
لونګين

لونګين
خور مي که سينه باندي نيازبين مي کړه
ستا د دنګي غاړي لونګين مي کړه
خيال يمه په تورو کي مي ونغاړه
خوږ مي که، غزل يمه، رنګين مي کړه
غېږ کي مي ځای درکړ، ګناه ګار شومه
لوټ مي که ، کابل مي که ، ناورين مي کړه
نن مي په خوږو کتلو ولمانځه
شک يمه، ګومان يمه، يقين مي کړه
خود به يې ديوانو سره ګالمه
تا ويل ښاپېرۍ د چين ماچين مي کړه
ومي خندوه د سرو لمبو منځ کي
پورته مي کړه خال د ورين جبين مي کړه
لال يم خو دوخت ګردو وهلي يم
ومي مښه ،توريمه تک سپين مي کړه
ماته سېپارې د ميني ولوله
راشه د سپيڅلي عشق په دين مي کړه
کېږده ما د زړه په پرهرونو کي
څانګه مي کړه ، ګل مي کړه، را شين مي کړه
تاند مي کړه اشنا د ژوند چېنه يمه
شور مي که څپې د اباسين مي کړه
آجمل آند
١٣٧٧/١/١١ جلال کوټ
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-411.aspx

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره
این کتاب را بخرید