صفحه نخست > دیدگاه > دملا داد الله وژنه به دطالبانو پرغورځنګ څه اغيزه ولري؟

دملا داد الله وژنه به دطالبانو پرغورځنګ څه اغيزه ولري؟

ليكوال محمد جعفر هاند
دوشنبه 14 می 2007

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

دثور ياغوايي دمياشتې په ۲۳ نيټه د سهيل ولايت كندهاردولتي چارواكو خبر و ركړ چې،دطالبانو دجګړې دلومړۍ كرښې مشراو نامتو قومندان ملا داد الله يي وژلى او جسد يي له دوى سره دولايت په ودانۍ كې پروت دى.

د طالبانو ددې مشر خبر دافغان رسنيو په ګډون دنړيوالو رسنيو دخبرونو په سركې ځاى وموند.

له دې خبرې څو شيبې وروسته دكندهار والي اسد الله خالد خبري غونډه را وبلله او رسينو ته يي هغه جسد وښود چې، ګمان كيږي د طالبانو د ملاداد الله به دى.

خبريالانو هم ومنله چې دوژل شوي كس له څيرې څخه داسې څرګنديده چې،ښايي دا هماغه كس وي چې،تردې دمخه دطالبانو له لورې ديو شمير ويډويي خپرو شويوپټوكې يوتن دملا داد الله په نامه په كې څرګنديږي.

كه څه هم دهمدې ورځي په اوږدو كې د ملا داد الله يوشمير ملګرو رسنيو ته دخپل مشر دوژلو پخلى وكړ خو، په سهيلي ولايتونو كې دطالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي بينوا ويپاڼې ته دټيليفون پركرښه ادعا وكړه چې،ددوى مشر ژوندى دى.

ښاغلي احمدي وويل: دطالبانو په استازيتوب يواځې دى او د ذبيح الله مجاهد په نامه يوبل كس دوياندوۍ دنده پرغاړه لري او،دده په وينا دنورو بي مسوليته كسانوخبرې د منلو وړ نه دي.

په همدې حال كې دافغانستان دملي امنيت رياست د دغه طالب مشر دوژل كيدو پخلى وكړ،ددې ترڅنګ په افغانستان كې ميشته دناټو پوځيانو هم ددې دوژلو پخلى وكړ او دايي پرطالبانو يو ستر او زورو ګوزار وباله.

ملا داد الله اخند په دې وروستيو كې د طالبانو يو پياوړى قومندان پاتي شوى و، تر دې وړاندې څو ځله د نوموړې د نيول كېدو اوازې خپرې شوي وې.ملا دادالله د شوروي اتحاد له پوځونو سره په جهاد کې ونډه هم لرله.

داد الله له ١٩٩٤ زيږيز كال څخه دطالبانو له غورځنگ سره يو ځاى شو.اود طالبانو د لوى مشر ملا عمر له نږدې او باوري کسانو څخه وشميرل شو،چې د غورځنګ درامنځ ته كيدو په لومړيو شپو ورځوكې دهرات پرولايت باندې دبريد پرمهال ديو ماين په چاودنه كې خپله کيڼه پښه له لاسه وركړه.

نوموړى د طالبانو د نسکوريدو په شپو او ورځو کې په کندز ولايت کې، له يوبل جك پوړې طالب جګړيز قومندان ملا فاضل اخند سره يوځاى د جنرال دوستم ځواکونو ته تسليم شول،چې دځينو رپوټونو په بنسټ ملا داد الله دپيسو پرمټ د دوستم له منګول څخه ځان وژغوره، اوملا فاضل دامريكايي پوځيانو له لورې ترنيول كيدو وروسته په ګوانتنامو كې زنداني شو.

نږدې يوه مياشت مخکې د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړى و،چې د اروزګان په چارچينو ولسوالۍ کې يې دملا په كډون ٢٠٠ طالب جنګيالي محاصره کړي او ، محاصره کسانو د مقاومت وس بايللى او ټول به ونيول شي ، خو وروسته دغه خبره غلې شوه.
ملا دادالله هيڅ كله نه غوښتل چې عكسونه يې واخيستل شي دا ځكه چې ملادادالله او د هغه ملګري د امريكا د استخباراتي اداري له ويري نه غوښتل خپل عكسونه خپاره كړي. هغوي ويره لرله چې د خپل نژدي ملګري ملااخترمحمدعثماني او يا خالدشيخ محمد په شان كومه ورځ د( اي، اس ،اي ) او يا هم ( سي ، اي ، اې ) څارګرو ادارو له خوا مړه ،او له صحني لري شي. هغه په افغانستان كې دطالبانويووتلى قومندان او دځانمرګيو او نورو بريدونو ستر طراح او پلانونكي بلل كيده.

دځينو څيړنكو په اند دغه طالب مشر په سينه كې داسې ليوه ډوله زړه و چې،تل به يي افغان او ناټوځواكونو سره دخبرو اترو په ځاى دجګړي ډكر ته درادانګلو خبري كولي. ملا داد الله څو ځلي دطالب جنګياليو له لورې په خپرو شويو ويډيويي پټو كې په داسې حال كي ليدل كيږي چې،له يوشمير افغان ځوانانو څخه په دې تور چې امريكايي پوځيانو ته جاسوسي كوله په يوه وړه چاړه باندي سرپري كوي آن تردې چې،په دې وروستيو كې دافغان خبريال نقشبندي په سرپرې كولو هم داد الله پړ وبلل شو.

داد الله څو مياشتې وړاندې دالجزيرې نړيوال تلويزوني شبكې سره دځانكړې مركې په ترڅ كې ويلي و چې، پرافغان او امريكايي پوځيانو باندې دبريد لپاره شپږ زره ځانمركي بريد كوونكي روزلي او هغوى ټول دخپل نوبت لار څاري.

دا چې د داسې يو ستر قومندان په وژنه به دطالبانو په بريدونو كې څه پسوالى رامنځ ته شي كه څنګه؟

يوشميرسياسي شنونكي د ملا دادالله وژنه د طالب جنګياليو لپاره يو ستر ګوزار ګڼي او په دې باور دي ، چې طالبانو ته به د هغه ځاى ناستى پيداکول په کم وخت کې ناشونى وي.

تردې چې دنوموړي دوژنې دخبر ترخپريدو وروسته په كابل كې د امريکا د متحده ايالاتوميشته سفير( Wood William)، د داد الله وژنه د افغانستان خلکو ته يوښه پيغام اوطالبانو ته يوسخت ګوزاروباله.

وليم ووډ په دې اند دى چې،د دادالله په وژلو به د طالبانو ليکې ګډې وډې شي.
خو دكابل دحقوقو دپوهنځي استاد او دافغانستان دسياسي چارو كارپوه وديرساپى بيا دملا داد الله وژنه دافغان ولس لپاره يوبي ګټې كاربولي،ښاغلي ساپي وايي كه څه هم په جنګي حالاتو كې دملا داد الله په شان ديوسړي وژنه ناټو او افغان سرتيروته يوه ستره لاس ته راوړنه بلل كيږي خو،دافغان ولس لپاره هيڅ ارزښت نلري او،دابه وروسته په ډاګه شي چې،دملا داد الله وژنه افغانانو ته څه مثبتې او منفي اغيزي لري.
دښاغلي ساپي په وينا ملا داد الله دومره پياوړى او قوى سړى نه و،لكه څرنګه چې رسنيو ورڅخه يولوى قوت جوړ كړى وو.

هغه زياته كړه چې، د ملاداد الله ټول جنګي تكتيكونه دمخالفو كسانو له لورې مخ ته بيول كيدل او، دطالبانو لپاره به د داسې يو مشر پيدا كول دومره سخت كار نه وي لكه څنګه چې،ګومان كيږي ځګه د هغه په وينا طالبان له پخوا څخه په سلګونو ورته روزل شوي مشران لري.

خو بيا دافغانستان په ولسي جرګه كې د ننګرهار ولايت دخلكو استازي مولوي عطا الله لودين بيا د داد الله وژنه ،د طالبانو پر جنګي روحيه يو غټ ګوزاربولي .

ښاغلي لودين وايي: چې د داد الله وژنه به دطالب جنګياليو په رهبرۍ كې ډيره منفي اغيزه وكړي ځګه، دهغه په وينا ملا داد الله په جګړيزو چارو كې د جنګياليو دګومارولو او روزلوپه برخو كې خورا زيات مهارت درلود.

ښاغلى لودين په دې نظر دى چې طالبانو لپاره به د داسې يو مشر پيدا كول يو څه وخت ونيسي.

خو يو بل افغان ليكوال او سياسي شنونكى جاويد فرهاد بيا وايي:د داد الله وژنه به دده پرملګرو دوه ډوله اغيزه وشيندي،يوه منفي اغيزه او بله مثبته اغيزه.

منفي اغيزه به يي دا وي چې د طالبانو روحيه به كمزرى شي،ځكه هغوى يو ستر قومندان له لاسه وركړ او د داسې يو مشر پيدا كول به ورته ډير مشكل كار وي. او كيداى شي چې ددې وژنه دهغوى جګړيزي چاري ټكنۍ او،دهغوى په كړنو كې به ستربدلون رامنځ ته كړي،او مثبته اغيزه به يي پر طالب وسله والو دا وي چې كيداى شي،هغوى د خپل مشر دبدل اخيستو لپاره خپلې ټولې هڅې په كار واچوي او،تر دې هم لاسخت زړي شي.

كه څه هم په ظاهره دملا داد الله وژنه د طالبانولپاره يوستر ګوزار بلل كيږي خو،تردې وړاندې هم د دغو جنګياليو يوستر لوژيستيكي اكمالوونكي مولوي اختر محمد عثماني هم دناټو ځواكونو په هوايي بريد كې وژل شوى وو.چې په هغه وخت كې ډيرو خلكو وويل:چې ددې وژنه به دطالبانو په بريدونو كې دپام وړ پڅوالي رامنځ ته كړي خو، وروسته روښانه شوه چې،دطالب وسله والو په بريدونو كې ددې پرځاى چې پڅوالى رامنځ ته شي نور هم ګړندي شول.خو يوشميرخلك بيا ددغو دواړو مشرانو ترمنځ ستربدلون په كوته كوي عثمان دمالي چارو اكمالوونكى او داد الله د جكړيزو چارو طراح او كارپوه كڼي.

كه څه هم تراوسه طالب ويندويانو هريو قاري محمد يوسف احمدي او ذبيح الله مجاهد په ښكاره توګه رسنيوته د خپل مشر دوژلو كيدو پخلى نه دى كړى خو كه د داد الله وژنه رښتيا وي نو پرطالبانو به يي اغيزه په راتلونكي كې روښانه شي.

كارنامه

گالری عکس

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید

پيام‌ها

  • mesha ki kodam kas kholase azi maqala ra ba Farsi ya English tarjoma kona ta ma ham befamim ki chi gofta shoda?tashakur

  • من یکی که نفهمیدم این جا چه نوشته شده است. آیا این بخش فارسی است یا پشتو. کابل پرس? می تواند یک بخش پشتو باز کند و در آن جا مقالات پشتو را چاپ کند. دلیلی نیست که در بخش فارسی مقالات پشتو را چاپ کند. افغانستان پنجاه زبان دارد آیا اگر ما در اینجا به پنجا زبان مقاله چاپ کنیم امکان استفاده خوب و سودمند از این سایت می ماند؟

  • این محمد جعفر خان هاند یک آدم خیلی خوش ظاهر است و ظاهرا خیلی متمدن معلوم می شود اما چرا هنوز فارسی یاد نگرفته است؟ او بهتر است فارسی نوشته کند. اگر می خواهد باز هم پشتو نوشته کند می توند نوشته هایش را برای روزنامه هیواد برای چاپ روان کند.

    • Mr.kabuli why you are not learning pashtu to understand what was writen instead of accusing mohmmed Jafar khan? it is not wise to give negative comments in a web site
      We have paid heavy price for dari and pashtu war let us be united

      with regards,ikhlas wardak

  • As a none-pashtun afghan I feel ashmed when I see the comments of my fellows here. Thier comments here show very clearly to what exten we none pashtuns are racists.

Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس