صفحه نخست > دیدگاه > تريبون آزاد > نقدی بر نوشته ء آقای بارکزی

نقدی بر نوشته ء آقای بارکزی

ذبیح الله ناصری از انگلستان

همرسانی
  • mail
  • google
  • linkedin
  • printer
  • reddit

د ګران ورور ببرک بارکزی په ځواب:

ستا سو لیکل شوی مطلب می وویل او تا سو ته او یا هم هغه پښتانه وړونوته چی لکه تا غوندی فکر کوی، خپل ځواب د اسی لیکم:

لمړی خو دا چی تا سو لیکلی چی پراخ فرهنگی [ او یا هم ستا سو په ډول کلتوری (چی یو انگریزی توره ده او تا سو د دری د ژبی چه زموږ د خاوری رسمی ژبه ده د تورو د استعمال څخه شرمیږی، خو د انګریزی د تورو د استعما ل څخه نه شرمیږی )] تبلیغات د پښتو په ضد د یو اړخیزو سیاستونو له پخوا څخه دوام در لود لی دی او اوس هم دوام لري، چی دا پخپله ستاسو د یو اړخیزو عدالت ښکارندوی دی ولی چی :

1. د احمد شاه ابدالی دحکومت څخه مخ پر دی خوا چی دوه نیم پیړی کیږی حکومت مطلقا ستاسو په اختیار کی دی او صرف د حبیب الله خان کلکانی 9 میاشت حکومت او د ربانی تقریبا 4 کلن دوره ته یو استثنا ویلای شو او که چیری د پښتنو د 250 کلن حکومت سره مقایسه کړو نو ٪2 کیږی. پدی اوږده وخت کی که چیری تاسو پخپله دخپل ژبی، فرهنگ، خاوره او خلګو سره جفا او خیا نت مو کړی نو نشم ویلای! لیکن د آخری برخه سره (خاوره) مو په یقین سره خیا نت کړی دی چی تاریخ ددی شاهد دی... نو ځکه ستا سو اعمال پخپله ددی ګډو‌‌ډی سبب او باعث وګرځیدی نه د دری ژبی افغانانو اعمال.

2. تاسو لیکلی چی، دافغانستان هراړخیز مهم موقعیت او په دغه جغرافیایي محدوده کې د پښتنو مخینې رول ته په پام سره ددغه قوم او کلتور په ضد دګاونډیو اقدامات چې غواړي په سیمه کې له ځانونو څخه زبرځواکونه جوړ کړي پښتون قوم او کلتور ته سخت شرایط رامنځته کړي دي. ستا سو ددی خبرو څخه په ډاګه معلومیږی چی تاسو هیڅکله هم د افغا نستان د ټو لو وګړو په فکر کی نیا ست او صرف د پښتنو د مطلقه حکومت تشویش لری او افغا نستان صرف د پښتانه دپاره غواړی. چی تاریخ ددی خبره یو صادق گواه کیدلای شی. د عبدالرحمن خان دظلمونو څخه نیولی [چی ٪63 زموږ هزاره وړونو او خویندی یی شهیدان کړل او د هغوی ځمکی یی و پشتنو ته وسپا رل، چی ددی یو ساده او گویا شا هد یی د ددی ځمکو نومونه ده لکه په هلمند کی چی پخپله (مُشت نمونهء خروار) کیدلای شی : هزار اسپ او یا هم ننی هزار آس، گرمسیر، نا د علی، چا ه انجیر، لشکرگا ه (چی فا شیست ظا هر شاه او داود خان ډیر ځیار ا و هڅه یی وکړه چی په نواب ښار باندی واړوی خو الحمدالله چی ناکام شو ځکه چی لوی او بخښونکی خدای په الانفال سوره په د یرشم آیه کی پخپله دا سی فرما یی: بسم الله الرحمن الرحیم - وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ الَّذِينَ كَفَرُواْ لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللّهُ وَاللّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ.)، قلعه بست، با با جان او یا با با جی، مارچه او یا هم ننی مارجه، موسی قلعه، کجکی، گرشک، حیدر آباد، باغ روان اویا ننی بغران، ساربان قلعه او یا هم ننی سروان قلعه، او ډیر داسی نور ددی ظلمونو بیلګی کیدلای شی... همدا ډول د ږبنی تعصب په خاطر قندهار چی د قند + هار څخه تشکیل شوی او دواړه د خوږی معنی لری، کند هار یادول کیږی... او یا هم قندوز چی په کندوز باندی یادیږی...] د ظاهر شاه د 40 کلن دیکتاتوری تر دوری پوری چی د پشتو د ژبی زدکړه په جبری ډول په دفا تر او ښوونځیو کی رواج شوی وو (چی زما پلار څو پلا د پښتو د ژبی په امتحان کی پاته راغلی وؤ او پدی خاطر خپل د مدنی حقوقو څخه محروم شوی وؤ...) (خو زه پدی باندی حیران یم چی پخپله ظاهر شاه د خدای په فضل سره پښتو نشو ویلای...) ، بیا راشه د طا لبا نو د شیطا نی سیا ستونو (چی د شما ل ځمکی عمدی او پلان شوی سوزونی څخه نیولی بیا تر شما لی ولایا ت او هزا ره جا تو پوری د زرگونو بیګناه هیواد وا لو شهیدانول... چی د با میان د بودا د وجاړولو پلان هم نه یوازی چی مذ هبی بنسټ ندرلود بلکه د پښتونولی یو فا شیستی دسیسه او پلان وو چی د هزاره گا نو د دوه زره کلنی نه زیا ت تا ریخ يی غو ښتل چی له منځه یوسی...)

آیا دغه ته وائی د پښتنو او د پښتو ژبی سره ظلم؟؟؟

3. زما پلار چی 50 کا له یی خپل د صداقت، لیاقت او قلم په خاطر په دولتی دوایرو کی یی ماموریت کړی دی د (آل یحی) او یا هم د محمد زائی د خاندان د سیستما تیک ظلم او استبداد یو ژوندی شا هد ده، د محمد زئیانو ظلم او بی عدالتی چی پخپل وار د کمونستانو، مجا هلین او یا هم د جنگ او ظلم غوښتونکی طا لبانو څخه په کم ندی یو بله بیلگه او سند د سردار داود خان تا ریخی فرمان وو چی زما پلار پخپله دا سند لوستی، او متا سفانه په هغه وخت کی د کا پی کولو دآسانتیا د نه موجودیت په خاطر نن ورځ دا سند زموږ په لاس کی نښته ( زه د هغو و‌ړونو او خویندو څخه چی دا سند او یا هم د هغه کاپی د ځان سره لری، په ډیر درنښت غوښتنه کوم چی مهربانی دی وکړی هغه دی د کابل پرس? او یا هم د بشر د حقوقو و مینه وا لو ته واستوی چی پخپل ذات یو لوی خد مت بلل کیږی). پلار می وائی چی پدی رسمی مکتوب کی داسی لیکل شوی وؤ:

...نظر به فرمان شماره ............. ښا غلی سردار محمد داود خان ............. به تما مئ ارگا ن ها ی مربوطه تحصیلات عالی کشور اکیداً توصئه میگردد تا از جلب و جذ ب فرزند ا ن هزاره، ازبک و.... در رشته های حقوق و علوم سیا سی و تما مئ رشته های نظا می، جداً خود داری نمایند...

آیا دغه ته وائی د پښتنو او پښتونولی سره ظلم؟؟؟

ګران ورور ښاغلی بارکزی!

تا سو وایست چی :

د فارسي ژبو هیوادونو په لست کې دافغانستان په نامه ټینګار ، د کلتورونو په نوم په افغانستان کې د کلتوري یرغل سنګرونه ، د مذهب او توکم په نوم د پردو د روزل شوو وګړوقدرت ته درسولو او دفعالیت پراخوالي هڅې او له هغوی څخه په ډاګه پردي ملاتړونه ، په پښتنو سیمو کې تا وتریخوالو ته لمن وهل ، په هر جنایت کې دپښتنو تورنول ، په راډیوټلویزیون کې پردي پالنه او بالاخره کلتوري یرغل ته دلارې هوراول له هغو موضوعاتو څخه دي چې نن یې پښتانه نیغ په نیغه ځان ته مخ کړي دي . په سیمه کې د زبرځواک د جوړیدلو لپاره د افغانستان د ګاونډیو هڅې ، د کلتوري ، اقتصادي او سیاسي نفوذ په موخه ددغه هیواد په ګاونډ کې روان بهیرونه ، د ځمکو لاندې کولو او د پولو د رسمي کولو هڅې او بالاخره د افغانستان له اوسنیو بې وسیو او کمزوریو څخه بدې ګټې اخیستنې هغه مسائل دي چې طراحان یې یواځینۍ خنډ پښتانه بولي او د پښتنودسرلوړي قوم په شتون کې یې د پوره کیدلو خوب هم نشي لیدلای . خو آیا پدي باندی پوهیږی چی:

د صد یق پتمن (د ښوونی او روزنی) د وزیر معاون له تفسیر سره سم چی د آریا نا د تلویزیون سره په مرکه کی وویل چی پښتو ږبه باید کم له کم ٪50 په ټول ښوونځیو کی (په ټول افغانستان) کی جبراْ تدریس شی او کتابونه باید په پښتو باندی چاپ شی. تښ په نامه ښاغلی صدیق خان زیا ته کړه چی، ددی خبره دلیل داده چی د ریا ست جمهوری په انتخا بات کی د حا مد کرزی د انتخابیدل د پښتنو د څو پنځوس په سلو کی یو ثبوت وؤ او زیا ته کړه چی ټو ل هغه خلګ چی و کرزی ته رای ورکړه ټول سل په سل پښتانه وؤ او دده په انتخا بیدو کی هیڅ کوم بل څوک لاس ندرلود او یا هم رای نه وؤ ورکړی... که چیری موږ د پتمن خان خبره (چی هیڅ کوم علمی او عملی بنسټ نلری ولی چی په افغانستان کی تر نن ورځ هیڅ کوم آزاد، بیطرف او بی له کوم قومی غرض څخه د خلګو سر شمیرنه ندی شوی) په فرضی ډول ومنو بیا هم د لته دا سوال رامنځ ته کیږی چی آیا پښتانه یو ځل بیا دا خاوره پر پره دیو باندی خرڅه نکړه؟ ولی چی دا انتخابات پخپله یو تښ په نامه انتخابات ؤو او په انتخا بات کی بی شمیره عمدی او پلان شوی تقلب او غلطی ؤشو او زه پخپله ددی شیطا نی اعما لو شاهد وم او په وار وار د آزاد رسنیو لخوا ددی خبره پخلی ؤشو (ده بیلګی په توګه د 50 خلګو دکار نه ګوشه کول، خو لیکن ددوی دخطا او غلطی نه اعلانول…) مهربانی وکړی دا ویب پانه ووایست:

http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/story/2005/10/051016_v-afgahn-elections-saking.shtml

د ګوتو د رنګ د پا کیدو څخه نیولی بیا تر جعلی رای پانو اچول په صندوقونو کی هم د ورځی او هم دشپی لخوا تر سره کیده... نو آیا دا انتخا بات تښ په نامه انتخابات نه وؤ؟ ټول نړی ته په ډاګه ښکاره ده چی نن سبا که طا لب دی او یا که ا لقا عده، ټول د امریکا او انګریزانو لخوا ملا تړ ئی تر سره کیږی. امریکایان چی 4 اینچ شیان پر مځکه ده آسما ن څخه لیدلای شی، په زرګونو طا لبا ن د 20 ګزه تور پا ج پټکی سره پر هغه مځکه نشی لیدلای؟! صدا م حسین پس له یو کال څخه د یو زیر زمینی څخه پیدا کیږی خو جلاد ملا عمر اوبه شوی دی او مځکه ته ننوتلی دی، او هیڅ نه پیدا کیږی! دا چی طا لبا ن د (آی اس آی) او (سي آی اي) حلال بچیان دی خو هیڅ څوک پدی کی شک نشی کولای، خو لیکن دا لوبه چی نن سبا زموږ سره کیږی په څه دلیل کیدلای شی؟

د ډیورند کرښه لکه د سرطان دانه زموږ خاوره زوروی خو پښتانه وړونه دا ننګ بولی چی دا کرښه دی په رسمیت وپیږندل شی. خو دا ته هیڅ کله فکر هم نکوی چی دغه ننګین معاهده د اول ځل لپاره د یو جلاد پواسطه چه پخپله پښتون ؤو (عبدا لرحمن) را منځ ته شو بیا دده د اولاده لخوا او بیا هم د جابر او مزدور نادر خان او دده جا هل او عیاش زوی ظاهر خان لخوا په رسمیت وپیږندل شو. دده نه تیریږو چی تر پرونه پوری د کرزی صاحب با ډی ګاردان امریکایان وؤ او نن سبا دی پخپله پدی باندی اعتراف کوی چی هیڅ کوم عملی صلاحیت نلری... نو ددی خبرو څخه دا ثا بتیدلای شی چی (صدیق پتمن او دده په ډول نور قومی او ژبنی فاشیستان) غواړی په نا حق ډول د پښتو ژبه پر نور قومونو چی اکثریت تشکیلوی په زور سره ومنی...

د جاغوری د ولسوالی د مکتبونو د تنقیضولو دسیسه (د 77 څخه و 25 ته) هم ددغه پتمنانو او اتمرانو لخوا چی بیله قوم پرستی په هیڅ کوم بل شی باندی عقیده نلری او یوازنی هدف ئی خیانت و نورو قومونو ته دی، ددی فاشیستانو دظلم یوه بله بیلګه ده.

شاید په یوویشتم پیړی کی دا عجیبه وی چی په لشکرگاه ښار کی و زرګونو دری ژبو خلګو ته د ژبنی تعصباتو په اسا س، په پښتو باندی درس ورکول کیږی او هغوی ته دا حق نه ورکول کیږی چی پخپل مورنی ژبه باندی درس او سبق ووائی.

آیا دغه ته وائی د پښتنو او پښتو ژبی سره ظلم؟؟؟

تا په وار وار دهمسا یه ملکونو څخه ګیله کړی چی دوی زموږ په داخلی چارو کی مداخله کوی چی زه هم پخپل وار سره ددوی مداخلات په هر ډول او شکل په کلکه غندم. تا پر پښتانه باندی د ایران او تاجیکستان فرهنگی او ژبنی تجاوز څخه یادونه کړی خو د احمد شاه ابدالی یرغل دی پر ایران او هندوستان کټ مټ هیر کړی دی... یا چی ستاسو په نظر احمد شاه خان و دوی ته ډیر خدمت کړی وؤ خو دا ناځوانان زموږ سره ډیر ناځوانی کوی!

آیا دا پښتانه طالبان نه وؤ چی دایران سیاسی دیپلوماتان ئی په مزار شریف کی ووژل؟ نو په مقا بل کی تاسو غواړی چی ایران ستاسو سره دوستی هم ولری پدی حال کی چی ایران خپل ملی سیاست مخ ته وړی او هیڅکله د پښتنو، هزاره ګانو او یا هم د تاجکانو په ګته کار نکوی...

په حقیقت کی دا نور قومونه دی چی همیش د پښتنو د ظلم او زیاتی بیه ورکړی او اوس هم ورکوی...

د فارسی ژبو ملکونو جرګه ستاسو په نظر د پښتو او پښتنو ته یو خطر بلل کیږی خو د ډیورند د کرښه د د دواړو خوا د پښتانه د تښ په نامه د (امن جرګه) د غیر پښتانه قومونو لپاره هیڅ کوم خطر نلری!؟

همدا راز د فاشیست اشرف غنی احمد زی لخوا د پوهنتون پر لوحه باندی د (دانشگاه) د توری نه لیکل او یوازی د انګریزی او پښتو نومونو لیکل یو علمی، تخصصی، او فرهنگی ګام بلل کیږی، خو په طلوع تلویزیون کی د دری د اصیلو تورو او اصطلاحات استفاده، ملی وحدت ته یو ګواښ بلل کیږی؟؟؟!!!

آیا دغه ته وائی د پښتنو او پښتونولی سره ظلم؟؟؟

دا په داسی حال کی دی چی د طلوع تلویزیون د مسئولینو لخوا د یومطلق پښتو ژبی شبکی په نامه د (لمر) د نشراتو شاهدان هم یو...

په ډیر تأسف سره باید وویل شی چی د بیسوادی کچه په پښتنو کی ډیر پورته دی او په همدی علت دوی هیڅ کله دا هڅه ندی کړی چی د دری ژبو قومونو تاریخ او فرهنگ په باره مطالعه وکړی. او هغوی چی هم پدی لار کی یو څه مطالعه لری د ګوتو په شمار دی او د تعصب ښکار. د بیلګی په توګه یوه له هغوی څخه هم ښاغلی عبدالباری جهانی دی چی د پښتو ژبی یو پیږندل شوی شاعر او لیکوال بلل کیږی. خو متأ سفانه دی هم په قومی نښه باندی اخته دی او کله چی د فارسی ژبی لوی شاعر (خیام) شعرونه او یا هم د نورو فارسی ژبی شاعران آثار په پښتو باندی ژباړی، هیڅ کله د فارسی د ژبی د ارزښناک او مؤثر فرهنگ په باره هیڅ هم نه وائی...

او دده اصلی کار نامه خو هغه وخت روښان شوی وؤ چی دی د وحشی طالبانو په وخت د ملا عمر او دهغه دنماینده ګانو سره په وار وار ملاقاتونه ئی کول...

تاسو په دری باندی ملی سرود د لس کال لپاره هم نشی منه لای خو په اوسنی ملی سرود کی آیا تاسو یوه توره د دری د ژبی څخه استفاده وکړه؟

تا سو پر بانکی نوټونو باندی چی د اول ځل لپاره د دری ژبو خلګو لخوا چاپ شو په تیر 50 کلونو کی یوه دری توره لیدلی؟

آیا دغه ته وائی د پښتنو او پښتو ژبی سره ظلم؟؟؟

د همسایه ملکونو لخوا زموږ د مځکو لاندی کیدل څخه دی یادونه کړی چی ددی مسئولیت هم بیرته و پښتانه ته رسیږی، د بیلګی په توګه د سپین بولدک او ویښ څخه د ګل آغا شیرزوی د ولایت په وخت په قندهار کی د افغانستان د سرحدی پوستو د یو کیلومتر په ښاتګ. شاید چی دلته هم ووایست چی ګل آغا شیرزوی په خټه یو تاجک او یا هم هزاره دی!؟

آیا دغه ته وایست د پښتنو او پښتونولی سره ظلم؟؟؟

د طا لبانو په وخت د ملا نیازی مرکه د (بی بی سی) د پښتو څانګی سره شاید چی ټول پښتانه او غیر پښتانه آوریدلی وی... دا خبیث چی ځان ته انسان هم ویله پدی مرکه کی وویل:

... هزاره گان دی یا باید مسلمان شی (حنفی فقه دی ومنی)، یا باید مالیه ورکړی و طا لبانو ته، او یا هم دا ملک پریږدی...

آیا دغه ته وائی د پښتنو او پښتو ژبی سره ظلم او تیری؟؟؟

دا خبیث خپل دا خبره څو، څو ځلی په خپل ویناوؤ کی د مزار د ښار د اشغا ل نه وروسته او هم د با میان د ولایت د اشغال نه وروسته وکړه.

په آخر کی بیا هم که چیری د دنیا مینه او علاقه ستا سو د سترګو دید او دغوږو زور د منځه څخه نه ئی وړی، نو ستا سو توجه د وحشی کو چیا نو تجاوز د هزاره گانو پر مځکه او کورونو باندی او د 12 کسانو شهیدانول په بهسود کی آړوم. وحشی کوچیان دا ادعا لری چی ددی مځکو اسناد په لاس کی لری... خو یو کس نه پیدا کیږی چی ددوی څخه وپوښتی چی دا تښ په نامه اسناد دچا لخوا و دوی ته ورکړ شوی دی؟؟؟ د جابر او ظالم عبدالرحمن خان لخوا؟ د عیاش او بی غیرت حبیب الله خان لخوا؟ او یا هم د وطن خرڅوونکی نادر شاه لخوا؟ او یا هم د عیاش ظاهر شاه لخوا چی زموږ ملی سرمایه ئی و اروپائی بانکونو ته ولیږول. حتی دده د مرګ مصارف لا ددی مظلوم ملت په وږو باندی وټپل شو.

پس له دی چی د ظالم عبدالرحمن لخوا د هزاره گانو څخه ددوی ځمکه ونیول شو او دوی په زور و لوړو غرونو ته په ښا تګ مجبور شو نو دوی ته وویل شو چی پس له دی تا سو نشی کولای د لښتی لاندی مځکی څخه استفاده وکړی او صرف کولای شی چی د لښتی نه پورته مځکو څخه استفاده وکړی چی وروسته د ظالم او مستبد حاکمانو لخوا ددی قرارداد څخه سر غړونی وښو او ننی کوچیان ددی ادعا یو پاخه ثبوت کیدلای شی.

آیا دغه ته وائی د پښتنو او پښتو ژبی سره ظلم او تیری؟؟؟

که چیری تاسو په دی فکر کی یاست چی د لوړو زدکړو وزارت دی د محصلینو لخوا د دری او یا هم فارسی کتابونو د لوستولو مخ ونیسی، دا یو تښ او خالی خیال دی چی تر قیامت انشأالله به عملی نشی ولی چی دری او فارسی د ابو علی سینا، حضرت مولانا، سعدی صاحب (چی ستاسو ملایان په خپل پنج کتاب کی هم دده آثار وائی...)، حافظ صاحب، خیام، فردوسی، نظامی، بیدل، البیرونی، رابعه بلخی، پروین اعتصامی، سنائی، رودکی، اقبال لاهوری او په سلګونو داسی نور د علم او دانش د پتنګانو، ژبه ده او د حنفی فقه له نظره تر ټولو مهم د حضرت ابوحنیفه (رح) ژبه ده...

هیله لرم چی ستاسو ځواب می تر یو حد ورکړی وی.

بسم الله الرحمن الرحیم

جاء الحق و ذهق الباطل ان الباطل کان ذهوقا.

نوت: در صورت خواهش خواننده گان عزیز میتوانم ترجمه دری آنرا نیز برایتان بفرستم.

موفق و شاد باشید!

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
  • آقای ذبیج الله ناصری

    مگر کدام احمق هم باور خواهد کرد که در مکتوب رسمی در زمان داود خان آنچه پدر شما گفته است نوشته باشد ؟

    مگر شما فکر میکنید این یک پدر شما در آن زمان حیات داشت و دیگر هیچکس شاهد آندوره نیست ؟

    مگر شما نمیدانید که پدر خائین ملی مسعود، در حربی پوهنحی در زما داود خان شهید جلب گردیده تحصیل کرده و به رتبه دگروالی رسیده بود ؟

    همان دوست ما که میگوید شما دیگر هیچکس مگر تفیلی های بیگانگان مانند مسعود هستید حق دارد . زیرا هدف شما فقط آن است تا با اتهامات بی اساس فضا را چنان سازید تا بیگانگان ما را کله به کله کرده و خود به تماشا بنشینند.

  • آقای ناصری

    وقتی از جنایات عبدالرحمن ذکر میکنی در مورد جنایات افشار که توسط جنایتکار ملی مسعود و دزدانش صورت گرفت هم یادی کن تا بدانیم که حداقل یک حرف تو واقعبینانه است و نه بر اساس کوبیدن فقط یک قوم، زیرا حرف های دیگر تو بی اساس و طفلانه اند.

  • جناب آقاي ناصري !
    لطف نموده ترجمة نوشتة تان را اگر امكان دارد به فارسي بفرستيد .
    موفق باشيد

  • جناب اقای ناصری اولآ اینکه نمک میخوری ونمکدان میشکنی . ثانیآ ایا این اطلاعات را جنابعالی از خودت دراوردی؟ ثالثآ از همه بدتر چرا مانند سلمان رشدی مرتد از ایه های مقدس قران کریم استفاده شیطانی میکنی ؟رابعآ تو که به هیچ دینی پابند نیستی چرا ادعای اسلامی میکنی؟ و.......؟ من در حیرتم که چرا ادمهای مانند تو که ادعا میکنند جهان را گشته اند تغیری در افکار عمومی انها بوجود نیامده واز فرهنگهای به اصطلاح مدرن دنیا سبق نگرفته اند؟ وفقط وفقط به فکر نفاق بین هموطنان ساده ومومن خویش هستند؟ . در جواب مقاله یا انتقاد شما باید عرض کنم که40% مطالب حقیقت مصلحتی وما بقیه 60% مطالب دروغ محض است که جنابعالی انرا نقل کرده اید وهموطنان عزیز ما تاریخ و واقعیت های فعلی را بهتر از جنابعالی میدانند ودرک میکنند . عزیزم وقتیکه میخواهی با یک شخص مشاجره ویا استدلال کنی همه مملکت ویا یک اکثریت را مخاطب خویش نکن . به نظر بنده جنابعالی یادر خدمت بیگانگان هستی ویا انقدر کینه ای هستی که حقایق چشمانت را کور کرده.( با احترام به همه هموطنان)

  • Kamran Mir Hazar Youtube Channel
    حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
    سابسکرایب

    تازه ترین ها

    اعتراض

    ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

    جستجو در کابل پرس