د لونګو دريڅې: کاروان؛ د انځور جوړونې له هنر سره بلد شاعر
زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )
ادبي بحثونه/ صدیق الله بدر
کاروان
د انځور جوړونې له هنر سره بلد شاعر
يو شمېر ادبپوهان شعر هغه پديده ګڼي چې د بشري ټولنې له ټول افرادو سره
تړاو لري، له دې کبله د شعر تعریف هم د هر چا په پوهې او اخستنې پورې تړلی،
هر څوک د يو شعر په لوستلو سره هغه تعریف کړي. دا خبره د ادبپوهانو هغې
خبرې ته قوت وربښي چې وايي شعر مطلق تعریف نه لري او څوک دې پر دې ټينګار
وکړي چې د شعر همدا یو تعریف دی او بس.
د دې نظريې پلويان په دې باور دي چې د شعر لپاره مطلق تعریف د هغه له رنګارنګیو او ښکلاوو د سترګې پټولو په معنی دي.
آنلاین : http://lawang.blogfa.com/post-454.aspx