صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > کله چی ماه ګل ووژل شوه

کله چی ماه ګل ووژل شوه

نورجهان اکبر
چهار شنبه 31 اكتبر 2012

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

ژبارن: بسم الله مومند

کله چی ماه ګل ووژل شوه، اوبه و نه خوځیدی. چا دعا ونکړه. چا شمعی روښانه نکړی. چا یی تصویر وانخیست. چا یی عکس د یوی لویی لوحی یا بیلبورد پر مخ په ښار کی و نه ځړاوه. چا یی د ژوند کیسی، هیلی، خوشحالیانی یا غصی، خنداګانی او یا د سترګو نظر ثبت نکړ.
کله چی ماه ګل ووژل شوه، زما د فیسبوک ملګرو د خپل د خوښی خوړو په اړه یا د یوی ستونزمنی ورځی په اړه لیکل کول.
کله چی ماه ګل ووژل شوه، د کابل بی خیاله هلکانو یوی ځوانی ښځی ته د (فاحشه) خطاب کوو.
کله چی ماه ګل ووژل شوه، طالبانو خپل ټپیان د ښځو نه په ګټه اخیستو سره روغتون ته لیږدول.
کله چی ماه ګل ووژل شوه، ستړو پولیسانو د مرنجان د تپی په غاړه ولاړ سګرټ سکاوه.
کله چی ماه ګل ووژل شوه، شاعر د خپلی معشوقی د شونډو د خوند په اړه شعرونه لیکل.
کله چی ماه ګل ووژل شوه، خبریالانو په امریکا کی د ریاست جمهوری د کاندیدانو تر منځ د مناظری په اړه لیکل.
کله چی ماه ګل ووژل شوه، یو سرباز په افغانستان کی خپل ځوی ته خط لیکه.
کله چی ماه ګل ووژل شوه، افغان ښوونکو د تختی پر مخ روزمره خسته کن درسونه لیکل.
کله چی ماه ګل ووژل شوه، یوی کابلی فاحشی د یو سوړ دیوال څنګ ته خپی غځولی وی او د لوږی له کبله یی ژړل.
کله چی ماه ګل ووژل شوه، د افغانستان تلویزونونو هندی ډرامی خپرولی.
کله چی ماه ګل ووژل شوه، د خبرخانی د لین د ملی بس (کلینر) د کرایی په بهانه خپل ځان مسافرو ښځو ته نږدی کاوه.
کله چی ماه ګل ووژل شوه، زمونږ ګاونډی بیا خپله (سیاه سره) وهله.
کله چی ماه ګل ووژل شوه، د هرات جلکیانو خپل کالی د تناب پرمخ اچول تر څو حد اقل هغوی آزادی تجربه کړی.
کله چی ماه ګل ووژل شوه، امریکایی جلکیانو یوګا کوله ترڅو (سټرس) یی کم شی.
کله چی ماه ګل ووژل شوه، یو (روڼ اندی) په افغانستان کی د جلکیانو د څادر د لنډوالی په اړه خبری او د جومات ملا مو د کاریګرو جلکیانو د بد اخلاقی په اړه وعظ کوو.
کله چی ماه ګل ووژل شوه، انجیلینا جولی خبره نشوه.
کله چی ماه ګل ووژل شوه، د ښونځی شاګردانو تور څادرونه په سر نکړل.
کله چی ماه ګل ووژل شوه، ریس جمهور مصروفه وو.
کله چی ماه ګل ووژل شوه، نړی و نه ښوځیده. د نړی په هر ګوټ کی ښځو او سړو، ماشومانو او ځوانانو بی د فکره خپل ورځنی کارونه پر مخ ویوړل.
کله چی ماه ګل ووژل شوه، مور یی یوه دردمنه مسکا وکړه چی لور یی د رنځونو آزاده شو.
یادونه: په غالب ګمان چی مونږ به اکثره د ماه ګل په اړه خبر نشو او یا به یی زر هیره کړو. ماه ګل شل کلنه ښځه وه د هرات. د هغی سر د هغی د خاوند کورنی په دی دلیل پریک کړ چی ځان یی فاحشه ګی ته ونه سپاره.


دسته‌بندی شده در: یادداشت ها


آنلاین : http://noorjahanakbar.wordpres...

كارنامه

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس