چغه

پنج شنبه 10 می 2012

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

دا زموږ د ستر ګو وړاندي، «غني » ګوره څه تیر یږي
یــو با تور ملت غر قیږي، یو مظبوط وطن نړیږي

یوه دنیا د برم او بذل، یوه نړۍ د میړنیو
د غروب په لوري درومي، د
تاریخ له پاڼو لویږي


پاس د ستورو راڼه څاڅکي،
راته ښکاري اوښکي اوښکي

د آسمان په شنو غومبرو،
لاري لاري رابهیږي


سر چي ږدمه په سر ویږدي،
هیبتنا ک ږغونه اورم

ته واځمکه په منځ دوه شوه،
افغاني وطن ډوبیږي


یا آسمان زموږ په ویر کي،
کښته پر یووته په ځمکه

یا قیامت په ځمکه جوړ شو،
ولاړ غرونه هواریږي


«ایمل» ریږ دي په لحد کي،
له غصې د زړه په تبه

چي مغل په خیبر و خوت،
افریدي لا نه پوهیږي


د شنلي پر ځای له دښتو،
تیرې تورېي زرغونیږي

د اوبو پر ځای له غرونو،
نګه وینی رابهیږي


د باران پر ځای له وریځو،
تندرونه راکوزیږي

د رحمت پر ځای له هسکه،
غضبونه نازلیږي


«شمر» ښکته پورته دانګي،
سترګې رډی توره کښلی

نه یی سترګیي له چا سوځي،
نه یې شرم له چا کیږي


«زینب» چیغی کړی چي ربه، ته
لا څه ته ورته ګورې

د«حسین» په زخمي زړه کي، د
یزید خنجر ځلیږي


څه بې پته شوو جنګونه، څه
بې هوډه شوو ننګونه

تو لعنت په دې شملو شه، لا
دي جګي نه شرميږي


دا د چر ګ لکۍ ته ورته شملې
واچوئ په ځمکه

دا د شرم او ماتي نښي،
پښتنو ته نه ښا ييږي


شمله هغلته شمله وي، چي په
نر باندي وي لکه

اوس په هر کډو جګيږي ، اوس
په هر «اجړا» خوريږي


خدايه دا دی څه راوکړه ، چي
يو نر دي راپرې نښود

هر کمر ته چي تکيه شو، لکه
شګه را شړيږي


يو «ميرويس» په موږ کي
نشته، چي ګر ګين لاري ته سم کړي

يو «شير شاه» راپورته نه
شو، چي «مغل» ته ودريږي


آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-296.aspx

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس