لنډه کیسه: رول پلې
lawang
همرسانی
غونډه د پای شېبو ته رسیدلې وه. د غونډې تنظیموونکی تر وروستي وینال وروسته د ستیژ مخې ته راغی خو مخکې له دې چې څه ووایي نیم نظر یې د تالار وره ته وکتل. یو کس وره ته نږدې ولاړ و.
په ډاډه زړه یې مایک ته خوله ورنږدې کړه: د پوځي ادارو محترمو منسوبینو او د بشري حقونو فعالينو! مننه چې دا درې څلور ساعته وخت مو د بشري حقونو په اړه د بحثونو اورېدو ته ورکړ او په جګړه کې د ښځو او ماشومانو د حق په اړه راسره یوه خوله وئ.
هغه یو ځل بیا د تالار وره ته وکتل او ویې ویل: بیا هم مننه، د غونډې پای ته رسیدلي یو، خو غونډه نه ده ختمه، د غونډې یوه په زړه پورې برخه لا پاتې... د ...
هغه نور څه ویل هم غوښتل چې یو ناڅاپه د تالار ور پرانستل شو او یو لنګوټي داره سړی چې له خپل ځان یې په څادر کې نغاړلی و، په بیړه راننوت او هلته ولاړ سړي یوه اوچته کړیکه وکړه: هلئ چې انتحاري دی.
د انتحاري له غږ سره د غونډې ګډونکوونکو د تالار د ارسیو خواته په منډه شول او یو دم د څوکیو د ماتیدا کړچهار او د ځینو کسانو تر پښو لاندې کېدلو چیغې او زګیروي واوریدل شول.
په څو شېبو کې تالار تش شو.
لس پنځه لس دقیقې وروسته د امبولانس کارکوونکو د تالار له منځه یوه تر پښو لاندې شوې بلاربه مېرمن چې خپل ماشوم يې ضایع کړی و، امبولانس ته پورته کړه.
امبولانس ته د مېرمن د پورته کولو په وخت یو ډاکتر د غونډې تنظیموونکي او له هغه سره ولاړو دوو کسانو ته چې یو یې لا هم ځان په څادر کې پېچلی و، وکتل: بېخ مو ووځه په دې رول پلې.
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post/684