صفحه نخست > دیدگاه > وبلاگ نویس > په نړۍ کي يهود ولي بر لاسه دي

په نړۍ کي يهود ولي بر لاسه دي

Hask
پنج شنبه 28 فبروری 2013

زمان خواندن: (تعداد واژه ها: )

همرسانی

آموزش يهوديان
يهود

د سوېلې
افريقا د البرکه بانک د رئيس، حافظ محمد 

د هغې وينا غورچاڼ چې پر نړۍ
يې د يهودو د سلطې او د مسلمانانو

 د وروسته پاتي والى او غلامي لاملونه

د بلا
حيرانوونکو شمېرو په مرسته روښانه کړي

په ټوله نړۍ کې ١٤ ميليونه يهود دي
چې له دې جملې ٧ ميليونه يې په امريکا، پنځه ميليونه په اسيا، دوه ميليونه په
اروپا او سل زره په افريقا کې مېشت دي.

 په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو شمېر يو نيم زر ميليونو ته رسېږي چې له دې جملې زر
ميليونه په اسيا او منځني ختيځ، څلور سوه ميلونه په افريقا، ٤٤ ميليونه په اروپا
او شپږ ميليونه په امريکا کې اوسېږي.

د نړۍ هر پنځم وګړى مسلمان دى.

 په ټوله نړۍ کې د يو هندو په سر دوه مسلمانان دي.

 په ټوله نړۍ کې د يوه بودايي په سر دوه مسلمانان دي.

 په ټوله نړۍ کې د يوه يهود په سر ١٠٧ مسلمانان دي.

 
خو د ١٥٠٠ ميليونه مسلمانانو په
پرتله ١٤ ميليونه يهود ډېر پياوړي دي.

ولې؟

 دلته يې يو څو لاملونه وګورئ

 البرټ انشټاين، سيګمنډ فريوډ، پاول
سېمولسن، ميلټن فريډمن چې د نننۍ نړۍ د خوځوونکو او مخکښانو په نامه شهرت لري، ټول
يهودان دي.

د طب په
برخه کې لاندې ستري لاسته راوړنې ټولې يهودو کړي

د واکسينو ستن بنجمين ربېن جوړه کړې.

د لوکيميا درمل جرټروډ ايليون لاسته راوړي.

د هيپټايټس بي واکسين بارونچ بلمبرګ جوړ کړي.

 د سفليس ناروغۍ درمل پاول ارليچ لاسته راوړي.

د عضلاتو اعصاب د لومړي ځل لپاره ايلي ميچنيکوف پېژندلي.

 د غدواتو د علم بنسټ انډريو سکالي ايښي دى.

د بلاربښت ضد ګولۍ ګرېګوري پينکس لاسته راوړي.

 د انساني سترګور کيفيت لومړى جي. والډ روښانه کړى.

 د جنين پېژندنې د علم بنسټ سټانلي کوهن ايښي دى.

 د پښتورګو د دياليز عمليه ويلم کلوفکېم اختراع کړې.

د نوبل جايزې ګټونکي

 په تېرو ١٠٥ کلونو کې ١٤ ميليونو
يهودو ١٨٠ نوبل جايزې ګټلي خو ١٥٠٠ ميليونو مسلمانانو يوازې ٣ جايزې تر ګوتو کړي.

لاندې اختراعګانې چې نړۍ ته يې ستر بدلون وربښلى ټولې يهودو کړي
اختراع او د يهودي مخترع نوم غبرګ وګورئ.

 مايکرو پروسسينګ چيپ، سټانلي مزور

 د هستوي زنځير ريکټر، ليو زيلېنډ

 د نوري فايبر کېبل، پيټر شولټز

ټرافيکي څراغونه، چارلز اډلر

 زنګ نه وهونکي؟؟ پولاد، بېنو سټراس

 د ټېلېفون مايکروفون، امېلي برلينر

 ويډيويي ټيپ ريکارډر، چالز جينسبرګ

د نړۍ لاندې مخکښ او ستر کاروبارونه ټول د يهودو دي
د سترو کمپنيو او د هغوى د يهودي څښتنانو نومونو څنګ په څنګ وګورئ.

پولو، رالف لورن

 کوکاکولا

لېوېز جينز، لېوي سټراس

سټار بکز، هاروارډ شولټز

 ګــــــــــوګل، سرجي برين

 د ډل کمپيوټرونو توليدوونکې کمپنۍ، مايکل ډل

 اورېکل، لاري ايليس

 DKNY، ډونا کرن

 باسکين اينډ روبينز، ارو روبينز

 ډنکين ډونټس، بِل روسنبرګ

سترې څېرې
او سياستوال

د يهودي سياستوال نوم دهغه له سترې سياسي څوکۍ سره لاندې وګورئ.

هنري کيسينګر، د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير تېر شوی.

ريچارډ لوېن، د يال پوهنتون ريئس و.

الن ګرينسپن، د امريکا د ملي بانګ مشر و.

 مېډيلين البرايټ، د کلينټن د ولسمشرۍ په دوره کې د امريکا د متحدو ايالتونو د
بهرنيو چارو وزيره وه.

 کاسپر وينبرګر، د امريکا د متحدو ايالتونو د دفاع وزير تېر شوى.

 مکسيم لېټوينوف، د پخواني شورو اتحاد د بهرنيو چارو وزير و.

 ډيويډ مارشل، د سنګاپور لوموړى وزير تېر شوى.

 ايساکس ايساکس، د استراليا ګورنر جنرال و.

 بنجمين ډيزرايل، ستر برتانوي چارواکى تېر شوى.

 يوجيني پريماکوف، د روسيي لومړى وزير و.

 جورج سمبايو، د پرتګال ولسمشر و.

هرب ګرې، د کاناډا لومړى وزير و.

 پېغ مينډيس، د فرانسې لومړى وزير تېر شوى.

مايکل هوارډ، د برتانيي د کورنيو چارو وزير تېر شوى.

 برونو کريسکي، د اطريش ولسمشر تېر شوى.

لاندې
يهودانو په المپيک سياليو کې د سرو زرو مډالونو ګټلي

 مارک سپيټز، د المپيک اووه د سرو زرو مډالونه ګټلي.

 کريزلبرګ

 بوريس بېکر

يهود ولې دومره
ځواکمن دي؟


او ولې مسلمانان کمزوري دي؟


تر ټولو ستر دليل يې دا دى!

 موږ هغه ظرفيت له لاسه ورکړى چې
پوهه وزېږوو

 په
ټولو ٥٧ اسلامي هېوادونو کې ٥٠٠ پوهنتونونه دي.

 يوازې د امريکا په متحدو ايالتونو کې ٥٧٥٨ پوهنتونونه دي.

په هندوستان کې په يوازې ځان ٨٤٠٧ پوهنتونونه دي.

 د اسلامي هېوادونو يو پوهنتون هم د نړۍ د پنځو سوو مخکښو پوهنتونو په کتار کې نه
راځي.

 په عيسوي نړۍ کې په هرو سلو کسانو کې ٩٠ کسه لوستي دي.

 په اسلامي نړۍ کې په هرو سلو کسانو کې يوازې ٤٠ کسه لوستي دي.

 د پنځلسو هغو هېوادونو چې عيسويان پکې غوڅ اکثريت لري د سواد کچه ١٠٠ فيصدو ته
رسېږي.

په عيسوي هېوادونو کې ٩٨ فيصده خلکو لومړنۍ زده کړې بشپړې کړي دي.

 په اسلامي هېوادونو کې يوازې ٥٠ فيصده خلکو په وسو وسو لومړنۍ زده کړې بشپړې کړې
دي.

په عيسوي هېوادونو کې ٤٠ فيصده خلکو پوهنتوني زده کړې کړي.

 په اسلامي هېوادونو کې يوازې ٢ فيصده خلکو پوهنتوني زده کړې کړي.

 هغه اسلامي هېوادونه چې مسلمانان پکې پرېکنده اکثريت جوړوي په هرو يو ميليون وګړو
کې ٢٣٠ ساينسپوهان لري.

 يوازې په امريکا کې د هرو يو ميليون وګړو پر سر ٥٠٠٠ ساينسپوهان دي.

عيسوي نړۍ د هرو يو ميليون خلکو په سر ١٠٠٠ تنه د تخنيکي علومو ستر پوهان لري.

 او ټوله عربي نړۍ د هرو يو ميليون خلکو په سر يوازې ٥٠ د تخنيکي علومو ستر پوهان
لري.

 اسلامي نړۍ د خپلې ټولې ګټې ٠.٢ فيصده په څېړنو او ساينسي تجربو لګوي.

عيسوي نړۍ د خپلې ټولې ګټې ٥ فيصده په څېړنو او ساينسي تجربو لګوي.

خبرې ډېرې
سر يې يو!!!

له دې دا معلومېږي چې اسلامي نړۍ د
پوهې په خپراوي کې هم پاتې راغلې.

 
راځې د پوهې د کچې اندازه کولو يو
اړخ چې له پوهې عملاً ګټه اخيستل دي په اسلامي او لوېديزه نړۍ کې پرتله کړو:

له پاکستانه د ټولو صادراتو يوازې يو فيصد لوړ تخنيکي توکي دي.

 په سعودي کې د دې ډول صادراتو فيصدي ٠.٣ ده.

په کويت، موراکو او الجزاير درې واړو کې د دې ډول صادراتو فيصدي ٠.٣ ده.

خو يوازې د سينګاپور ٥٨ فيصده صادرات لوړ تخنيکي توکي جوړوي.

خبرې
ډېرې، سر يې يو!!!

 اسلامي نړۍ د پوهې د عملي کارونې
په ډګر کې هم پاتې راغلې.

 نو اوس خو به مو پرې سر خلاص شوى
وي 

چې اسلامي نړۍ ولي دومره خوارځواکي ده!!!

ژباړن: ډاکټر جلال الدين کسات

آنلاین : http://hask.blogfa.com/post-439.aspx

آنلاین :
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره
آنتولوژی شعر شاعران جهان برای هزاره

مجموعه شعر بی نظیر از 125 شاعر شناخته شده ی بین المللی برای مردم هزاره

این کتاب را بخرید
Kamran Mir Hazar Youtube Channel
حقوق بشر، مردم بومی، ملت های بدون دولت، تکنولوژی، ادبیات، بررسی کتاب، تاریخ، فلسفه، پارادایم و رفاه
سابسکرایب

تازه ترین ها

اعتراض

ملیت ها | هزاره | تاجیک | اوزبیک | تورکمن | هندو و سیک | قرقیز | نورستانی | بلوچ | پشتون/افغان | عرب/سادات

جستجو در کابل پرس