شعر: د مور ورځ
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
ویناوال: صدیق الله بدر
د مور ورځ
زه ژورنالست يم
خو نن پوه شومه چې
ډېر بې خبر سړی یم
سهار چې وتم له کوره
دا مې په یاد نه و هيڅ
چې نن د مور ورځ ده
اوس چې دفتر کې يمه
راته رایاده شوله
خو چې زه کور ته ورځم
ناوخته شپه به وي ویده به وي مور
خوب نه يې هم راپاڅولای نه شم
خو که راويښه يې کړم
راته دا سخته ښکاري
چې يې د ورځ
ورته د شپې مبارکي ورکوم
۱۳۹۱.۲.۲۴
يادونه: د ثور د میاشتې په څلېرویشتمه، کله چې له کوره دفتر ته راغلم؛ همدا چې لږ له نورو کارونو فارغ شوم، فیسبوک پاڼې ته مې لاړم، ګڼو ملګرو د مور د ورځې مبارکيانې لیکلې وې؛ سخت وځورېدم چې څنګه دا ورځ زما په یاد نه وه. دا شعر هماغه شېبه راغی. حال دا چې د مور ورځ خو د جوزا په ۲۴ مه وي.
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post-444.aspx