
که توفیق د اتفاق پښتانه مومي
ښه سړي لعل و یاقوت دي مونده
نه شي
لکه نور کاڼي لږ نه دي نا کسان
که په نور خلکو کې ښه سړي
مونده شي
ولي ښه سړي به لږ وي افغانان
که هر څو ورته د پند خبري وایي
د پلار پند یې هم ښه نه لګي په
ځان
هره چار د پښتانه تر مغول ښه
ده
اتفاق ورڅخه نشته ډیر ارمان
د بهلول او د شیر شاه
خبري اورم
چې په هند کې پښتانه وو بادشاهان
شپږ اوه پیړۍ هسې بادشاهي وه
چې درست خلک وو په دوي پوري حیران
یا هغه پښتانه نور و دا څه نور شول
یا د خدای دی اوس دا هسي شان فرمان
که توفیق د اتفاق پښتانه مومي
زوړ خوشال به دوباره شي په دا ځوان
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-331.aspx

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره
این کتاب را بخرید