پورې د مربوطو چارو په باب تصميم نيول)). اوس دلته ستر مصلحتونه ډير زيات توجيحات لرلى شي چې د پاکستان په خاوره د ادعا اعاده کول يا د پخوانۍ ادعا نه تيريدل هم توجيح کيدى شي. مګر دا په هيڅ قيمت دغې شخړې ته اشاره نه کوي او يو بې ضرره عمومي فقره ده چې حاکمانو ته يې ډيرې ﻻرې خلاصې پرې ايښي دي.

بلخوا پاکستان هندوستان سره د کشمير په سر شخړه لري نو د قانون اساسي د لومړۍ برخې په پيژندنه (تعارف) کې يې د پاکستان يعنې د جمهوريه (جمهوريت) او دده د سيمو د تشريح په هکله ددويمې مادې په (d ) فقره کې ليکلي دي چې:
(d) such States and territories as are or may be included in Pakistan, whether by accession or otherwise.
داسې رياستونه او سيمې چې پاکستان سره به يا په خوښه يا بل ډول شاملې کړى شي. دپاکستان صريح اشاره کشمير ته کړې ده. او ددغه په دوام دغه شان دريمه ماده کې راغلي دي:
[Majlis-e-Shoora (Parliament)] may by law admit into the Federation new States or areas on such terms and conditions as it thinks fit.
مجلس شورا (پاليمان) د قانون سره سم په فيډريشن کې نوي رياستونو(دولتونه) يا سيمې په داسې ټرمونو اوشرايطو چې منا سب يې وګڼي، شاملولى شي. دا هم کشمير او ورسره نورو مربو طاتو ته اشاره وه. او خداى مه کړه که خبره ترينګلي شي نو دغه ماده په ځوا ب کې دنورو سيمو دپاره هم په کار راوستلى شي؛ ولې د افغانستان اساسي قانون هيڅ دغسې ماده او فقره نه لري. ما عمدی اوقصدی د محمود خان نوم د آينده رياست جمهوری انتخاباتو کي د نوماندي دپاره وړاندې کړ. ما ته پته وه چې نه اساسی قانون او نه بروړوکیجاغور ددې اجازه ورکوی. موږ فقط غټې غټې وايو، کوو نه.

پښتانه روشنفکران ځکه د ډيورنډ او لرو بر په کيسه باندې پافشاري کوي چې هغوى زياتره په افغانستان کې د احساس کمترۍ ښکار دي. دلچسپه دا ده چې دغه احساس په پاکستان کې د اقليت باوجود پښتانه نه لري. دغه احساس ډير وجوهات لري.افغانستان به يوازينى هيواد وى چرته چې ددغه ملک مولفين ځان په اکثريت کې ګڼي، مګر برخورد يې د اقليت دى. پکار داوه چې هغوى لکه په پاکستان کې اکثريت پنجابيان دى، نور واړه مليتونه ورته بدې ردې وايي، ليکن پنجابيان خپل کار کوي، هيچا ته سياسي بد رد نه وايي او په دغه بدو ردو باندې بد نه ګڼي. داسې نه ده چې ګني پنجابيان هوښيار خلک دي (اګر که زمونږ نه ډير هوښيار دي) بلکه پراګماتېک او عمليت پسند دي. بلخوا بر پښتانه په خپل وطن کې د ګيلو نه ډک دي. حاﻻنکه څه کم دوه نيم سوه کاله يې په افغاسنتان باچاهي کړې ده. که ژبه يې حاکمه نه وه نو څه؟ هغه لکه ددوئ وروستو پاتې وه. پاکستان کې هم د پنجاب ژبه حاکمه نه ده. خو پښتانه دغه ګيلې په ځاى ددې چې د خپل ځان نه يې وکړي، د بل او پردي نه يې کوي. ستو نزه دا ده چې ورسره سيال مليت يعنې تاجک او دغه شان نور غير پښتانه ځان په اقليت کې نه احساسوي. هغو ى خپل کار روزګار کوي او ځان مالکان بولي.

اګر که وايي چې په اکثريت کې دي هم خو پښتني جامعه وروستو پاتې ده. د افغانستان د ترقۍ او پيشرفت په ﻻره کې خنډ هم پښتون دى. هغوى ﻻ د قبايلي ګلګلميرۍ او کوچيتوب څخه نه دي راوتلي او د هر پرمختګ مخالفت کوي. يو خوا يې هيواد جوړ کړى دى او دوئ پرې وياړي نو بلخوا يې په قرون وسطايي دور کې ښخ هم پاتې کړى دي. دا څه عجبه نه ده چې د نړۍ اکادميک (ژورنا ليستک نه) تحليلګران وايي چې مونږ طالبانو پر ضد نه جنګيږو بلکه د پنځلسمې پيړۍ خلا ف په جنګ اخته يوو.که تاريخ ته ځير شې نو د هر پيشرفت او عصري کولو ګام مخالفت شروع د پښتنو نه شوې ده او بيا يې روشنفکرانو په پردو راړولې ده. دا خو سوسيا لو جيکي حقيقت دى، چرته چې اکثريت په شا ځي نو اقليت نه شي کولى پر مخ ﻻړ شي او برعکس. پاکستان کې اکثريت يعنې پنجاب پر مخکې ځي نو نور مليتونه هم دډيرو شکايتونو او ګيلو باوجودڅه لږ ډيرځان پسې راکاږي؛ پښتون په افغانستان کې دغه لو کوموتيف نه دى جوړ شوى

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس