صفحه نخست > دیدگاه > یو خاص سوال د افغانستان دخلکو نه

یو خاص سوال د افغانستان دخلکو نه

دکتور طاوس وردک
جمعه 7 نوامبر 2014

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

قدرمنو هیواد والو ۳۶کاله خونړي جنګ چې د امپریالیزم ( غرب ) او ( ارتجاع ) په رهبرۍ او فرمان تر ننه ادامه لري او زموږ په خلکو ېې ډول ډول رژیمونه وتپل او هره ورځ نوۍ فرمان او دستور صادروی او زموږ خلک مجبوروی چې تل ددوی تر امر او قومانده لاندې ژوند ته ادامه ورکړې ،حتي خلک دویرې نه وایی کاشکي غربیان تر ۵۰ کالو پورې په افغانستان کې پاتې شي ، خو بیا ( طالبان – حکمتیار – او حقانی ) وايي باید اشغالګری قوواوې د افغانستان څخه ووزي ځکه دوی ته (پاکستان او ایران ) هدایت ورکوی او دغه دری رهبران د ( آی اس آی ) خاص نوکران او مزدوران دی ، دوی ته د افغانستان د خلکو ژوند او ترقی یوه پیسه اهمیت هم نه لری که حالات په همدی منوال ادامه پیدا کړی او زموږ وسله وال پوځ مدرنی وسلې او هوای ځواک ونه لري جنګ به ۱۰۰ کاله نور ادامه وکړی او تاسې هر یو به ددی جنګ قربانی وۍ ، نو زما سوال له هیواد والو نه دادی چې آیا غواړۍ چې صلحه را شي ؟؟ ایا د ځان او زامنو ژوند در ته اهمیت لری که نه ؟؟ ایا غواړۍ چې نور مو سربازان او افسران زخمی او شهیدان نه شيي ؟؟ نو که دغه سوال یوازی د فیس بوک او سایټو له طریقه د مطبوعاتو سره شریک کړی او ورته هسي چې زه غواړم ځواب ورکړۍ نو صلحه را ځي او هغه سوال دادی .

امریکا او غرب په مجموع کې د (پاکستان ، ایران او د دریو دولتی مخالفینو
) په غوشتنه افغانستان ته هغه وسلې چې زه ېې ددې مضمون په متن کې نامونه اخلم هرګز نه ورکوی ، ځکه که دغه وسلې زموږ وسله وال پوځ ولري دشمنان ډیر زر تارومار کیژي او هر هغه فروفیسور او دکتور یا ارکانحرب چې وايي جنګ د حل لار نه ده ، هو کی د حل لار نه ده خو بیا چې دشمن عذر نه منی – نانواتی نه مني – د ملانو، علماوو عذر نه منی د ریس جمهور صادقانه خواهش نه منی ، نو بیا باید داسې وځپل شي چې بیا ځان ټول نه کړي حتی تربیت ځایونه او مراکز ېې په پاکستان کی له منځه یوړل شي ، ځکه زور قالب نه لري او که مو زور ولرلو نو برۍ مو همیشه په برخه دی او دغه وسلې باید زموږ وسله وال پوځ ته په پیسو واخیستل شي پریږده چې خلک د بخور او نمیر ژوند ولري خو باید امنیت ېې تامین شي او د زور اوبوه مخ پورته ځي ، تاریخ – د هیوادو تر منځ جنګونه – او لوی قوتونه د زور له لاری تسلیم شوی او وسلې ېې په مځکه ایښې دی او بل اخره صلحه را وستلې ده فقط د ریس جمهور په صادقانه او جدی تصمیم پورې اړه لرې او ریس جمهور باید عاجله لویه جرګه را وغواړی او دغه دوې مهمې فیصلی ورنه وغواړي چې تصویب ېې کړي ::

۱ – آیا خلک حاضردي چې د بودجې نه زیاتی پیسې او خاصتا د هغو کسانو نه اعانه او مرسته جذب شي چې اقلا یو لک افغانی لری نو هغه سړي ۲۰۰۰۰ افغانی
او هغه څوک چې یو ملیون افغانۍ لری ۱۰۰۰۰۰ افغانی او هغه چې ملیون ډالر
لري باید ۱۰۰۰۰۰ډالر – او هغه کسان چې تر دوو ملیونو ډیر ډالر لري باید ۲۰۰۰۰۰ ډالر حکومت ته اعانه ور کړي او دولت د پنځو کالو له پاره د قیمتی ډبرو ټول معادن ملی کړي او دیوه قول اوردو له خوانه وساتل شي – استخراج شی – انتقال شی او پروسس شي او د مفاد نه ېې د دغو وسلو (( هلیکوپترو – جت طیارو – ټانکونو – اورګان – لونا – سکات – توچکه – بي ایم ۲۱ – ۱۳۰ م م ټوپونو – ۱۰۰ م م توپونو – مدرنو علو اندازو لکه شمیل – پیکا ، ګرینوف ، زیګو یک ، چهارمیله ، شلکا ، بم افګن ماشیندارو – اوبوسونو او ۸۲م م – ۱۰۷ م م – ۱۲۰ م م –۱۵۵م م هاوانونه – د انجینرۍ – کمیا وګاز – مخابری- زاس مخابری – او داسې نور ضروری شیان د چکانو – د هنګری – د بلغاریی – د اوکرایین او قزاقستان او که ممانعت نه وي د روسې ) نه واخلۍ او په اوو ( ۷ ) زونو کې اقلا ۳۰ هلیکوپترونه او دهر ډول وسلو یوه یوه لوا د مکملې برخ جبخانی سره ځای په ځای شي چې دشمن و نه شي کولای کلیو او ولسوالیو ته ننوزي .

۲ – آی خلک حاضر دی چې د مکلفیت دوه کلنه دوره بیرته د سره شروع شي ( هم به هر افغان خپل ملی ، اسلامی وطنی ) دین پرځای کوی او هم به د ګدایی لاسونه د غرب نه را لنډ شي ، او هم به په ملیاردو ډالر د وسلو د خرید له پاره سپما شي ، او یو خارجی مشاور ته ضرورت نشته زموږ افسران ددې وړ تیا لری چې سربازان تربیه او و روزی ، او د مشاورینو د تفرقه اچولو او د سربازانو او افسرانو تر منځ به د اختلاف خبری هم ختمی شی او وسله وال پوځ به د (تنظیمی – مصلحتی – اجیر – او مخبر -)
پوځ نه خلاص شي یو بیطرفه ملی وسله وال پوځ به جوړ شي لکه د ( سوریی -
مصر- هندوستان ) چې همیشه بیطرفه وو .

نو که صلحه غواړۍ دغه ېې اساسي چاره ده دشمن باید په درۍ کنجې کی حصار شي او تسلیم شي ، لومړۍ جهانی جنګ – دوهم جهانی جنګ – د هندوستان او پاکستان جنګ – د ارجنټاین او انګریز جنګ – د روسانو او اوکرایین جنګ د کریمیا او سیواستوپل په مورد ) او ډیر نور جنګونه د زور له طریقه په دشمنانو تحمیل شوی دی ، نن سبا هم په طالبانو او حقانی او حکمتیار دغه جنګ د زور له لاری ختمیدلای شي، ځکه پاکستان اصلا زموږ سره صلحه نه غواړې که حیرتان هم ور کړۍ بیا هم دوی د طالب – د حقانی – د حکمتیار نه سوی استفاده کوي ، همدارنګه ایران په عین ترتیب ، ریس صاحب جمهور اشرف غنی ، ریس صاحب شورای اجرایه داکتر عبدالله عبدالله باید قاطع تصمیم ولري او دغه دوې مادې عملي کړي ، اول ځانونه سمبال کړۍ بیا صلحه را ولۍ بیا د باز سازۍ او نوسازۍ لاره په چټکۍ او شپه او ورځ زحماتو او کارو عملي کړۍ .

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس