
مائویستانو ۲۴۰ کلنه پاچاهي ړنګ کړه
خو په نیپال کې د مائویستان بری څرګندوي چې مارکسیزم ځپل شوی ایدیولوژي نه، بلکې هغه خوځنده او شتمنه ایدیولوژی ده چې بله هیڅ ایدیولوژي مخې ته د ودریدو توان نلري او د بشریت د ژغورنې یوازینه ایدیولوژي ګڼل کیږي.
کارل مارکس څه باندی سل کاله مخکې د اضافي ارزش په کشفولو او د دیالکتیکی ماتریالیسم په اډانه کې، د پرولتري انقلابونو لاره ترسیم کړه. لنین، د پرولتاریا هغه انقلابي رهبر و چې د مارکس د تیوریګانو په رڼا کې یې د لومړني سوسیالستي دولت بنسټ د انقلاب له لارې کیښود.
د اکتبر د سوسیالیستي انقلاب د توپونو غږ لامل شو چې د ولسي او انقلابي غورځنګونو توپان په فیوډالي، نیمه فیوډالي او مستعمره هیوادونو کې څپاند شي او کارګران او دهقانان د خلاصون لپاره وسله واله جګړه پیل کړي.
که څه هم لومړی خروشچفي رویزیونیزم او بیا پیاونګي رویزیونیزم سوسیالیستي او کمونیستي ګوندونه د ننګونو سره مخامخ کړل او د سوسیالیزم چټک بهیر یې ټکنی کړ او بالاخره یې سوسیالیزم هم په شوروي او هم په چین کې د پانګوالي په وړاندې په ګونډو کړ، خو د دې سره سره د پرګنیزه انقلابونو لمبې په نیپال، فلپین، هند، سویلي امریکا او... کې د زبیښاک د سوځیدلو لوخړی پورته کړي دي.
نیپال د ۱۴۰ زره کیلومټره مربع مساحت او ۲۶ میلونه وګړو سره د ۲۴۰ کلونو لپاره د پاچاهانو په منګولو کې ښکیل و. په نیپال کې کاستي نظام که څه هم په ۱۹۶۳ کال کې ملغی شو خو لا ادامه لري، په کلیواله سیمو کې پمن کاست (چې د نیپال د نفوس ۲۱٪ جوړوي) نشي کولای معبد ته ولاړ شي، له کوهي اوبه وڅکي، خپل محصولات خرڅ کړي او د بل چا پر ډوډۍ لاس ووهي. همدا ډول په دې هیواد کې ۷۱٪ خلک په مطلقه بیوزلې کې ژوند کوي او ټولنيزه نابرابري مخ په ډیریدو روانه ده، د ماشومانو کار عمومیت لري، ۱۲۷ زره ماشومان په دې هیواد کې استثماریږي او په میاشت کې ۴ ډالره عاید لاسته راوړي، له هر دریو نیپاليانو څخه دو نفره بی سواده دي او هر دو ساعته وروسته یو میرمن د ولادت له کبله مړه کیږي او تر ۲۰۰۰ کاله پوري د سرواژ نظام د پاچاهانو د ګټې دخوندیتوب لپاره ساتل شوی و. دا ټول هغه ناورینونه او ربړونې دی چې د مائویستانو لپاره یې د مبارزې زمینه برابره کړه او مائویست مبارزینو په ۱۹۹۶ کال کې د پاچاهۍ په وړاندې وسله واله مبارزه پیل کړه.
د مائویستانو دې مبارزې په چټکۍ سره پراختیا پیدا کړه او ډیر ژر انقلابی مائویستانو وکړای شول د نیپال پر ډیره برخه برلاسي شي او آن څو ځلې کتمندو کلابند کړي. د وسله والې مبارزې تر څنګ مائویست انقلابیون پریکړه وکړه چې د پارلمان له طریقه هم خپله مبارزه مخې ته ویسي. همدا و چې مائویستانو په وروستیو ټولټاکنو کې ګډون وکړ او د ولسي جرګې ۲۲۰ څوکۍ یې وګټلی. مائویستانو په ولسي جرګې کې د اکثریت په لرلو سره د می میاشتې په وروستیو کې د نیپال پخواني پاچا ګیانندرا ته دستور ورکړ چې تر دوو اونیو پورې سلطنتي ماڼۍ پریږدي او ټاکل شوی ده چې دا ماڼۍ په موزیم واوړي او د پاچا شتمنۍ ملي اعلان شي.
نیپالیانو د مائویست مبارزینو تر لارښودونې د پاچاهي او د فیوډالي نظام ارتجاعي استازی د ۲۴۰ کالو واکمنۍ وروسته ړنګ او پر ځای یې جمهوریت اعلان کړ. دا کار په خپله د مائویزم او مارکسیزم د حقانیت ښکارندوي کوي او جوتوي چې مارکسیزم هغه یوازینه علمي ایدیولوژي ده چې بشریت د زبيښاک او ښکیلاک څخه خلاصولی شي. که څه هم زموږ په هیواد کې ځینې روڼ اندي مارکسیزم یوه ځپل شوی ایدیولوژی ګڼي او د نیولیبرالیستي سیاستونو او د امپریالیزم د ملاتړ په موخه انقلابیون ته ایدیولوژی ځپلی وايي، خو په نیپال کې د مائویستان بری څرګندوي چې مارکسیزم ځپل شوی ایدیولوژي نه، بلکې هغه خوځنده او شتمنه ایدیولوژی ده چې بله هیڅ ایدیولوژي مخې ته د ودریدو توان نلري او د بشریت د ژغورنې یوازینه ایدیولوژي ګڼل کیږي.

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره
این کتاب را بخریدفعالیت این گروه از زمان اواخر پادشاهی ظاهر شاه آغاز گردید و در زمان حکومت کمونست ها شدت یافت. چنانچه ظاهر بدخشی یکی از مائویست های سرسخت بوده و فعالیت های خطرناک را انجام میداد تااینکه به قیمت جانش تمام شد.
مائویست ها نیپال پادشاهی دوصد چهل ساله راازبین میبرند،مائویست های ما حتی ازترس هویت خود را افشا نکرده از زیر چادری راوا شعارهای پوچ میدهند.وبه گفتار رهبر شان مائو عمل نکرده(سیاست وانقلاب ازمیله تفنگ میبراید) بل ، به ضرب المثل اکتفا میکنند ازنظر مائویست های ما(کاری که ک....س میکند ولس نمیکند).
د افغانی انقلابیون ته شه زیری!
ددی هیواد د تجربی نه باید استفاده وشی
جلال ابادی
آنلاین : شه تجربه
مطلب عالی و زیبایی بود. تا زمانی که یک ایدیولوژی نتواند قلب های مردم را تسخیر کند، هیچگاه توده های مردم به آن باور پیدا نکرده و برای شان رأی نخواهد داد. مبارزه و پیروزی مائویست ها در نپال نشان می دهد که آنان در قلب مردم جا داشته، در کنار شان بوده و دردهای شان را با گوشت و پوست لمس کرده اند. ببینیم که نوکران ارتجاع و امپریالیزم چه وقت دست به کار می شوند تا حکومت مائویست ها را در نپال با چالش مواجه سازند. امپریالیست ها و فاشیست های مذهبی هیچگاه حضور مائویست ها و جنبش های چپ را تحمل نخواهند کرد، زیرا مرگ خود را در زنده بودن اندیشه های چپ می بینند. بنیادگرایی مذهبی و امپریالیزم در مبارزه علیه جنبش های چپ، دوست و حامی یکدیگر به حساب می آیند و این را به کرات نشان داده اند.
راوا پول از چين میگرفت دمش رابرای آمريکا میجنباند
Do you remember Pol Pot and Mao Tse Tung??