کتابپېژندنه: ملي اتل غازي محمد اکبر خان
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
کتابپېژندنه/ صديق الله بدر
ملي اتل غازي وزیر محمد اکبر خان
ملي
اتل غازي محمد اکبر خان؛ د علامه اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد يو
تاریخي اثر دی، چې په ۱۳۸۵ لمریز کال د علامه رشاد اکاډيمۍ له خوا د زرو
ټوکو په شمېر په کندهار کې چاپ شوی دی.
په همدې کتاب کې د يادې اکاډيمۍ د خپرونو لړ شپږ ښودل شوی او معنی يې دا ده، چې تر دې دمه يې د علامه رشاد شپږ کتابونه چاپ کړي دي.
دغه اثر له يادښت، فهرست او په انګريزي ژبه د کتاب له پېژندنې پرته ۸۹
مخه دی. علامه صاحب د دغه اثر په کښلو کې له ۴۵ ماخذونو استفاده کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د دې اثر فهرست، د سړیو نومونه، د ځایو نومونه،
کتابښود، د ماخذونو فهرست او د کتاب لنډه پېژندنه د علامه رشاد اکاډيمۍ له
خوا ترتیب شوي دي.
د دې کتاب په پیل کې د علامه رشاد اکاډيمۍ يو يادښت راغلی او په کې لیکل
شوي چې(( د دې اثر چاپ سربېره پر ټولو ښېګڼو ولس ته دا هم ورښيي چې څوک د
هېواد ملي اتل کېدلای شي.))
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post-443.aspx