صفحه نخست > دیدگاه > لر و بر دوه افغان که يو افغان؟

لر و بر دوه افغان که يو افغان؟

روشنفکرانه ذهني ګيري
جمعه خان صوفي
پنج شنبه 5 جنوری 2012

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

اتمه برخه

دغه وروستو پاتې والي په پښتون روشنفکر باندې منفي تاثير کړى دى. هغوى کې يې د پدر ما سلطان بود رو حيه پيدا کړې ده. هغوى زياتره په ماضي کې اوسيږي، تاريخ پخپله خوښه تعبيروي، خپل برداشتونو سره يې يو ځاى کوي او خپل کلتوري او اوسنى محروميت پرې تسکينوي. شاعرانو او ليکوالانو داسې مخمور کړي دي چې سکندر دده د ﻻسه درګړى درګړى واپس شو، مغل ده خراب توراب کړ، انګريز دده دﻻسه برباد شو، شوروي ده دړې وړې کړ او اوس خو ورته امريکا هم ټينګه نه ده. دې ته نه ګوري چې يونان،ډيلى،لندن، ماسکو او دواشنګټن خو يوه خښته بې ځايه نه شوه؛ کنډواله خو افغانستان شو. په دې ترڅ کې دا د لرې خوا باندې ادعا هم دغه داخلي فاکتور سره تړلې ده. په دې برخه کې دومره افراط ته ﻻړ شي چې په اباسين يې خوا نه سړيږي؛ د چا هاضمه دومره فعاله وي چې مارګله دخپلې لوږې بريد ګڼي او چې هاضمه يې نوره هم تيزه شي نو دا هر څه کپ کوي او په جهلم ودريږي.دا ﻻ څه کوې ځينې پکې بلوځان هم ځان سره شاملوي بې له دې چې يو بلوڅ هم چرې دغه شان تمايل څرګند کړى وي.پر ځاى ددې چې په سړه سينه د پښتنو د مرضونو علا ج ولټوي، خيال بافي کوي. دغه وجه ده چې په سياست کې که کمونسټ شي، مجاهد اواخواني شي يا طالب شي نو افراط او انتها ته اوړي. که منځلارى ناسيوناليت شي نو هم داسې خوا ته ځي چې امکاناتو د سرحدونو نه بهر ووځي چې مرضونه نه شي تداوي کولى. په ځاى ددې چې د افغانستان او په خصوصي توګه د پښتنو د وروستو پاتې والي درملنه وکړي، هغوى نه يو ملت جوړ ولو کې مرسته وکړي، هغوى د قبايلي ګلګلميرۍ، کوچيتوب او بيسوادۍ نه خلاص کړي نو په رقابت کې ددغه بدبختيو توجيح کولو او ﻻ پياوړي کولو کې مرسته کوي.

بلخوا که عالم شي او د ژبې اختيار ورته ورشي نو د خپل وطن د ژبني او کلتوري حقايقو نه سترګې پټې کړي او ځان ته د سوچه ژبې جوړولو په ﻻر پخپله افغاني جامعه کې د ډيورنډ کرښې راکاږي او کوزنيو سره خو چې لکه دجغرافيايي کرښې پخوا نه ژبني کرښه را کاږلي ده. دا زما په ليکنه زمونږ کوزني نه پو هيږي. اوس خو غير پښتنو ترينه چل زده کړيدى او هغوى هم خپله خوږه فارسي د خپل ټاټوبي نه لرې بوځي. خير هغوی يې زغم لري.څومره د شرم خبره ده چې مونږ د ژبې يوه منل شوې املا نه لرو او سربيره په دې يو قسم کمپيوټري کيبورډ هم نه لرو.

په پاکستان او هندوستان کې ډيرې ژبې ويل کيږي مګر هغوى زياتره د يو بل په ژبو پوهيږي؛ دا ځکه چې هغوى ژبني مشترکات نه صرف کاروي بلکه د ﻻتفاهم دپاره يې تشويقوي. دغه شان ملتونه جوړيږي. که زموږ کلي نه يو سړى په هيلي کاپټر کې کينوې او ډيلي کې يې کوز کړې نو هلته به څه دژبې زيا ت مشکل و نه لري په ځاى ددې چې کابل کې يې کوز کړې. کابل به ورته زيات پردى معلوم شي. افغاانستان کې اړولى ارټ ګرځي. اول خو متاسفانه پښتو داسې کم سواده عالمانو چې دنړۍ د ژبني پرمختګونو نه نا خبره وو، د مکتب او سرکار په سطح عامولو په چار کې ﻻسوهنه وکړه چې د اولې ورځې نه يې بيلارې کړه او اوس نورو داخلي رقابتونو کې اخته ليکواﻻنو د عمومي تفاهم د سطحې نه لرې بوتلله او نزدې ده چې د سوچه توب په لټه کې يې د بامبړانو په ژبه بدله کړي. هسې هم زمونږ کوزنيو ته برنۍ ژبه د ځاځيو په اصطلاح پنډتې ويشتو سره مترادف شوې ده. دا خو د ژبې دپاره نيکمرغي وه چې دومره زيات شمير کې افغانان د مهاجر په صفت لر راغلل او حتې غير پښتنو هم پښتو زده کړه او بلخوا جهان ته يې هم اول د پِښتنو د جنګولو او اوس کرارولو دپاره ضرورت پيښ شو؛ ګني ژبه دوه شوې او وروکيدو کې وه. اوږد علمي بحث ته ضرورت دى او زه نه غواړم چې په تفصيل پرې و غږيږم. دا هم د وروستې پاتيتوب او احساس کمترۍ نخښه او بيلګه ده.

ما چې د لر وبر په هکله دا ليکنه پيل کړه نو د پښتنو وروڼو په عکس العمل پوهيدلم چې اکثر به مې غندي؛ ځکه چې زما ليکنې انتقادي او نوي دي او د عمومي انګيرنو سره په تضاد کې دي. چا راته د پنجاب چوپړي ووې، چا د پنجاب په پټو او ښکاره بلا ګانو کې واچولم او شاپسند خان يې راته ووې، چا لوده کړم، چا زما نه زما دقربانيو فهرست و غوښت، چا په کلدارو خرڅ شوى و بللم، چا د آيي ايس آيي نوکر کړم،چا روشنفکره فاحشه وبللم او چا افغانستان سره زما تعلق ته بده ګوته ونيوله او ډير نورالزاما ت يې را باندې ولګول. الغرض زياتو لکه د ښکاري چې تازيانو ته سويه مېشکاري، ومېشکارلم. ځينو پکې د ګندمک د معاهدې د نهمي مادې له رويه ثابته کړې ده چې دغه د بحث ﻻندې سيمې د افغانستان امير په انګريز د٩٩ کلونو دپاره خرڅې کړې وې؛ څومره بده چې کوم خلک ته دپيسو په بدل کې خرڅ کړې او بيا د هغوى نه تمه لرې چې درسره وروري وکړي او در يوځاى شي؟ يو محترم چې ما بيژنيي خو حتی نزدې وه، زما نه زما په افغانستان کې زما له خوا دخوړل شوې ډوډۍ حساب وغواړی چې خيال.مې دی وريې کړم خو په بله ليکنه کې. په دې ترڅ د نورو نه هيڅ خفه نه شوم. هغوي ټول زما وروڼه دي. زما غوندې تجربه او مطالعه به نه لري، هغوى صرف زما دا نظريه ثابته کړه چې د پسمانده قبا يلي ټولنې سره د تړاؤ په وجه زموږ د ذهن او زړه لمن تنګه ده، بايد هغه پراخه کړو. دغه ذهنيت افغانستان دې بدبختۍ سره مخاخ کړى دى او يو ې لويي کندې ته يې غو رزولى دى. دا زما ليکنه بې ځايه ده بلکه د فيشنه پريوتې ده. اوس خو د ملتونو او خصوصاً د ګاونډيا نو د رانزدې کيدو زمانه ده، نه چې پرونۍ شخړې تازه کولو. دغه تور په پاکستان هم لګي او هغوى هم بايد دکشمير په سر د ببوﻻلو نه تير شي او دغه مسله ددواړو هيوادونو د زيات رانزدې کيدلو او د سولې او ښه تفاهم له ﻻرې حل کړي. په دې لړ کې بايد افغانستان رول ولوبوي او د فصل پر ځای د وصل منبع شي.

دا به څه دشرم خبره نه وى چې مونږ ومنو چې مونږ وروستو پاتې يوو. دا ومنو چې زمونږ ژبه وروستو پاتې ده. دا ومنو چې پښتو ګاونډي پيشرفته ژبو سره رقابت نه شي کولى. دا ومنو چې که کيدى شوې نو احمد شاه با با به پښتو رواج کړې وه. دا ومنو چې مونږ کلتوري لحاظه پسمانده يوو. دا ومنو چې مو نږ کوچيتوب او روستايي حالت نه ډير وروستو دبهر راوتلو هڅه کوو. دا ومنو چې زموږ دسيمې ښارونه اکثر غير پښتنو جوړ کړي دي. بيا ووايو چې اوس مونږ په بل باندې تور نه لګوو او کوشش کوو چې ددغه حالت نه بهر راوتلو دپاره ﻻس پښې وهو نو بايد تاسو هم راسره کمک وکړئ. داسې برخورد پيشرفته خلک کولى شي، مګر بيا هم کوشش کول پکار دى. انګريز پيش رفته ملت دی، خپل هيواد ته انګلينډ نه وايي، بلکه يو کی (يونا ئيټډ کنګډم) يا برطانيه (برېټن) وايي. ځان ته او خپلې ژبې ته تاريخونه نه جوړوی بلکه وايې يورپ کې تر ټولو نوی ملت يو او ژبه مو هم ډيره نوې ده.

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس