
د شيطان شکل

د شيطان شکل
د عربو يو مشهور اديب جاهظ وايي:
چي زه په دنيا کي چا داسي
نه يم پکه کړى،
لکه چي يوه ورځ يوې ښځي تر
لاس ونيولم چي راځه
له تاسره مي کار دئ، زه هم ورسره روان سوم ،
تلو-تلو چي د يوه زرګر دوکان ته يې وروستلم او هغه ته ئې وويل
چي
(دده په شان)
دومره يې وويل او دا لاړه په خپله مخه،
زه اک پک اريان دريان ودريدم، چي دا څه ټوکه وه؟
دهغه زرګر نه مي پوښتنه وکړه چي دا څنګه کيسه وه؟
هغه راته وويل چي زه نور نه يم خبر خو
دې ښځي يوه ورځ ماته وويل
چي ماته د شيطان شکل جوړ کړه،
ما ورته وويل چي ما شيطان څه ليدلى دئ چي تاته يې
شکل جوړ کړم
پس له هغې دا ولاړه او ته ئې
را وستلې(( چي دده په شان))
آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-420.aspx

آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره
این کتاب را بخرید