
باور خپل کړه

ملا نصرالدين هره ورځ په بازار کي گدايې کول،
خلګو به په ملنډو او پسخند سره د هغه په لاس کي سکې اچولې.
هر چاچي به ملا ته دوې سکې، يوه دسرو زرو او بله
د سپينو زرو ښوول ملا به د سرو پر ځاى د سپينو زرو سکه اخيسته.
د ملا دا داستان او کيسه په اولس کي خورا مشهوره
وه، نر او ښځو به په ملا هره ورځ دا امتحان کاوه او ملا به همېشه د سپينو زرو سکه
انتخابول
تر دې چي يو ورځ يو مهربانه سړى ددې کيسې په ليدلو
سخت نا ارامه سو، ملا يې تر لاس ونيو او يوې ګوښې ته يې کړ ، ويل: ملا هر وخت چي
تاته څوک دوې سکې درښيې د سرو زرو دا ځيني اخله هم به دي پيسې ډيري سي او هم به دي
خلک احمق نه بولي.
ملا ورته وويل ته خو ښه وايي که زه د سرو زرو سکه
پورته کړم بل وخت ماته څوک دواړې سکې نه راښيي چي ثابته کړي زه تر دوى ډير کم عقل او
احمق يم، پوهيږي چي ما پدغه چل څومره پيسې له دغو احمقانو څخه تر لاسه کړي.
پاملرنه: اول: ګته دي لږ وي خو هميشه دي وي-
دوهم: هغه عمل چي د عقل له مخي کيږي ډير ښه دئ، پروا نه کوي چي
بې فکره خلک د کم عقل ګمان در باندي وکړي
دريم: دهوښيار جيب هميشه د پيسو ډک وي
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post/50...

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره
این کتاب را بخرید